زما ښوونځی، زما راتلونکی مه سېزئ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49313
دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز
دخبریدو نیټه : 2012-05-16

دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز
مطبوعاتي کنفرانس
نېټه: ۲۶-۲-۱۳۹۱
وخت:2:00 ماسپښین
ځای: سپین زر هوټل
نن د سې شنبې په ورځ دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز،( زماښوونځی، زما راتلونکی مه سیزئ! ) تر سرليک لاندې یو مطبوعاتي کنفرانس رابللی و.
د میدان وردګو له ولایت نه د زهرې په نامه يوې ماشومې، چې ښوونځی یې تړل شوی دی، خپله اندېښنه  داسې  څرګنده کړه:
زه دیوې افغانې ماشومې په توګه خپلې راتلونکې ته په اندېښنه کې یم ، له ماڅخه د زده کړې حق واخستل شو زه له ټولو افغانانو ، دجګړې له اړخونو غوښتنه کوم چې پرښوونځیودې بندیز نه لګوي، موږ ماشومان دې پریږدي چې زده کړې وکړو خپله او دوطن راتلونکې جوړه کړو.
دننګرهار ولایت نه راغلي ماشوم بلال جان د خپلې راتلونکې اندېښنه داسې څرګنده کړه:
زه د درېیم ټولګي زده کوونکی یم،  دوې اونۍ کیږي چې زموږ په سیمه کې وسله والو کسانو ټول ښوونځډ وتړل او زموږ ښوونکي یې په مرګ وګواښل چې که ښوونځي ته راشي نو ښوونځی به وسوزول شي.
د کابل ښار یوه زده کوونکي خپلې ورځينۍ چارې په امن کې وبللې خو د خپلو نورو همزولو د راتلونکې په اړه یې داسې  اندېښنه درلوده :
زه دکابل ښار په خوشال مینه کې د شمس المشایخ لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکی یم دلته په کابل کې زموږ لپاره د ښوونځي په تګ کې ستونزه نشته او هره ورځ په ارامه فضا کې ښوونځي ته ځو، خو زه غواړم زما همزولي هم له ښوونځي پاتې نه شي.
په پای کې د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز ، د ښوونځيو د سوزولو په اړه خپل دريځ  په لاندې ټکو کې ابلاغ کړ: 
له ښوونځيو سره د دښمنۍ پر وړاندې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز دريځ
له بده مرغه په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغانستان له روزنيزو او ښوونيزو بنسټونو او په تېره له ښوونځيو سره دښمنۍ زور اخېستی او له اسلام او انساني مدنيت سره د دښمنۍ تورو لاسونو ښوونځيوته مخه کړې ده. په ډېرې خواشينۍ سره ګورو چې هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو سيمو لکه، غزني، پکتيکا، ننګرهار، خوست، ميدان وردګ، هلمند، بلخ، ... کې د پوهنې له بهير سره راز راز دښمني کېږي او ډول ډول زيانونه ورته اړول کېږي؛ زموږ د بچيانو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل کېږي، ښوونځي مو سوځول کېږي، د پوهنې پر کارکوونکو بريدونه کېږي او ګواښل کېږي، د نجونو زده کوونکو پر مخونو تېزاب شيندل کېږي او په اوبو کې يې زهر ګډېږي. دا ټول يوه مانا لري او هغه دا چې د افغانستان دښمنان له دې وېرېږي، چې که افغان بچيانو پوهې ته مخه کړه نو د دوی کرغېړنې موخې به له پلې کېدو پاتې شي، نور به افغانان د پرديو لپاره نه شي استعمالېدای، افغانستان به سولې او پر مختګ ته مخه کړي او پر خپلو پښو به ودرېږي. دښمن وېره لري چې که افغانان قلم راواخلي، نو خامخا به هغه توپک پر ځمکه لوېږي چې د دوی د ګټو لپاره پورته شوی او بېرته د افغانانو پر وړاندې کارول کېږي.
