سرك

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49134
حاجی ګل عزیز کامه وال
دخبریدو نیټه : 2012-05-08

       
كله به چه موټر په پيچومي وروخوت او سرته به ورسيد نو شينۍ به يو بيلچه خاوره په سرك وشيندله او دوړي به يي جوړي كړي او بيا به يي دموټر خواته وكتل چه څوك ورته پيسي اچوي او كه نه، ځيني موټربه تري  تير شول او ځينو به ورته موټر په كراره كړ او يوڅه پيسي به يي ورته وركړي كله كله خو به چا دلسواو شلوروپيو نوټ هم  ورته ورګذار كړ .
هغه ماشومه وه خوقدرت ورته بي مثاله حسن او ښكلا وركړي وه ، دشينۍ رنګ سپين اوسترګي شني وي ، اصلي نوم يي حسن بي بي وو خومور او پلار يي په شينۍ مشهوره كړي وه  .
سهار به چه كله مرجان ما ما له خوبه پاڅيدلمونځ به يي له خپلي خيمي څخه وړاندي په چوتره كښي ادا كړ نوتر يو څه وخته پور ي به هلته ناست وو بيابه په كرار كرار په ګوډه پښه دخپلي خيمي خواته ورروان شو اوميرمني ته به يي غږ ورواچاوه ( واښځي ! ژرشه شينۍ ته چاي تياركړه چه خپل كارته لاړه شي ) . دشينۍ مور به جواري په تبۍ پوخ كړ چاي به يي تياري كړي او بيا به يي په شينۍ غږورواچاوه ( لورجاني پاڅيږه چه ناوخته دي چاي مي درته تياري كړي دي )  .   هغه به په بړستنه كښي وخوځيده او ستوماني به يي وويستله ، بيا به لږه شيبه وروسته مرجان ماما په ګوډه پښه دخيمي خواته سر دننه كړ او شينۍ ته به يي غږ وكړ ( لور جاني ناوخته دي پاڅيږ ه چه ټولي موټري ولاړي ) .
 
شينۍ به دچاي تر څښلو وروسته خپل زوړټيكري په سركړ او خپله ماته بيلچه به يي په اوږه كيـښوده دخپل مور اوپلار څخه به يي خداي په اما ني راواخسته اود خپل كار په لوري به رهي شوه . دشينۍ دكار ځاي بس هماغه دغره تر څنګ  پيچومي  وو چه شينۍ به هره ورځ ورتلله او هلته به دسرك په يوه څنډه كښي دموټرو دراتګ په انتظآر ولاړه وه ، كله به چه موټر له ورايه راښكاره شو نو شينۍ به ژر يوه بيلچه خاوري په سرك وشيندلي .

دمرجان ماما بل كوچني زوي به هم كله  چه تر شينۍ وروسته چاي وخوړلي نولور اورسۍ به يي واخستل او هغه ځاي ته نږدي چيرته چه شينۍ ولاړه وه دبوتواو ګياوو په راټولو بوخت شواو دومره ګيا او بوټي به يي وريبل چه بيابه شينۍ اوده تري پنډونه جوړ كړل او ماښام به يي له ځان سره كورته راوړل .
 
دمرجان ما ما بل كوم عايد او دګټي وټي چاره نه وه . شينۍ به ورته پيسي اوزوي به يي ورته دسوځولو لپاره ګيا ه اوبوټي راوړل ، هغه له يوي خوا سپين ږيري او له بله پلوه په يوه پښه ګوډ وو .
 
شينۍ دپيسوپه حساب نه پوهيدله اونه يي هم نوټونه پيژندل هغه به چه مازديګر كورته راغله نو ټولي پيسي به يي له جيب څخه راوويستلي اوبيا به يي تري فلزي پيسي جلا او كاغذي جلا كړي ، بيا به يي هغه پيسي خپل پلار ته وركړي هغه به تر حسابولو وروسته په خپل جيب كښي واچولي .
 
دشينۍ په پيسو كـښي به هره ورځ يو نوي نوټ وو چه شينۍ صرف همدا پيژانده . پلار يي تري پوښتنه  كړي وه چه ( دا نوټ څوك دركوي ؟) هغي ورته په ځواب كـښي ويلي وو( چه دا نوټ راته يوي سري ډاتسني والاسړي راكوي، پلارجانه هغه ډير مهربانه او ښه سړي دي .) شينۍ به دسري ډاټسني دراتلو په انتظار وه  ، هغه به دسري ډاټسني راتګ ته بيحده ليواله وه او په زړه كښي به يي ويل چه كله به راشي اونوي نوټ ورڅخه تر لا سه كړي .
 
