دسرانانو په پنډغالي کي دافغان کډوالو غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49240
عتيق الله خان
دخبریدو نیټه : 2012-05-13

نن د سرانانو په پنډغالي کي د افغان کډوالو لخواه يوه غونډه ترسره شوه

داغونډه دسرانانو پنډغالي په دولسم نمبرښونځى کي دکډوالو ادبي ټولني له خوا ترتيب  شوي وه
دانه يواځي چي سرانانوکمپ بلکي دپاکستان ګڼ شمير  ځايونو کي افغان کډوال ميشت دي چي زياتره ئي بیرته خپل ګران هيواد ته ستنيدالي دي يوشمير دي چي هغه اوس هم دکډوالي شپي صبا کوي.

يه دې يادشو ی غونډه کي سپين ږيرو، ځوانانو، ښوونکو ، زده کونکو ، د ځينو خيريه مؤسسا توميلمنو او يو شمير خبري رسنيو خبرياﻻنو هم برخه اخيستي وه د غونډي سر مشري د ښاغلي ظاهر پښتون په غاړه وه

ددي غونډي موخه دا وه
١...د زده کونکود ورځني غيرحاضري مخ نيوۍ.
٢...دنشه ئي توکو پرضيد دښوونکو مبارزه.
٣...د زد ه کړي دلوړتيا لپاره هلی ځلی.

لومړى د ا غونډه د قران مجيد په سپيڅلې اياتونو تلاوت سره شروع شوه.

چي وروسته ښوونکو د خپلو ستونزو يادونه کوله ښوونکو داغوښتنه کوله  چي کوم میاشتنی معاش دى اخلي هغه د دوۍ د کورنیو د ضرورتونو لپاره بسنه نه کوی  ښوونکو دنړى والو ادرو څخه غوښتنه کوله چي کوم مکافات نور  ښوونکي لري هغه دي موږ ته هم راکړل شي ، نړيوالو ښوونکوته چي په کومه سترګه  کتل کيږي موږ ته دي هم په هغه سترګه وکتل شي.
وروسته څوتنو سپين ږيرو هم خپلي ويناوي د غونډي ګډون کوونکو ته وکړي  سپین ږيرو په دي خبره ډير زور اچاوو چي مونږ د پاکستان ډير کور وداني کوو چي په داسي حالاتو کي چی زمونږ په هیواد کی لا هم جګړی دوام لری او مونږ ته يی خپله غيږ پرانيستی ده خو سپين ږيرو د خپل ژوندانه ضرورتونو یادونه کوله لکه: ښه صحت لپاره د صفا اوبو ضرورت، ديوښه روغتون چي په هغه کي د هرقسم مرضيو درملنه په وړيا توګه وشي همدارنګه سپين ږيرو د خپلو بچیانو لپاره ديو ښه تعليمی چاپيريال جوړه ول غوښتل چي په هغه کي ددوۍ بچي د يو ښه تعلمي زيور سره سمبال شي ترڅو ددوى بچي د خپل ګران هيواد په بيا رغونه ، اقتصاد، د علم او هنر په ډګر کي خپل رغنده رول ولوبوي . دا وخت ددوى بچی لومړنى او يا منځنى زده کړي کوي خو د لوړو زده کړو لپاره ورته اسانتياوي نشته او دوی دومره امکانات او اقتصادی وړتیا نلري چي ددوى بچي لوړي زده کړي ترسره کړي.

ددوى بچي چي کله څه را لوي شي کراچي اويا ايران ته مزدوري لپاره ځي.
دلته کوم داسي روزګار نشته چي ددوى د کورنى ګوزاره و رباندي وشي.
يو تن سپين ږيري د کډولو حجيانو بيت آلله شريفي ته حج ته تلو لپاره د خپلو ستونزو يادونه کوله چي مونږ لپاره کومه داسي کوټه ( سهم ) نشته چي حج ته لاړ شو په کار دى چي مونږ کډوالو لپاره حج ته د تلو يو پروګرام برابرشی.

همدارنګه سپين ږيرو دنړيوالو ادارو څخه په ټینګه د اغوښتنه کوله چي  مونږ خيرات خواره نه يو مګرکوم چي زمونږ حق دى کومي مرستي چي له مونږ سره زمونږ په نامه نړيوال کوي په کار دى چي مونږ ته په صحح توګه راکړل شي.

همدارنګه دي غونډي ته راغلو د خيريه مؤسسو استازو په خپلو ويناوو کي ديادشوو  ستـونـزو پخلی وکړ او دوى زياته کړه چي کوم کومک اوس بي ځايه شوو کډوالو سره کيږي ضرور هغه پخوا په شان اوس نه کيږي ځکه چي په هغه وخت کی په هيواد کي د روس په خلاف جنګ وو او نړيوالو زيات کومکونه کول کله چي روس ماتي وخوړه د نړيوالو په مرستو کي کمى رامينځ ته شوى دى خو مونږ دا ډاډ ګيرنه درکوو چي ترکومه زمونږ وس کار کوي مونږ به له تاسو سره يو.

دتياري شوي غونډي په ا خير کي د زده کونکو لخوا دنشه ئي توکو پر ضد دفټبال سيالى ترسره شوي. ددي سيالي موخه هم داوه چي په سيمه کي ځوانانو لپاره د لوبو فضا رامينځ ته شی او ځوانان وکولى شي چي دنشو په ځاى لوبو ته مخه کړي. نشه ده چي د يوه انسان ژوند ور بد مرغه کوي د يوه بدمرغه سره ټوله کورنى او د کورنى سره ټوله ټولنه بد مرغه کيږي.
داسي ګڼ شميرنوري غونډي هم د کډوالو له خوا ترسره کيږي تر څو نړيوال ددوى له ستونزو څخه ځانونه خبرکړي هغه شرایط چي د نړى نورو کډوالو لپاره شته پکار دي چي د افغان کډوالو سره سره ټولو کډوالو ته يو شان برابر شي ځکه ټول کډوال يو شان حقوق لري.