لیکوال: قاسم علي شاه
ژباړن: عطاءالله خان حیران
هغه له تجسسه ډک و دهغه په الفاظو کې شدت او په ویلو کې یې تیزي موجوده وه د لږ ځنډ وروسته یې رانه عجیب او غریب سوال وکړ په بېړه یې رانه وپوښتل ښاغلیه! تاسې څه کول غواړئ؟ ورته مې وویل بس ژوند دی تېروم یې داسې څه خاص کار خو نه کوم هغه رانه بیا په بېړه و پوښتل نا ښاغلیه داسې هم نه ده یوڅه خو کوې کله کله تاسې په خپلو ل لیکنو کې د پرمختګ او بریالیتوبونو د رازونه بیانوئ، کله کله اخلاق په یوه نوې بڼه بیانوئ، بیا ځینې وخت خلک د تقدیرجوړونې پرپرېکړو ته اړباسئ دا ټول تاسې ولې او دڅه لپاره لیکئ؟ ما دهغه خبرې ورغوڅې کړې او له هغه نه مې وپوښتل تاسې ترما څنګه راغلئ په داسې حال کې چې تاسې زما له شاګردانو څخه هم نه یاست؟ هغه راته په بېړه ځواب راکړ راته یې وویل ښاغلیه ستاسې دلیکنو لوستلو تر تاسې در ورسولم زه رښتیاهم ستاسې له شاګردانو څخه نه یم ځکه چې زه په یو بل پوهنتون کې زدکړې کوم هلته ستاسې له یوه شاګرد څخه مې ستاد یوې لیکنې کاپي واخسته ماچې ستا مقاله ولوسته خدای شته ډېره اغیزه یې راباندې وکړه زړه مې وغوښتل چې له تاسې سره له نيژدې نه وګورم، ورته مې وویل دغه خبرې او رازونه خو ما ستاسې لپاره په دغه لکینه کې ځای په ځای کړې وې چې تاسې ورنه په خپل ژوند کې ګټه پورته کړئ، هغه په لیونې انداز راته وویل، ښاغلیه په دغو ډول خبرو باندې زموږ قوم ته به څومره ګټه ورسېږي فکر نه کوئ دلته هرڅه سرچپه روان دي دلته خو یوه قوي انقلاب ته اړتیا ده یواځې دانقلاب له لارې شونې ده چې دا هرڅه سم شي، د ځوان دلیل ډېر واضح او له جذباتو نه ډک و لومړی مې لږ شان دمه واخسته او خپل فکر مې ټول د ځوان د ناهيلۍ د لرې کولو لورته واړاوه لومړی مې غوښتل چې په بېړه ځواب ورکړم ځکه چې ماغوښتل دهغه ځوان دماغ پروینځم ما هم خپله چوپتیا ماته کړه او ورته مې وویل ګرانه ویل کېږي چې یوه ورځ په ځنګه کې اور لګيدلی و او ټول ځناور د اور له وېرې په ځنګله نه په منډه ول د ځنګله د یوې ونې په خاښ یوه مرغۍ ناسته وه چې ولیده ځنګله اور اخستی دی نو په بېړه ولوته اود ځنګله سره نیژدې یوچینې نه یې په ټونګه کې اوبه راوخستې او د ځنګله د اور د پاسه یې توې کړې هغې دغه کار په څوځلې تکرار کړ په دغه وخت کې د ځنګله بادشاه زمري هغه ولیده چې په موښکه کې اوبه راوړي او داور لپاسه یې اچوي چې اور مړ کړي نو زمري مرغۍ ته وویل اې مرغۍ ستا دا دوه څاڅکو اوبوباندې دا اور کله مري مرغۍ ورته په ځواب کې وویل بادشاصاحب ستاپوښته ( ستادوه څاڅکو اوبو باندې دا اور کله مري ) دومره مهمه نه ده بلکې د ټولو کیناتو د خالق هغه پوښتنه چې په هغې دونیایې کې یې له مانه کوي چې اې مرغۍ کله چې ځنګله اور اخستی وتا ددغه اور د وژلو لپاره څه وکړل نو اوس به خپل رب ته په ډېر ادب سره دا ووایم چې اې د ټولو کایناتو خاونده کله چې ځنګله اور اخستی و ما د هغه اور د وژلو لپاره تر خپلې وسې وسې په خپله موښکله کې او به راوړې او د اور دپاسه مې واچولې نو په دې خبرې به له مانه خپل مالک خوښ شې او راته به ووایي، چې اې مرغۍ ته ورځه زه له تاخوښ یم
نو ګرانه زه هم دهغې مرغۍ غوندې خپله وسه کوم نو که داخرت په ورځ رانه پوښتنه کېږي چې تاته مې قلم درکړی و او د لوستلو لیکلو توان مې درکړی و او ته مې ددې وړ کړې چې خپل فکر تر نورو ورسوې نوراته ووایه تاپه دې برخه کې څه کړي دي؟ نو زه به ورته خپلې نیمګړې هڅې بیان کړم چې ما هم دهغې مرغۍ په څېر تر خپلې وسې کوښښ کړی دی نو زه پردې ډاډ من یم چې زموږ رب غفور او رحیم دی هغه به زما سوال دهغې مرغۍ په څېر قبول او منظور کړي.
