ايا د ټولو ژونديو شيانو روح قبضونکئ عزرائيل دئ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49033
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-05-04

فتوی نمبر ( ۶۱۴) . 

 مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

 

مستفتي  :  دکتور ضیآء الدين ضياء /هاليند  .

 

تر هر څه له مخه و محترم عاليقدر مولانا أبوالفضل صاحب ته نبوي تحفه وړاندي کوم : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مولانا صاحب خدای مو ژوندي او صحتمند لره ، زه يوه پوختنه لرم هغه دا چي د جنياتو او حيواناتو اروحونه څوک قبض کوي ؟ هيله ده چي جواب يې راکړۍ   .

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :


محترمه وروره ! پدې باره کښي چي له انسان څخه ماسوا د نورو  روح لرونکو شيانو روحونه څوک قبضوي اختلاف دئ  ، او پدې باره کښي روايتونه هم مختلف راغلي دي  .
په ځينو روايتو کښي داسي راغلي دي چي د حیواناتو د روحونو قبض کول د عزرائيل (عليه السلام) کار نه دئ ، بلکي د حیوانانو زندګي د الله پاک تر ذکر او تسبيح پوري مربوطه ده ، کله چي هر حيوان د الله پاک له ذکر څخه غافل سي نو دفعتًا مړ کيږي  .
او په بل روايت کښي راغلي دي چي ملکُ الموت (عزرآئيل) او دده معاونين ملائکه د حيوانانو اروحونه قبض کوي  .
او په ځينو روايتو کښي بيا داسي راغلي دي چي انساني روحونه ملکُ الموت قبض کوي ، او له ملکُ الموت څخه ماسوا درې نوري فرشتې دي  ،چي په هغو کښي يوه د شيطانانو روحونه قبضوي ، او بله د پيرانانو او جنياتو او بله بيا د مرغانو ، درنده ګانو ، حشراتو او حيوانانو روحونه قبضوي  .
مطلب د أروحونو د قبضولو دپاره څلور فرشتې مقرري دي ، خو ملکُ الموت پر باقي درو فرشتو باندي أمير دئ   .
د اسرافيل (عليه السلام) د اولي شيپلۍ پر مهال د ټولو ملائکو د أروحونو قبضول هم د عزرآئيل (عليه السلام) کار دئ . او په يوه ضعيف روايت کښي راغلي دي چي هغه خلګ چي په دریاب کښي د الله پاک په لار کښي په شهادَت ورسيږي نو د هغو أروحونه الله پاک پخپله قبضوي ، بېله وايسطې د ملکُ الموت ؛ لپاره د  اکرام او احترام ددوۍ   .  [مقدمة البيضاوي ص ۲۲۸]  .

...........  پدې باره کښی د علامه آلوسي (رحمه الله) تحقيق  : 
 علامه آلوسي (رحمه الله) ذکر کړيدي چي د هر «ذِيْ روح » روح قبضونکئ حضرت عزرائيل (عليه السلام) دئ ، که انسان وي او که  نه وي  ، شهيد وي او که نه وي ، په وچه  کښي وي او که په درياب کښي ، تر داسي حده چي ویل سويدي چي عزرآئيل (عليه السلام) به خپله روح هم پخپله قبض کوي  .  او ځينو علمآؤ ويلي دي چي د درياب د شهيدانو (يعني هغه خلګ چي په دریاب کښي شهيدان سي) د هغو ارواح عزرآئيل نه قبضوي ، بلکي بېله واسطې  يې الله پاک قبضوي ، دغه خلګ په حديث د جوَيبر دليل نيسي ، خو هغه حديث بې انتها ضعيف دئ . او مُعتزله وايي چي ملکُ الموت يواځي د پيرانانو او انسانانو روحونه قبضوي ، او ځينو بدعتيانو بيا ويلي دي چي د چارپایانو ارواحونه ملکُ الموت نه بلکي له ده سره کومکي ملګري  قبضوي  . 
                                                                              والسلام  .