حقمل - کابل
د افغانستان د ملى شورا په تيرژوند کې چې ټول ټال تر نن پورې لس ورځې کيږى د بحث وړ جنجالي او اوږدو خبرو د ولسى جرګې کړنې او کارونه له يو شمير غبرګونوو او نيوکو سره مخامخ کړى دى . دولسى جرګې پرونۍ غونډه يوازې د يوې مادې پر دوو بندونو په اوږدو ناندريواو سرخوږيوسره تيره شوه .د ولسى جرګې په پنځه ورځنى کارى ژوند کې ددغې جرګې مشرتابه او غړى يوازې وتوانيدل چې د ګړنلارې پر ١٣ ماد و جوړ جاړۍ وکړى .د ولسى جرګې کړنلاره ټول ټال ٢٠ فصلونه او ١١٢ مادى لري .په پرونۍ غونډه کې له ډيرو اوږدو بحثونو اوتودو خبرو دوى پر دې سلا شول چې پارلماني ډلې د سيمه ايزو، قامى ،مذهبى ،شخصى او ژبنيو ګټو پر بنسټ نه شى جوړيداى او له سياسى ملحوظاتو څخه بايد لرې وي .داسې وړانديزونه هم وو هغه پارلمانى ډلې چې رامينځ کيږى دوه دريمه برخه يې بايد د يوقام څخه نه وى ، مګر د ولسى جرګې دغړو او ناستې دننه داسې هڅې له ورايه ترسترګو کيدې چې د همدغو تعصوبونوپر بنسټونو ډلې د جوړيدو په حال کې وې او د غړو ترمينځ ژور اختلافونه له ورايه بريښدل . له بل لورې د ولسى جرګې مشر يونس قانونى پرون وويل ،چې ځينې موسسات د پارلمان په چارو کې مداخله کوى ،ان تردې پورې چې ځينې استازو ته د مرګ ګواښونه شوى دى ، ده د دغه موِضوع د جزياتو له ويلو څخه ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې ډير ژر به پرې بحث وکړى .د ولسى جرګې غړې ميرمن مبارز بيا د ولسى جرګې مديريت کمزورى وباله او دپارلمان د مشرتابه دجدى چلند غوښتنه يې درلوده . دولسى جرګې يوې بلې غړې قدريې يزدان پرست پرته له دې چې دهېوادونو او موسساتو نومونه واخلى وويل چې د سيمې او ګاونډى هېوادونه او ځينې موسسات په پارلمان کې د خپلو ګټو دتامين په موخه مداخله کوى اويو اړخيزه عمل کوى . د ولسى جرګې بل غړى رمضان بشردوست بيا وايې چې پارلمان د افغانستان دواقعيتونو ښکارندوى نه دى . دى د ملى شورا دمشرتابه اوغړو دمياشتنى تنخواسره توافق نه لري او وايې چې لومړۍ بايد د غربى او جنګى شاهزاده ګاتو او بهرنيو سلاکارنو تنخوا راټيټه شى او وروسته وکيلان خپلو ځانو ته داسې تنخوا وټاکى چې د افغانى ټولنې د شرايطو سره سمون ولري ،ځکه د خلکو استازى بايد د خلکوهينداره وى .مګر يو شمير نور بيا د بشردوست له خبرو سره هم غږى نه دى اواو سنۍ تنخواې کمې بولى . د ولسى جرګې يو بل غړۍ داکتر کبير رنجبر په دې عقيده دى چې د پارلمان ٩٠ فيصده غړى تنخوا ته اړتيا نه لري اودغه پيسې بايدد يتيم خانو او اړو کسانو په پته واستول شي .رنجبر ديوې معقولې تنخوا پلوى دى او وايې چې دتنخوا کموالۍ به د استازو په مينځ کې فساد ډير کړى . د ملى شورا دموقتې دارلانشا مشر لودين وايى په مياشتنۍ تنخوا کې د هروکيل دکور کرايه ،د ټلفون،خوراک او دموټر د تيلو لګښت او خرڅه هم په پام کې نيول شوې ده . دې داډول خوږو او ترخو خبرونو ترڅنګ دوکيلانوتر غوږو پورې د خوښۍ يو شمير نور په زړه پورې خبرونه هم رسيږى هغه داچې ملګرو ملتونو د وکيلان له پاره د ( سيل) برنامه او پروګرام لرى چې د هغې له مخې به يوشمير وکيلان د نړۍ له پارلمانو څخه ليدنه وکړى او د همدغه پروګرام له مخې به وکيلانو ته دانګريزى ژبې او کمپيوتر د زده کړې کورسونه هم جوړشى . له دې سره سم د بشرى حقونو دخپلواک کميسيون مشرې سيما ثمر يو ځل بياپه ملى شورا کې د يو شمير جګړه مارانو او دبشري حقونو دسرغړونکو په شتون باندې د خپلو پخوانيو نيوکو ياد تازه کړ او زياته يې کړه چې دټاکنودقانون دنشتوالې او مکانيزم له امله دا ډول کسانو ملى شورا ته لار پيدا کړه او دوى به د جرم د تثبيت په وخت کې خلاص والۍ ونه لري . سيماثمر د يو شمير واليانو او د دولت په نورڅوکيو کې دبشرى حقونو د سرغړونکود شتون خبره هم وکړه .