ددي ډاټسني وخت نه وو معلوم هغه به كله سهار كله غرمه او كله به په بل وخت كښي راتلله . هغه به چه څنګه راورسيدله نودشينۍ په خواكښي به ودريده اوشينۍ به ژر ورنږدي شوه د سري ډاټسني والا  به ورته ويل :

(څنګه شو سرك به كله جوړشي ،داڅومره وخت وشوچه ته دا خاوري په سرك اچوي او سرك نه  جوړيږي ؟ ) شينۍ به په معصومانه طرز كښي ورته په خنداشوه او دسړي لاس ته به يي كتل چه كله به نوي نوټ له جيب څخه راوباسي هغه به شينۍ ته نوټ وركړ،دغه سړي به كله كله يوه دانه مڼه اوياهم كيله شينۍته وركوله دشينۍ سترګوته به يي تر ډيره په ځير ځير سره كتل ، هغي به دشينۍ په ښكلي رخسار سترګي ښخي كړي وي بيا به يي په كرار كرارموټر ته حركت وركړ.
 
دشينۍ په سپين مخ به دخاورواودوړو پتري ښكاريدل ، خو دشينۍ ښكلا په خاورو او دوړو نه پټيدله ، دهغي په ليدلوهرڅوك په دي حقيقت پوهيدل چه دشينۍ ښايست د قاف دغره له ښاپيرو  څخه كم نه دي . كه څه هم هغي ډير وختونه په سروغرمو او لمرونو كښي تير كړي وو خو هغه ښكلا چه قدرت چاته وركړي وي كله پټيدلي شي .

شينۍ ته چه به هر موټر رانږدي شو نودچا په جيب كښي به چه ماتي روپۍ وي نوهغي ته به يي ورواچولي هغي به ځايونه په نخښه كړل كله چه به موټر تير شو نوبيا به يي په دوړو او خاورو كښي لټولي اوچه څه به يي راټولي كړي نويوځل به يي دلاس په ورغوي كښي ورته وكتل او بيا به يي په جيب كښي ورواچولي .
 
 دشينۍ ورور به چه هلته وړاندي دبوټو اوګيا په راټولولو بوخت وو نو كله چه به يي خپل ځان اوشينۍ ته پنډونه برابركړل نوبيا به يي هلته لوبي كولي ، او دغرمي دډوډۍ وخت به شو نوپه كرار كرار به دخپلي خور خواته راغي. شينۍ اوورور به يي دواړه په يوه لوي ګټ كښيناستل خور به هغه غوټه راوسپړله چه هر سهار به يي له ځان سره راوړله دواړو به ډوډۍ يوځاي وخوړه نوورور به يي بيرته خپل ځاي ته لاړ اوشينۍ به په خپل كار ودريده .
يوه ورځ دغرمي دډوډۍ وخت رانږدي شوي وو دشينۍ ورور دخپلي خور دكار ځاي ته په كرار كرار راروان وو په دي وخت كښي سره ډاټسن  دشينۍ په خواكښي ودريده ،هغي مخي ته منډه ورواخسته دډاټسن خاوند شينۍته وويل( راشه اول داكيله وخوره بيابه پنځوس ګون دركړم ) شينۍ په خندا ورنږدي شوه كيله يي له هغه سړي څخه واخسته اوژرژر يي وخوړه  هغه ليواله وه چه داسړي به  كله نوي نوټ ورته وركوي ځكه يي كيله هم په ډيره چا بكۍ سره وخوړله .

دډاټسن والا دشينۍ ټول حركات څارل نوهغي ته يي وويل ( څنګه كيله خوندوره وه اوكه نه ) ددي خبري سره شينۍ په مځكه راپريوتله دډاتسن والا سړي په ډيره چټكۍ سره له سيټ څخه راكوز شو اودشاته سيټ دروازه يي خلاصه كړه يوه خوا او بله خوا يي وليدل او بيا يي شينۍ په ډيره چټكۍ سره په دواړو لاسونو په غيږ كښي واخسته اودموټرسيټ ته ورپورته كړه او دسترګو په رپ كښي موټر ته ورپورته شواوحركت يي وكړ . په دي وخت كښي دشينۍ ورور رانږدي شوي وونوموټر پسي يي ورمنډي كړي ډيري چغي يي وكړي ( ودروه موټر ودروه) خو موټر داسي دوړي جوړي كړي وي چه ټول سرك يي تياره كړي وو .    (پاي)