ښځه ناهیلی او په دی پوه شوه چی که یی خاوند نور هم ټینګ کړی نو کیدای شی چی منفی برخورد وکړی. ځکه یی خبره نوره ترخاشو لاندی کړه.
سره ددی چی د اکرم دمورخوښه نه وه چی یوازینی زوی یی ترینه مسافرشی ولی په هیڅ ډول یی نه غوښتل چی خپل یوازینی زوی نا هیلی کړی. دوه متضاد فکرونه د اکرم دمور په سرکی یو دبل سره په خورا سخته جګړه بوخت وه، هریوه یی تلاښ کاوه ترڅو غالب شی، خوداسی معلومیده چی داکرم هیلی غالبی وی.
په دی منځ کی څو ورځي تیری شوی، اوسره ددی چی اکرم به هره ورځ د مورنه تپوس کاوه، خو مور، په دی خاطر چی نه یی غوښتل زوی خفه کړی، و زوی ته د زړه حال نه وایه.
بله ورځ اکرم مور راټینګه کړه او ورته یی داسی وویل:
مور، ایا ته می پلارته وایی او کنه، او که وایی نو څه وخت به ورته ووایی؟
مور یی نوره د تښتی لاره نه لرل او مجبوره وه چی د پلار پیام و زوی ته ورسوی. داسی یی وویل، هو زویه ستا پلارته می وویل خو دهغه خوښه نه ده او وایی چی (څه دی کول چی پلار اونیکه دی کول).
اکرم: ولی یی خوښه نه ده، ایا تاسو نه غواړی ترڅو، زه خپل خوبونه چی دکلو راهیسی یی وینم، رښتیا کړم؟
مور: زویه په دی خبری پسی مه ګرځه، ته زموږ یوازینی زوی یی او که خدا نخواسته څه درباندی وشی نوبیا به موږ څه خاوری په سرکړو؟
اکرم: مور، داته څه خبری کوی، ایا تاسو په خدای باور نلری، او که یی لری نوبیا هغه څه به خامخا کیږی چی زما په تقدیر کی لیکل شویدی او هغه دلته هم کیدای شی. اکرم زیاته یی کړه: مور، ترڅوبه تاسو ما لکه تاویز په غاړه ګرځوی، یوه ورځ به زه هم ستاسو په څير دیو بل چا مسؤلیت په غاړه اخلم. دا نړی او دا دنړی قانون دی. دا د ژوند قافله ده چی روانه ده او هيڅکله هم نه تم کیږی، دا زموږ دخوشحالی او خپګان پروا نه ساتی. وګوره نیکه می نن څه شو؟ څومره ماته ګران ؤ، خو نور زموږ سره نشته. او دا کاروان به همداسی روان وی. زه اوس په دی پوه یم چی څرنګه دخپل راتلونکی لپاره تصمیم ونیسم. خو که تاسی زما د تصمیم سره مخالف یاست ، نوبیا زه نه غواړم تاسو خفه کړم، او ستاسو وهر تصمیم ته به خامخا درناوی کوم، خو زه نه غواړم چی په راتلونکی کی پښیمانی وکړم او هغه هم په داسی وخت کی چی هرڅه زما دلاسه وتی وی.
د اکرم مور داسی د اکرم د پخو خبرو تر اغیزی لاندی راغلی وه، چی حکه حیرانه پاته وه او نه پوهیدل چی ایا د زوی د غوښتنو ملاتړ وکړی او که د خاوند. زړه نازړه وه. یوځل به یی فکرکاوه چی باید زوی ته اجازه ورکړی، ترڅو خپل زدکړو ته دوام ورکړی خو د بل لوری یی اکرم یوه دانه زوی ؤ او نه یی غوښتل چی دځان، نه یی لیری او مسافر کړی. رښتیا خبره خو داوه چی د اکرم مور دخپل زوی د قوی دلایلو دپاره ځواب هم لاره.