خو دا ټوله دښمني په تياره کې کېږي او په ناځوانۍ سره کېږي، نه يې څوک پړه پر غاړه اخلي او نه يې هم دليل وايي. دا چې تر اوسه چا په څرګند ډول د ښوونځيو د سوځولو او تړلو مسووليت پر غاړه نه دی اخېستی، په خپله دا مانا ورکوي چې دا غير اسلامي، غير مدني او غير اخلاقي عمل په هېڅ نامه او پلمه د توجيه وړ نه دی.
موږ په افغانستان کې دمدني ټولنې د استازو په توګه د هېواد پر ټولو رښتيني بچيانو غږ کوو، چې ښوونځی زموږ ملي حريم او زموږ د خپلواکۍ، سرلوړۍ او هوساينې (دنيوي او اخروي) ضامن دی، په همدې دليل هېچا ته بايد په هېڅ پلمه اجازه ورنه کړو چې ښوونځيو ته زيان ورسوي او يا يې وتړي. زموږ په اند که په افغانستان کې هر ډول نظام او حکومت واکمن وي، که په هېواد کې سوله وي يا جګړه، ښوونځي او نور ښوونيز بنسټونه بايد د ملي ناموس په توګه له هر ډول تېري څخه خوندي وساتل شي.
موږ د افغانستان پر اوسني حکومت او ټولو سياسي او جنګي ډلوغږ کوو، چې زده کړه او د زده کړې بنسټونه له ورځنيو سياستونو لرې وساتي او له هغو څخه د خپلو سياسي او جنګي مورچو په توګه کار وانخلي. او د افغانستان پر وسله والو ځواکونو غږ کوو، هغو سيمو ته چې ښوونځي يې له ګواښ سره مخ دي، ځانګړې پاملرنه وکړي او د ښوونځيو د ساتنې لپاره اړين ګامونه واخلي.
موږ د طالبانو پر مشرتابه غږ کوو، چې که چېرې دوی د ښوونځيو په سوځولو او تړلو کې لاس نه لري، نو نه يوازې بايد د ښوونځيو سوځول او تړل په څرګندو ټکو کې وغندي، بلکې په خپلو تر اغېز لاندې سيموکې د ښوونځيو کلکه ساتنه هم وکړي او په دې اړه خپلو پلويانو ته څرګند پيغام او لارښود ورسوي.
څرنګه چې زده کړه زموږ ديني او ملي وجيبه ده، موږ پر خپلو ټولو ديني عالمانو او قومي مشرانو غږ کوو چې له خپل معنوي اغېز څخه کار واخلي او ولس د زده کړې پالنې او ملاتړ ته وهڅوي او اجازه ورنه کړي چې ښوونځي وسوځول شي او يايې دروازې وتړل شي.
موږ پر ټولو هغو دولتونو، سازمانونو او کړيو چې د افغانستان په مسايلو کې نېغ لاس لري غږ کوو، چې هېڅ مسلمان او متمدن انسان نه شي کولای له ښوونځيو او پوهنې سره دښمني وکړي. د يوه ولس له ښوونځيو سره دښمني هغه نامرده دښمني ده چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې يې ساری نه ليدل کېږي.ناپوهي او جهالت هغه وسله ده چې که نن د بل پر وړاندې کارول کېږي، نو ډېر زر به يې کاروونکی په خپله هم قرباني شي.
موږ دمدني ټولنې پر ټولو ملي او نړيوالو بنسټونو غږ کوو، چې راځئ په ګډه د ښوونځي سوځونې کرغېړن عمل پر وړاندې خپل غږ اوچت کړو اود يوويشتمې پېړۍ دغه لوی وحشت او جنايت چې د هر چا له خوا وي په کلکه وغندو او په دې توګه له نړيوالو مدني ارزښتونو ګډه دفاع وکړو.
زموږ په اند که په هر چا باندې له ښوونځيوسره د دښمنۍ جرم ثابت شي، نو د افغانستان او نړۍ تاريخ به يې نوم د اسلام او انساني مدنيت د دښمنانو او د جهالت او وحشت د استازو  په توګه ثبت کړي او تلپاتې رسوايي به يې په برخه شي.
په اخر کې د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز غړي ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه وویلې او غونډه د خیر په دعایې سره پای ته ورسیده.
درنښت