واده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49738
محمدامین بسمل
دخبریدو نیټه : 2012-06-09

سهاروختي مې  دلوګر ولایت  په  لوري حرکت  وکړ موټر مې خپل و.
 سالنګ  ته  چې  راورسېدم  د خدای پاک کارونه  دي  هلته  دا لویه  لاربنده وه .
 یوه نیمه  ورځ وروسته  له یو دردوونکي  انتظاره بیا د خپل هـدف  په  لور  وخوځېدم .
 دلارې  په اوږدوکې مې  د ذهن  په تخته  دخپل نازولي  دوست  دواده مېـله  توده توده انځوروله .
 دکابل له چهار چارپېرو او ښکلو  غرونو داسې تند ورواوښتم لکه  غرڅه  خو بیاهم سالنګ  ځنډولی وم .
دسجاوندکلي  ته  تقریبأ سپېده چاود ور  ورسېدم  که  ګورم  کلی مې  له  ځمکې سره  هموار و لید د یوڅو وزو او یوې غوا د رېږدېدلي حالت په لیدوسره غرېوترمرۍ ونیوم د ناوکۍ اونازولي  دوست لپاره مې راوړي  سوغاتونه په ځمکه وویشتل په بیړه بیړه مې له خاوروشهیدان  راایستل داوسوغات دسوله ماتوپه غبرګولي میاشت کې.
 داوسوغات دسوله ماتوپه غبرګولي میاشت کې