د اکرم مور: زوی ته یی وویل: زوی جانه زه په تا ویاړم، پریږده تراوسه خو لا څه کم کال پاته دی. خد ای ج خو مهربانه دی. زه سر د اوس نه ستا د هیلو ملګری یم او کوښښ به وکړم تر څوزما دزوی هیلی ناکامه نه شی. اکرم چی د مور دا خبری واوریدی و غوړید، مور یی په غیږ کی را ټینګه کړه او پر دواړو غومبرو یی مچو کړه او بیا وویل: موری تادی خدای زما له سره نه کموی! ته دی ژوندی یی، اوبیا یی خپل پټو ټک واهه او د مازدیګر دلمانځه په نیت دکوره ووت.
د اکرم مور سره ددی چی تصمیم یی نیولی ؤ چی دخپل زوی د تصمیم شاته ودریږی، خو بیا یی هم زړه نه سو ښه کولای تر څو اکرم ترینه لیری شی، مور وه کنه! پسله ډیرو سوچونو او فکرونو، د اکرم مور تصمیم ونیو تر څو داځل یی د خاوند سره جدی خبری وکړی. او دخپل زوی د هیلو په پوره کولو کی دخپل زوی سره کمک وکړ، خو په دی ډاډه وه چی دا کارخوراسخت دی.
اکرم د یوه طرفه د پلار کوټلی ځواب نا هیلی کړیؤ، خو د بل پلوه د مور امیدواری د هغه په زړه کی نوی هیلی ژوندی کړیوی. د اکرم په ذهن کی یوازی یوه خبر ګرځیدله (څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول).
کله چی سبا ښوونځي ته راغی مخکی له دی چی لوست شروع شی د خپل ښوونکی نه یی پوښته وکړه. ښوونکی ایا ستا پلار او نیکه ښوونکی وه؟
ښوونکی په تعجب سره اکرم ته وکتل او ویی ویل: نه ولی؟
اکرم: زه غواړم ستا سو په څير لوړتحصیلات وکړم، خو مور او پلار می راته وایی: چی دی خبرو پسی ونه ګرځم او وایی چی (څه دی کول چی پلار اونیکه دی کول) نو ځکه زه هم باید په پټی کی دخپل پلاراو نیکه په څير کاوکړم.
ښوونکی: بچیه، هیڅوک د مور د ګیدی نه پوهان، انجنران او ډاکټران نړی ته نه راځی. او د هیچا په ټنده کی ندی لیکل شوی، چی ته څه کارو کولای شی، او څه کار نه شی کولای. د الله بنده ګان ټول د الله پاک په نزد یوشان دی او یو پر بل کومه برتری نلری، او که یی لری نو هغه یوازی د بنده ګانو په تقوا او پرهیزګاری پوری اړه لری. عالمان او پرهیز ګاره بنده ګان دنور په پرتله پر الله تعالی باندی ګران دی. خدای پاک علم فرض کرځولی دی پرهر مومن او مومنی باندی. بیا یی زیاده کړه: اکرم جانه، ته یو بااستعداده زلمی یی او دا وطن ستا په څير با استعداده او رشیدو زلمیاتو ته اړ دی. ته کولای شی چی پخپله خوښه یوه ښه فاکولته ووایی او بیا له فراغت نه وروسته وخپل ویجاړ وطن او بی وزلو وطنوالو ته د خدمت جوګه شی. دا وطن به په تا وویاړی.
اکرم: ایا زما پلار به ماته اجازه راکړی تر څو زه خپل نیمګړی هدف تکمیل کړم؟
ښوونکی مسکی شو او دمهربانی ډک لاس یی د اکرم پر سر راتیر کړاو داسی یی وویل: چرت مه وهه تر اوسه لا ډیره موده پاته ده او زه ډاډه یم چی ستا پلار به په دی موده کی خامخا اماده شی ، خو که چیری بیا اماده نه شو نوزه خو یم. هرو مرو به ورسره خبری وکړم او ، وبه یی هڅوم ترڅو ستاسره موافق شی. زه ډاډه یم چی دا کار کیږی.
