فتوی نمبر ( ۶۱۸) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : سيد نصيب الله .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په نومونو کی چي أحمد او محمد دی کوم يو افضل دی ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه ! پدې باره کښي د علمآؤ اختلاف دئ ، ځينو ويلي دي چي د «محمد» نوم د «أحمد» په نامه باندي أفضل دئ ، او ځينو بيا ويلي دي چي د «أحمد» نوم أفضليت باندي لري ، هر يو پر خپله مُدعی باندي دليلونه لري .
د اول قول دليلونه پدې شرح دي :
حَموي په شرحُ الأشباه کښي ويلي دي چي د «محمد» نوم ډير مشهور او أفضل دئ پر ډير صحيح قول باندي (انتهی) . دليلونه د أفضليت دادي :
(۱) : اسم د محمد د الله پاک له نامه سره د توحيد په کلمه کښي راغلئ دئ .
(۲) : اسم د محمد پر عرش باندي ليکلئ دئ ، لکه چي بيهقي په «دلائلُ النبوة» کښي ددې روايت کړئ دئ .
(۳) : اسم د محمد د جنت پر دروازو باندي ليکلئ دئ .
(۴) : اسم د محمد پر پاڼو باندي د درختو د جنت ليکلئ دئ .
ــــــــــــــــــــ او د دوهم قول دليلونه دادي :
اول : د أحمد نوم د وضع او ايښودلو په اعتبار پر ده مبارک (صلی الله عليه وسلم) باندي تر محمد ړومبئ دئ ، لکه چي حَموي وغيره له کافيجي څخه نقل کړئ دئ چي ده ويلي دي چي بېشکه الله پاک حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د أحمد په نامه سره نامداره کړئ دئ تر دې له مخه چي په محمد سره يې مسمی کوئ ، له وجي ددې قول د خدائ (جل جلاله) چي : «وَمُبشرًا برسولٍ يأتيْ مِنْ بَعدِ اسمه أحمد» .
دوهم : د أحمد نوم په دنيا او آخرت کښي (يعني د تحقق د معنی په اعتبار) تر محمد ړومبئ دئ ، په دنيا کښي هم دَئ مبارک يو وار أحمد ؤ بيا محمد سو ، او په آخرت کښي به هم يووار أحمد وي (يعني يووار به زيات حمد ويونکئ د الله [جل جلاله] وګرځي) بيا به محمد سي (يعني ټول کآئنات بې حمد ، ثنآء او ستاینه وکړي [کذا في شرحِ الشفآء ] .