هارون چه د ماښام ډوډۍ دخپل مور او پلار سره یوځای وخوړه نو څوڅوواره یی مورته وویل (موری سهار ته می وختی له خوته راپاڅوه چه کورنۍ وظیفه می لیکمه ) هغه په خپله بستره کی په همدی خیال ویده شو . هغه ته ښوونکی ویلی وو چه هر چا خپله کورنۍ وظیفه ښکلی لیکلی وه نو ډیری لمبری به ورکړم او نوم به یی هم په کتابچه کی ولیکم چه بیا به په ازموینه کی ورسره مرسته وکړم .
سهارچه دهارون مور او پلار لمونځ ادا کړنو پلار یی دهارون بستری ته نړدی ورغی چه له خوبه یی راویښ کړی خومور یی ورته وویل (اوس یی مه راویښوه ډیر وختی دی پریړده چه خوب یی پوره شی ) هغه خپلې ښځی ته وکتل اوورته یی وویل ( تاته خویی بیګاه ویلی وو چه ما به وختی پاڅوې؟) ښځی یی ځواب ورکړ ( هو زما په یاد دی خو ماشوم دی پریږده چه لږارام وکړی زه یی بیا راویښوم ) دوی دواړوهمداخبرې کولی چه هارون سترګی وغړولې هغه په خپله بستره کی ستومانی وویستله اومورته یی مخ واړاوه( مورجانی لکه چه راباندی ناوخته شو ،مورې تاته خوما ) موریی دخپل نازولی ځوی خبری پری کړی او په ډیره مینه ناکه لهجه یی خپل دزړه قطرې ته داسی وویل ( موردی درته لوګې شی ناوخته نه دی ماویل پریږه چه خوب دی پوره شی اوس نو ورشه اوبه می درته په تشناب کی ایښی دی خپل مخ اولاس دی ومینځه ) هارون دمعمول سره سم خپل مخ اولاس پریولل اودالمارۍ څخه یی سیپاره راواخستله او جومات ته ولاړهغه لږه شیبه پس بیرته په ډیره چابکۍ سره کورته راغی ، دهارون موردهغه دښوونځی کالی ورته تیارکړی وو اوپه بکسه کی یی ورته لږه وچه ډوډۍ هم کیښوده چه هلته به یی په ښوونځی کی بیا دتفریح په وخت کی وخوری . هغه په ډیره بیړه له جومات څخه راغی او دخپلی کورنۍ وظیفی کتابجه یی راواخستله هغه لاپرون دکتابچی په څنډوباندی په خپلوتنکیوګوتوخپل دنظر وړ معصومانه او ماشومانه انځورونه ددی لپاره کښلی وو چه ښوونکې ورته ښی ډیری لمبرې ورکړی . دهارون پلار خپل ځوی ته په ځیر ځیر کتل اووروسته یی تری وپوښتل (زوی جانه کورنۍ وظیفه دڅه په باره کی درته ویلې ده؟) هارون هارون له کتابچی څخه سر راپورته کړ اوپلارته یی وخندل ( پلاره ډیره اسانه ده خو زه کوښښ کوم چه ډیره یی ولیکم ) پلار یی موسکې شواوبیا یی تری وپوښتل ( زوی جانه دڅه په باره کی ده چه اسانه ده ؟) هغه په خندا خپل پلار ته سر راپورته کړ او ورته یی وویل ( پلاره!دسولی په باره کی ده ) هارون بیا خپل سر په کتابچی ورټیټ کړاوپه خپلوتنکیوګوتو یی قلم په لاس کی نیولی وو او لیکل یی شروع کړل هغه به چه څه لیکل نوپه خوله به یی په زوره اوپه لوړآوازسره تکرارول .دهغه دمقالی څو جملی داسی لیکل شوی وې . مونږسوله غواړوسوله زمونږ وطن ته ترقی او آبادی راولی، که سوله نه وی نومونږ زدکړه نه شو کولای کله چه یی خپله کورنۍ وظیفه ولیکله نو مور یی ورته دچای پیاله ډکه کړه او هغه چای په ډیره وارخطایی سره وچښه موراوپلاریی ورته په په ځیر ځیر کتل پلار به یی دخپل ځوی دماشومتوب دوره په خپلو خیالونو کی داسی انځوروله چه هارون به ښوونځی پای ته ورسوی بیا به دکانکورازموینه ورکړی او دانجینرۍ پوهنځی به ووایی او یو ښه اوتکړه انجینربه ورڅخه جوړ شی موریی هم دخپل ځوی دراتلوننی په باب رنګ په رنګ فکرونه کول اودخپل ذهن په هنداره کی یی هررازانځورونه جوړول .
هارون دښوونځی ښکلی جامی په تن کړی له خپل مور او پلار څخه یی په ډیرادب اجازه واخستله اوله کوره رخصت شو دلاری په اوږدو کی ورسره نور دښوونځې ملګرې یوځای شول او دخپل ښوونځې خواته روان وو چه دسولی او انسانیت اواسلامیت دښمنانو یوه زړه بوګنونکی چاودنه تر سره کړ اوددغه معصومو او بی ګناه ماشومانو غوښی یی په سرک وشیندلی کتابونه اوبکسی یی ورته په وینوولړلی اودغه تنکی ماشومان چه هارون هم په دی ډله کی وو له خواږه ژونده محروم کړل ددوی کتابونه په وینو ککړ په سرک پاڼی پاڼی پراته وو. اودښوونځی ماشومان دسولی په ارمان په درانه خوب ویده شول .