أصل مَسْجُودلهُ دپرشتو محمدي نور ؤپه تندي کي دآدم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49172
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-05-11

فتوی نمبر ( ۶۱۹) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  :  قاري احسانُ الله  .

 

عاليقدر مولوي أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مولوي صاحب ځما سوال دادی چي ما له ځينو علماوو څخه اوريدلي دي چي کله چي و آدم عليه السلام ته الله پاک ملايکه په سجده سره امر کړل دا په دې وجه چي دده په تندي کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نور و ، نو ايا دا خبره صحت لري  ؟  دجواب په انتظار  

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

محترمه وروره !    دا خبره د اسلامي أمت ډيرو عمده او غټو امامانو ذکر کړېده  : امام فخرُ الدين رازي (رحمه الله) په تفسير کبير کښي ليکلي دي : «ان الملائکة أمِرَ بسجودِ آدم لأجلِ أن نور محمد [صلی الله عليه وسلم] کانَ في جبهته ، ولله دَرّ القائل  :  تجليتَ جَلّ اللهُ في وجهِ آدمَ      فصلی له الأملاک حينَ توسل» .
يعني بېشکه ملائکه امر کړه سوو په سجده باندي و آدم (عليه السلام ) ته ، له دې وجي چي نور د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دده په تندي کښي ؤ  .
  امام ابن حجر هيتمي (رحمه الله) له ځينو محققينو څخه نقل کړئ دئ چي  سجده د ملائکه ؤ له وجي د نور د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) وه ، چي د حضرت آدم (عليه السلام) په تندي کښي ؤ  . بيا ده دا قول د عارف بالله علي وَفا هم ذکر کړئ دئ  چي : «لوْ أبصرَ الشيطانُ ظلمة نوره ـــــ  في وجهِ آدم کانَ اولُ مَنْ سجَد» . [کذا في فتح العليم ص ۵۱] .