ګرانه خبره د بیللو او ګټلو نه ده، خبره یوازې د قبلولوده که خدای د مرغۍ بچي ته همت ورکړي نو هغه د باز سترګې هم څيرلی شي که هغه وغواړي د یو لوی بینا انسان بینایي اخستلی شي .
د ټو لو کایناتو خاوند کولی شي چې دیوه کمزوري ماشي پرمټ د یو قوي بادشاه نمرود ژوند واخلي.
که د ټولو کایناتو خاوند د یوه غڼې د جال په مرسته د خپل خوږ محبوب حضرت محمد( ص) ژوند وژغورلی شي نو د یوه متکبر عبادت کونکي عبادت قبول نه کړي او د يوه عاجز ګنهګار د عاجزۍ او ندامت دوه څاڅکې اوښکې خوښې شي او ویې بښي.
(( ایماندار سوادګر به دا خیرت په ورځ د شهیدانو، صادقو او انبیاء و په ډله کې ودرېږي)) ( نبیوي حدیث).
نوګرانه چاته معلومه ده که چېرته زما دغه وړه هڅه د یوچاپه ګټه شي او یو ایماندار سواداګر ترېنه جوړشي کله چې هغه د هغو مبارکو خلکو په ډله کې ودرېږي نو هغه به خپل رب ته ووایي چې (( اې خدایه زما ددغې ایماندرۍ سبب ددغه شخص لیکنې وې نو اې خدایه هغه هم له موږ سره په دغه ډله کې يوځای کړه )) او کېدای شي همغه وخت ماته ددې هڅې اجر ورسېږي دا خبره دومره مهمه نه ده چې دکوم عمل سمدستي پایله څه ده او هغه څومره مشهورېږي مهمه داده چې هغه کړنې په کوم نیت شوې وې که نیت دې ښه وي نو خدای ج له عمل نه وړاندې د انسان نیت ته ګوري له هغې نه ورسته ورته اجر ورکوي.
نن که زموږ هېواد په بحران کې دی نو ګورو به چې څوک خپل هېواد له بحران څخه دوېستلو په برخه کې څومره خپله ونډه اخلي که څوک یوازې دخپل هېواد لپاره لاسونه لپه کړي په دغې سره هم دخپله برخه ادا کړه دغه خدمت د لیکنو له لارې هم کېدای شي او دویناو له لارې هم د الله رسول دعا وکړه چې (( اې خدایه هغه څوک چې زما خبر ې اورې او نوروته یې رسوي اباد او سرلوړي یې لرې))
نو پردې اساس د ښو خبرو بیانول او یانوروته رسول هم عبادت دی.
نو پردې اساس د ناهيلۍ او د ناامیدۍ په وړاندې امید ساتل هم په دنیا کې دخپلې برخې د اداکولو په مطرادفو کې راځي ناهيلي خو هسې هم کفردی نو ګرانه څومره دې چې وس رسي ورنه لرې وسه .
د لوی الله ج لپاره ،دهغه دخوږ نبي لپاره، ددې هېواد لپاره او دخپل راتلونکي نسل د خوشحالۍ او دښه ولي لپاره ته هم تر خپلې وسې هڅه وکړه که نور هېڅ دې له وسې نه وي پوره که ته یوازې د خپل هېوادوالو درد هم محسوس کړې او یا د هغو په درد دوه څاڅکې اوښکې توې کړې نو کېدای شي چې همدغه ستا د بښنې سبب ورګرځي او بل خپله برخه به دې هم اخستې وي.