فتوی نمبر ( ۶۲۲) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : مولوي عبدالستار /کابل /افغانستان .
محترم عاليقدر مولانا صاحب ماته يو ځای په يوه کتاب کی دا خبره ومخي ته راغله چي تواضع او خاکساري کومه چي د مسلمان دپاره د دنيا او اخرت د عزت او سعادت او رفعت ضمانت کوي پر دوه قسمه ده يوه شهودي او بله عرفي ، نو په دې نه پوهيدم چي تواضع شهودي او عرفي په خپل منځ کښي څه فرق سره لري ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه ورور! الله پاک دي موږ او تاسي پخپل فضل او کرم سره په کامله توګه د تواضع په دواړو قسمو سره مُشرف او موصوف وګرځوي ، او الله پاک دي پخپل لطف سره د عُجَب ، کبر او غرور له شيطاني او بربادونکو خويو څخه نجات رانصيب کړي (آمين ثم آمين) .
ستاسي د پوښتني وجواب ته راځم عُرفي تواضع او خاکساري ودېته ويله کيږي چي انسان پخپل زړه کښي ځان د لوړي مرتبې والا بولي خو له دغه لوړتيا څخه د خلګو په مخ کښي تنزل کوي ، او د کښتي مرتبې والا ځان ښکاره کوي ، او له عاجزي څخه کار اخلي .
او شهُودي تواضع بيا د خاکسارۍ او عاجزي لوړه مرتبه ده ، کوم چي «استِصغَارُ النفس» هم ورته ويل کيږي ، يو سړئ که څه هم هر څونه د لوړ مقام والا وي ، خو دَئ له دغه خپل لوړوالي څخه غافل وي ، او خپل ځان په ظاهر او باطن کښي تر نورو کمزورئ او عاجزه ګڼي .
[في فتح العليم ص ۳۰۵ : التواضع نواعانِ : أحدهما عرفي ، وهذا لايبني علی شهودِ صاحبِه نفسَه دونَ جميع الجلسآء ذوقًا ، ولا علی غيبوبة مقامه عن قلبه و تصوره بل يکونُ فيه تنازلٌ من مقامه العالي وهو تواضعِ العوام وهوَ المعروف المشهور . والثاني حقيقي يبني علی ذوق شهودٍ متقدم ، وهو تواضع الخواص ] .
عارف کبير شيخ عبدالوهاب شعراني (المتوفي سنة ۹۷۲هــ ) په «لطائف المنن ج۲ ص ۱۸۲» کښي د تواضع شهودي په ارتباط داسي ذکر کړيدي : «ومما أنعمَ الله تبارک به عليّ شهودي في نفسي أنني دونَ کل جليسٍ منَ المسلمين کشفًا و ذوقًا ، لاتواضعًا منِيْ ، فانّ لفظ التواضع يدل علی أن صاحبه أثبت لنفسه مقامًا عاليًا ثم تنازل نفسه الی جليسه » .
والسلام .