دجاويداونعيم دپوښتني جواب :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49784
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-06-11

فتوی نمبر (۲۶۳) . 

مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي : جاويد کنادا
جليل القدره عالم علامه ابوالفضل صاحب!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.    ستاسودښه صحت اوپه خپلوچاروکښي دبرياوو په هيله.
زماپوښتنه داده :
چي په يوه حديث شريف کښي راغلي دي چي قيامت ترهغه پوري نه قائميږي چي دحجازله مځکي څخه داسي اورراووزي چي په «بصری» کښي بې داوښانوپرغاړوباندي روڼايي ولويږي، پوښتنه مي داده چي دغه اوربه څه وخت پيداکيږي اوايادابه هغه اوروي چي خلګ به له مشرق څخه ومغرب ته ورټولوي اوکه څنګه.

الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه دغه حديث متفق عليه حديث دئ ، بخاري اومسلم يې دواړو روايت کړئ دئ ، اوپه مشکوة شريف کښي يې په «اشراط الساعة» کښي راوړئ دئ.
دغه اورهغه اورنه دئ چي خلګ به له مشرق څخه ومغرب ته راټولوي کوم چي داخرت له غټوعلاموڅخه دئ ، بلکي دغه اور په «۶۵۰» هجري سنه کښي پيداسوئ دئ .
داحاديثوځينوشارحينو داواقعه په دې ډول بيان کړېده چي : دجمادي الثاني په مياشت کښي په «۶۵۰» هجري کښي دجمعې په ورځ دغه جهان حيرانونکئ اورپه حجازکښي کوم چي دمدېنې منورې په لوريې ډېرزوروو پيداسوئ دئ،او وکوم غره ته چي بې تاؤ رسېدئ نوهغه بې د موم په شان وِيْلِي کړ.
دوولس ورځي دغه اوردوام درلودئ.
په «ر جب/۲۷/یکشنبه» کښي دغه اوردحجازله علاقې څخه لیري کړسو ، ودغه اورته چي  به کتل کېدل نوداسي به معلومېدله چي سره اوشنه دريابونه ورڅخه رابهيږي ، دلمراوسپوږمئ روښنايي يې تقريبابې حاجته کړه ، خلګوبه دشپې ددغه اورپه رڼاکښي کارکاوه .
دمدېنې منورې خلګ ټول نراوښځي ددغه اورله ترسه څخه دنبي «صلي الله تعالی عليه وسلم » پرشااوخوا سره راټول وه اوالله «جل جلاله» ته بې چغاري وهلې ، چي اخيرالله پاک دغه اور له مدېنې منورې څخه دشمال په لورچپ کړ .
دمکې مکرمې ځينوخلګوپه هغه وخت کښي داشاهدي اداکړه چي دوۍ په يمامه اوبصری کښي ددغه اوررڼاولېدله .[مظاهرحق/ج۹ص۲۸].
والسلام ومن الله التوفيق .

فتوی نمبر (۲۶۴ ).
مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

 

مستفتي : محمدنعيم .جلال اباد
وسترعلمي اوروحاني استاذعلامه ابوالفضل صاحب! ته سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم السلام عليکم .
خداي دي وکړي چي داسلسله دوام پيداکړي اودمسلمانانومشکلات الله پاک ستاسوپه وجه  حل کړي.
زماپوښتنه داده چي دتقارب دزمانې مطلب څه دئ ، موږله علماوو څخه اورېدلي دي چي په اخيروقت کښي به زمانه اووخت ژر ژر تېريږي ايادلمراوداسمان يادځمکي په حرکت کښي به تيزي پيداسي اوکه څنګه ؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه وروره ! په يوه حديث کښي چي ترمذي يې له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روايت کړئ دئ ، داسي مضمون راغلئ دئ چي په اخيره زمانه کښي به کال دونه ژر تېرېږي لکه څنګه چي اوس مياشت تيريږي ، اومياشت به دونه ژرتيريږي لکه اوس چي هفته تيريږي ، اوپوره هفته به داسي تيريږي لکه ورځ ، او ورځ به داسي ژر تيريږي لکه يوساعت ، اوساعت به داسي ژر تيريږي لکه څنګه چي اوريوه شعله وکړي اوبيرته ختمه سي .
محدثينوددې مطلب په دې ډول بيان کړئ دئ چي مراد دادئ چي برکت به له وختوڅخه ټول سي ، په دې ډول چي مخکي چي به چايوکار په يوه ساعت کښي کاوه نوپه هغه وخت کښي به هغه کار په پوره ورځ کښي وسرته رسولائ سي ، اوچي کوم کاربه په ورځ کښي خلګوکاوه نوپه هغه ورځ کښي هغه خلګ په پوره هفته کښي پائ ته رسوي ، اوچي په پوره هفته کښي به کوم کارخلګوسرته رساوه نوپه هغه وخت کښي به هغه کار په مياشت کښي کيږي ، اودمياشتي کاربه په بسته کال کښي خلګ سرته رسولائ سي .
 تاسي داسلام دتېروزمريانوپه تاريخ کښي وګوري داسي علماء تير سويدي لکه امام بيهقي چي زر تصنيفونه يې کړيدي ددوۍ پرټول عمريوازي ددوۍ تصنيفونه ډېر وي ، هغه تلاوتونه،نفلونه چي دوۍ به کول ، خلګوته بې درسونه کول خولاهلته پرېږده.
ددې ټولوملاحظه چي وسي نوپه اوس زمانه کښي خلګ حيران ورته پاته کيږي.

اوخينو محدثينوويلي دي چي دغه وخت به دحضرت عيسی اوامام مهدي (عليهماالسلام) په زمانه کښي راځي .

¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوزه له دې قوله سره موافق نه يم بلکي له ډېره وخته څخه دغه حديث مصداق پيداکړئ دئ چي دغه زموږموجوده زمانه خويي بيخي بلاشک وشبهه مصداق ده .[شرح مشکوة/اشراط الساعة/ص۳۰].