موریې چې په ښي لاس ټپي وه، دخپل ۹ کلن ماشوم سرته ولاړه وه، د نورو ښځو برعکس نه یې ژړل رنګ یې ژیړ او شونډې یې وچې وې،خو په وار وار یې دغه خبره له خولې وتله چې د زوی په مرګ نه یم خپه ،خپه په دې یم چې سهار یې بورې ته دومره وژړل چې ښوونځي ته له تګ څخه هم پاتې شو.
دغه عمراخان کیسه ده ،چې د چنګاښ په ۲۱مه،دلوګر مرکز اړوند د باري په کلي کې دپولیسو په ډزو کې په شهادت ورسېد او موریې ټپي شوه.
عمراخان پلار انځر نومیږي او په کلي کې بزګري دی ،هغه چې پیدا دی مزدوري کوي،چېرته یې په ژوند کې ښه ورځ او ډک دستراخوان ونه لېد.
مور یې په هدیره کې په لوړ اواز نارې کړې که چېرې مې په کورکې بوره وايي زوي ته به مې ورکړې وه اوښوونځي ته به تللی او اوس به نه مړکېده.
هغې چې زیات یې ژړلي وو غږ یې هم خپ شوو ویل یې چې ۲ میاشتې کیږی چې کور کې بوره خلاص شوې موږ تریخ چای خورو،یواځې دهلک پلار له ماشومانو پټه دومره بوره راوړې چې خپل زړې مور اوپلار ته یې د سهار له خوا په چایو کې ورکړي.
که چې خلک له هدیرې رخصت شول،نو د انځر کورته دلاس پورته کولو اودوعا لپاره ولاړل،له دوعا څخه وروسته خلکو له انځر نه پوښتنه کوله چې داپېښه څه ډول رامنځ ته شوه.
هغه چې دا یې په ژوند کې د ماشومانو لومړی غم و په ژړغوني غږ یې ویل چې کورمې دغونډۍ پرسر دپولیسو امنیتي پوستې ته مخامخ پروت دی .
هغه زیاته کړه کله چې په سیمه کې یو وړوکی ډز هم وشي، معلوم نه وی چې چېرته د چا له خوا په چاباندې وشو،نودټولنې خدمتګاران په پوسته کې ولاړه دهشکه زموږ په کورنو راسمه کړي او هرچېرې چې انسان ویني نو نه یې پریږدي.
انځرزیاته کړه سهار بازار ته ولاړ چې یو څه سودا کورته راوړم،ماشومانو مې له کډې سره په پټیو کې درځې ۱۰ بجې د پیازو خشاوه کوله چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
هغه چې په ستوني کې له زیاته وخت ژړا بنده کړې وه ،یو دم یی په لوړ اواز په ژړا کې وویل د خدای لپاره د ښځو او وسلوالو ترمنځ خو دې توپیر وکړی،اخیر موږ انسانان نه یو،چېرته ولاړ شوو،ولې بچیان اوښځې راته وژني ،څه شپه خو نه وه ،ویشتونکي خو ړانده هم نه ووچې دښځو او طالبانو ترمنځ فرق نه شي کولای.