لودين : كندهار
په كندهار كې ميشتو خبريالانو چې د ټول سويل په كچه د افغاني او نړيوالو رسنيو سره كار كوي د بيان د ازدۍ د ورځي په پلمه خپلي ستونزي روښانه او انديښنه يې وښودل چې د كار ساحه يې ورځ تر بلي تنګيږي او په وړاندي يې ستونزي زياتيږي .
د كندهار پريس كلب مرستيال دواخان مينه پال په خپله وينا كې په كندهار كې د بيان د ازادۍ چي تر ټولو ډير خبريالان ورسره لاس او ګريوان دي او په دې اړه يې د كندهار د خبريالانو د كار په مخكي پر پرتو ستونزو سخته انديښنه وښودل .
مينه پال وويل چې د تېرو لسو كلنو راهيسي د ټول هيواد په ځانګړي ډول د لوى كندهار په كچه خبريالان وژل شوي دي ، وهل او ټكول شوي دي ، د دندي پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي او سخت تهديد شوي دي ، مينه پال زياته كړه چې ستونزي يې ورځ تر بلي نوري هم زياتيږي او بايد د مخنيوي دپاره يې په جنګ كې ښكيلي غاړي ، مدني ټولني او نور نهادونه لاس په كار او د خبريالانو سره د بيان ازادۍ ته د درنښت په موخه د همكاري وي ، مينه پال خبريالان متوجه كړه چې ملي احساس او د ژورناليزم اوصولو ته د ژمنتيا په موخه د كوم چا په ګټه او يا لمسون كوم شى خپور نه كړي .
وروسته د امريكا ږغ اشنا راډيو ټلويزيون خبريال سيدسرور اماني هم وينا وكړه .
ښاغلي اماني د اسلام په رڼا كې د بيان د ازادۍ پر ارزښت خبري وكړي او د بيان ازادۍ ته يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ژمنتيا په اړه معلومات وړاندي كړه .
خبريال سيد سرور اماني وويل چې په كندهار كې د بيان د ازادۍ په وړاندي ستونزي زياتي شوي دي او د دولت له لوري د بيان په ازادۍ كې سانسور رامنځ ته كيږي او هدف يې ورڅخه دا دى چې رسنۍ په خپله ګټه وكاروي او په دې سره غواړي چې خپل نظر پر خبريالانو وتپي .
اماني په ټينګه سره غوښتنه وكړه چې دولت او نوري كړۍ دې خبريالانو ته د ستونزو د پېښيدو څخه ډډه وكړي خو خبريالان يې متوجه كړه چې د بيان ازادۍ ته ژمن او د هيڅ چا تر تاثير لاندي نه شي .
په كندهار كې د ( نى ) يا د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ د اداري مشر عبدالسميع غيرتمل هم په سويل او په ځانګړي ډول د كندهار د خبريالانو په وړاندي دپرتو ستونزو او وروستيو تهديدونو په اړه انديښنه وښودل او په دې اړه يې د ( نى ) خواخوږي اعلان كړه .
غيرتمل خبريالان هم خپلو دندو ته متوجه كړه او زياته يې كړه چې بايد د چا تر تاثير لاندي نه شي او خپله خبريالان هم په خپل منځ كې شته ستونزو ته متوجه او حل يې كړي .
په كندهار كې د افغان ازادي په نوم د لمړنۍ خپلواكي راډيو مسوول صديق الله خليق هم د بيان د ازادۍ د ورځي په اړه مباركي وړاندي كړه او زياته يې كړه چې رسنيو د خلكو د ذهنونو د روښانه كولو په برخه كې ډير ښه رول لوبولى دى ، خليق خبريالان متوجه كړه چې د خلكو دپاره مثبت څه وړاندي او د زياتو تفريحي خپرونو پر ځاى نور ټولنيز او معلوماتي څه وړاندي شي .
د كندهاري ځوانانو په استازيتوب حميدشهزاد هم وينا وكړه او د خبريالانو او دولتي چارواكو تر منځ د پيدا شويو ستونزو د حل په موخه يې پيغام وړاندي كړ چې د بيان د ازداۍ مخه ونه نيول شي او د خبريالانو د تهديد څخه ډډه وشي ، شهزاد خبريالان هم متوجه كړه چې د ژورناليزم اصولو ته ژمن او د يوه شخص په ګټه كار ونه كړي .
د غونډي برخوالو د هغو خبريالانو په وژنه د خواشينۍ د ښكاره كولو دپاره يوه دقيقه چوپ پاتي شوه چې د تېرو لسو كلنو په ترڅ كې وژل شوي دي .
د مى دريمه چې د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ ده هر كال د ټولې نړۍ په كچه لمانځل كيږي خو د تېرو لسو كلنو په پرتله سږ كال دا ورځ خبريالانو جدي ډول ولمانځل او انديښنه يې وښودل چې د تېرو كلنو په پرتله يې ستونزي زياتي او حل ته يې سخته اړتيا ليدل كيږي .