فتوی نمبر (۲۶۵ .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي:ډاکټرجميل/ کندهار/افغانستان.
ومحترم استاذعلامه صاحب ته اول سلامونه وړاندي کوم وروسته له سلامه زه پوښتنه لرم په دې ډول چي زموږ دنبي (صلي الله تعالی عليه وسلم ) امت دقيامت په ورځ له نورو امتوکوم کوم ړومبيتوب لري؟؟ ستاسودصحت په هيله؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه وروره ! دمحمدي امت اخروي ړومبيتونه ټول والله پاک ته معلوم دي خويوڅوبه زه درته ذکرکړم :
علامه مناوي (رحمه الله) په «فيض القديرشرح جامع الصغير/ج۱/ص۵۳» کښي دابن قيم (رحمه الله) په حواله په دې اړه څه بيان ذکرکړئ دئ چي پخوړ يې دادئ چي :
دمحمدي امت اول ړومبيتوب پرنورو امتوباندي دادئ چي دقيامت په ورځ به ترنورو ټولو امتوله مخه مـــــحمـــــدي امت له قبرو څخه ژوندي راپورته کيږي .
اودوهم ړومبيتوب يې دادئ چي مـــــحمـــــدي امت به ترټولوله مخه دحشرګاه دورځي وفيصلې ته وروړاندي کيږي .
اودريم ړومبيتوب يې دادئ چي تر ټولوامتوله مخه به محمدي امت پرپل صراط باندي تيريږي.
اوڅلورم ړومبيتوب يې دادئ چي دټولوامتوبه مخه دوۍ وجنتوته داخليږي.
والسلام ومن الله التوفيق