كندهار: ځوانانو افغان امنتي ځواكونه وستايل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49183

دخبریدو نیټه : 2012-05-12

په كندهار كې سلګونو كندهاري ځوانونو د لوى كندهار افغان امنتي ځواكونه د يوې لويې پراخي غونډي په ترڅ كې وستايل او د هغوى د مرال د قوي كيدو دپاره يې د ستايني غونډه جوړه كړه .

غونډه چې په تاج محل خصوصي صالون كې جوړه شوي وه د ننګرهار د والي او د ولس مشر د سلاكار وزير ګل اغا شيرزي او د لوړو زده كړو د وزير عبيدالله عبيد تر څنګ د كندهار محلي چارواكو ، د امنتي ځواكونو مسوولينو ، قومي مشرانو او په سلګونه كندهاري ځوانانو ګډون پكښي كړى وو .

كندهار والي توريالي ويسا  ، د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي ، د لوړو زده كړو زير عبيدالله عبيد او د ۴۰۴ ميوند زون قوماندان پاسوال سالم احساس افغان امنتي ځواكونه د پخوا پر پرتله پياوړي وبلل او د كندهاري ځوانانو دا احساس يې وستايه چې افغان امنتي ځواكونه ستايي .

په غونډه كې حماسي سندري او وطني تمثيلي ټوټي هم ننداري ته وړاندي شوې .

په وروستيو كې د ټولو افغان امنتي ځواكونو مشران ، كندهار والي ، د ننګرهار والي ګل اغا شيرزى او افغان خبريالان په ستاين ليكونو او مډالونه هم ووياړل شوه .

دا لمړى ځل دى چې كندهاري ځوانان يو بې ساري پروګرام په لاره اچوي .

د نوموړي پروګرام تنظيموونكي احمدشا ساحل خبريالانو ته وويل چې د دا ډول پروګرامونو څخه يې موخه او هدف د افغان امنتي ځواكونو تشويقول دي او د امنيت د ښه كولو دپاره د هغوى هڅول دي .