فتوی نمبر ( ۶۱۶) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : وحید احمد ځواک .
لومړی خپل سلامونه او احترامات د قدر وړ ستر علمي شخصيت عَلامه أبوالفضل صاحب ته وړاندی کوی او هیله لرم چی د صحت جامی به موپه تن وی. محترم مولوی صاحب الله ج دی وکړی چی ستاسو قیمتی وخت می نه وی نیولی یوه پوښتنه لرم هیله ده جواب یی راته راکړی. پوښتنه : د ږیږیدنی ورځ لمانځل د اسلام له نظره صحیح او روا ده که نه؟ البته هغه په داسی مراسمو سره چی قریبان اوملګری را ټول کړی او د هغوی دپاره یو میلمستیا جوړه کړی.هغه په داسی ډول سره چی ډیر لګښت پکښی نه وی سوی . په درنښت
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! د اسلامي شريعت علمآؤ د زيږيدني د ورځي لمانځنه له يهودو او نصاراؤ څخه رانقل سوئ کار بللئ دئ ، او دايې د اسلام له دُښمنانو سره د مناسبت او مشابهت يوغټ عمل بللئ دئ ، حتی پدې باره کښي د مذهبي او غير مذهبي علمآؤ نظر سره موافق دئ .
مولانا رشيد أحمد (رحمه الله) کوم چي مذهبي عالم دئ په خپله فتاوی کښي ليکلي دي چي دا يو قبيح رسم دئ ، او ددې ترک او پريښود واجب دئ ، د مسلمان دپاره أصلي کار پدې ارتباط دادئ چي دَئ بايد د خپلو أعمالو په باره کښي فکر وکړي ، او هميشه د خپلي زندګي احتساب کوي . [احسن الفتاوی ج۸ ص ۱۵۴ ] .
او د يوه غير مذهبي عالم بيان پدې باره کښي دادئ :
[سؤال : جزاكم الله خيراً، أخي أكمل 14 من عمره، وبهذه المناسبة اشترت والدتي كعكة وعصيرا، فهل يجوز هذا؟ إذ أن والدتي تقول إنها لم تفعل منكرات ولم تقلد الكفار وستحضر لي كعكة عندما أكمل سنة، فماذا يجب علي أن أفعل؟ وهل أغادر؟ أم أبقى معهم؟. وبارك الله فيكم.
الجواب : الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
فإذا كان ما فعلته وما تريد فعله والدتك هو الاحتفال بعيد الميلاد، فقد سبق لنا في عدة فتاوى بيان أنه لا يجوز الاحتفال بأعياد الميلاد وتقديم الهدايا بهذه المناسبة وأن ذلك من العادات الدخيلة على المسلمين التي لم تكن في العصور المزكاة، وأن فعلها تقليد لأعداء الله تعالى وتشبه بهم، وهنا ننبه على أن المحتفل يقع في هذه الآفة حتى وإن لم يقصد التشبه بهم، لأن العلة هي حصول الشبه ولو بدون نية، والواجب على السائل أن يبين ذلك لأهله برفق، وأن يتخير أحسن الأساليب لنصحهم في هذه المسألة، فإن قبلوا فالحمد لله، وإلا اجتهد في عدم مشاركتهم في هذا الحفل إلا أن يترتب على ذلك مفسدة أعظم فيحضر مع إنكاره بقلبه ، وإن كانت والدته لا تفعل ذلك بمناسبة عيد الميلاد هذه، وإنما أرادت في هذه المرة وبمناسبة بلوغه، أو قربه من البلوغ إشعاره بأنه صار بالغاً، أو على وشك البلوغ وأن مرحلة الطفولة انقضت وعليه أن يعد نفسه للمرحلة القادمة ونحو ذلك من المعاني، فلا نرى مانعاً من فعل ذلك. والله أعلم.] .
ليکن د مسلم شريف په يوه حدیث کښي راغلي دي چي حضرت رسول أکرم (صلی الله عليه وسلم) به د دوشنبې د ورځي روژه نيوله ، نو يو چا ورته وويل چي يا رسو ل الله ! ددغي ورځي روژه ته په څه سبب نيسې ؟ ده مبارک په جواب کښي ورته وويل چي پدغه ورځ کښي زه زيږدلئ يم ، او پدې ورځ کښي پر ما باندي وحي نازله سوېده (يعني نو دغه روژه زه ددغو نعمتو په شکريه کښي نيسم ) .
د حديث ألفاظ دادي : «عن أبي قتادة قال سُئِل رسول الله صلی الله عليه وسلم عن صومِ الاثنين ، فقال فيه ولدتُ و فيه أنزل عليّ » [رواه مسلم /کذا في المشکوة ج۱ ص ۱۷۹] .
له دغه مبارک حديث څخه ځما په فکر دا خبره بيخي ثابتيږي چي د ولادت د ورځي لمانځنه په طاعَت او عبادت سره شرعي کار دئ . والسلام .