اوس دې توبه نه قبليږي !!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49499
ضياالرحمن حبيب سپين غر
دخبریدو نیټه : 2012-05-25


هغه ته هغه د چا خبره دپلرونو څخه دنشه يي توکوقاچاق کاروبار په ميراث پاتې وو.
که موږ او تاسې فکر وکړو دا کار ډېره زړورتيا،هوښيارتيااو چالاکي غواړي چې هغه هم په همدغه کارونو کې هغه دچا خبره په تول پوره او له چا څخه کم نه وو،هغه په دې کاروبار کې څوځل نيول شوى او بندي شوى هم ووخو دا چې ډېرې پراخه پېژندنې او اړيکې يې درلودې نو ديو څو ورځو بند څخه وروسته به بېرته ازادشو،ده څو ځل زړه ښه کړ چې چېرته بل کارکسب پېل کړي خودا چې په ډېرو پيسې عادت شوى وو نو ځکه يې بل کارکسب ته زړه نه کېده او له دې کاروبار څخه يې يو ډول خوند هم اخسته نو پرېښودل يې ورته بيخي ناشوني وو.
 په دې وروستيو کې په هېواد کې دګاونډيو هېوادونو لاسونه دبل وخت په پرتله زياته شوې وه ،دغه ګاونډيو په دې برخه کې دنورو نوښتونو ترڅنګ په دې نوښت پرېکړه کړې وه چې بايد دا ګاونډي هېواددهمدې خپلو خلکو په مټ له منځه ولاړ شي،دوې په دې برخه کې تر ډېره بريالي شوي هم وو.
 هغه چې دا ځل ښۀ ډېر نشه يي توکي په ډېر مهارت بار کړي ووچې ارزښت لکونو ډالرو ته رسېده ،لا يې په ګاونډي هېواد کې ټاکل شوي ځاى ته نه وو رسولي چې دهماغه هېواد پوليسو له خوا ونيول شو ،د څو ورځوتېرېدو په ترڅ کې يې دوستانو ډېر کوښښ وکړ خو په خلاصون يې ونه توانيدل.
 اونۍ وروسته دهماغه هېواد څارګرې ادارې داسې پرېکړه وکړه چې نيول شوي قاچاق وړونکي ته بايد ډېرې پېسې ورکړل شي څو په خپل هېواد کې ټولګټي ځايونه پري ړنګ کړي او که دا ونه منله نو بيا دې په دار وځړول شي .
 هغه يې راوغوښت او ورته يې دا پرېکړه ورمخې ته کړه!!!
هغه چې دحرص او مرګ وېرې پرې وزرونه راخپاره کړي وو نو ځکه يې دهغوۍ لومړنۍ پرېکړې ته غاړه کېښوده .
 څارګرې ادارې له څو ازموينو وروسته چې په هغه يې ښه باور پوخ شو نو يې له ډېرو پېسواو امکاناتو سره دهغه په خپل هېواد کې نورو ورته جاسوسانو ته وروپيژانده او ده ورسره هم په ښه اخلاص دنده پېل کړه .
 دڅو مياشتو په تېرېدو په ترڅ کې يې دګاونډي هېواد جاسوسانو په مټ څو ښوونځي ،پلونه او داسې نور ټولګټي ځايونه دچاودنو په کولو له منځه ويوړل چې ده ته په دې ډول کارونو کولو سره دومره پېسې ورکړل شوې چې که ده څو کاله هماغه دقاچاقو کاروبار کړى واى نو نه يې شوې تر لاسه کولاى دى په دې کارونو ډېر خوښ ووځکه هغې يوازې پېسې پېژندې هغې دهېواداو يا له هېوادوالو سره مينه نه پېژنده .
 يوه ورځ هغه دخپلو جاسوسو ملګرو سره په يو ډېر قيمتي موټر کې سپور وچې دشاه له لورې يو موټر ددوې څارلو په موخه ورروان وو،دوې پوه شول چې اوس نو بايد وتښتو نو ځکه يې موټر چټک کړ ،په دغه وخت کې باران هم پېل شو ،دوې ډېرې وېرې ځکه اخستي وو چې په همدغه وخت کې له دوسې سره دجاسوسۍ وسايل هم وو او بل خو ا باران دوې ته لاره خڼډينه کړې وه خو بل لوري ته يې باران بخت يو څه ښه کړى ځکه وو چې ددوې له تېښتې سره سم دشاه لورې څارونکي موټر له لوري پرې ډزې هم وشوي خو څه اغېزه يې پرې ځکه ونه کړه چې پر دوې ونه لګېدې.
 په هغه او ملګرو يې دمرګ څپه خپره وه په ډېرې وارخطايي سره يو داسې ځاى ته ورسېدل چې يو لوى خوړ وو او دپاسه پرې ويجاړ شوى پل وو دغه پل جوړ وو خو ددوې له خوا څو ورځې وړاندې ړنګ شوى وو،په دغه مهال خوړ له اوبو هم ډک راروان وو ،دوې چې ډېرې وېرې ړانده کړي وو همداسې په ويجاړ پل ورغلل او له غورځېدو وروسته په اوبو کې ډوب شول ،هغوۍ په مرګونو حالت کې ډېرې بې ځايه هڅې وکړي خو ګټه يې ونه کړه اخر يې په توبو او له الله څخه په بخښنې غوښتلو پېل وکړ خو اوس دغه هرڅه بي وخته او بې ځايه وواوس نو يې توبه دقبلېدو نه وه نو ځکه له پنډ پنډ ګناهونو او ازارونو سره دمرګ کندې ته ورولوېدل.