اکرم ددی خبرو په اوریدو سره وغوړید او داسی یی وویل: ښوونکی صاحب ډیره مننه، زه به ستاسو احسان هیڅکله ادا نه کړای شم. ښوونکی مسکی شو او ویی ویل ځه زلمیه په مخه دی ښه ، هرڅه به خدای جوړکړی.
زمان په منډه منډه روان ؤ، اکرم د کال د نیمایی (چهارنیم ماهه) ازموینه تیره کړه او اوس یوازی يو څومیاشتی نور وخت لری او داکرم تشویش ورځ په ورځ زیاتیده. د ځان سره یی تصمیم ونیو چی یوځل بیا هم د مور نه مرسته وغواړی ترڅو دپلارسره یی خبری وکړی. که چیری د زوی او مور هڅی ناکامه شوی نو بیا به د ښوونکی نه مرسته غواړی.
اکرم د مازدیګر دلمانځه نه وروسته په منډه منډه کورته راغی، موریی په انګړ ددیګدان وخواته ناسته وه او دماښام لپاره یی پخلی کاوه چی اکرم دروازه خلاصه کړه او راسا دمور خواته راغی.
موریی هیڅکله هم اکرم په داسی هیجانی حالت کی نه ؤ لیدلی سمدلاسه یی ومخ زوی ته راواړاوه، او ویی ویل: زامنه څنګه نا ارامه ښکاری؟
اکرم پوه شو چی موریی د خپل زوی ناهیلی نه شی زغملی، نو ځګه مسکی شو اوویی ویل: موری کومه خاصه خبره نه ده، هسی دمسجد خواته څوک نه وه نو زه هم راغلم ترڅو یو څو شیبی دخپلی خوږی مورسره تیری کړم.
موری په پخلی مصروفه شوه او اکرم یی خواته کښیناست خو مور د اولاد روانی حالات درک کولای شی نو ځکه یی ورته وویل: زویه، راته ووایه، غواړی څه راته ووایی.
اکرم: ورو وویل: مور هم هغه پخوانی خبره.
مور: پخوانی خبره؟
اکرم: بلی مور همهغه یوه خبره ده کنه.
مور یی ځان نا ګمان وښوده اوویی ویل، موردی بلا واخلی کومه یوه خبره؟
اکرم: موری، ته خو پوهیږی چی، زه یوازی دیوڅه په هکله فکرکوم او هغه زما د زده کړی دوام دی. نو کیدای شی چی یوځل بیا هم زما پلارته ووایی، ګوندی خدای وی زړه یی یوڅه نرم شویوی.
مور: زویه ، زما خو باور نه راځي خو ستا په خاطر به حتما ورته ووایم او کوښښ به وکړم چی راضی یی کړم.
اکرم: مور، کله به ورته ووایی؟
مور: زویه څه خبره ده ولی داسی عجله لری، په یو مناسب وخت کی به یی ورته ووایم.
اکرم: مور، ته خو پوهیږی چی زه ددی خبری واوریدوته داسی تږی یم لکه د للمی غنم وباران ته. بیا یی ستونی له ژړا ډک شو، سترګی یی د اسمان وخواته واړولی، دواړه لاسونه یی لپه کړل اوداسی یی وویل: یا لویه خدایه زما دپلار دډبری په څیر زړه نرم کړه.
مور دزوی د حالت په لیدلو خپله حوصله دلاسه ورکړه،زړه یی د غوسی ډک شو، اوښکی یی پر مخ جاری شوی، او په ژړه غونی اواز یی وویل: زما بچیه خدای دی ستا ارمانونه پوره کړی. زه به همدا نن شپه ستا پلارته ووایم.
اکرم ناڅاپه مور مچو کړه او وویل: موری، تا دی خدای زما له سره نه کموی.
دواړه، مور او زوی دواړو نورد خبرو مجال نه لاره، اوښکی یی بی اختیاره روانی وی. مور، زوی یی دځان پلو راکش کړ، په سینه پوری ټینګ ونیو او په پټه خوله یی دخپل زوی د تصمیم ملاتړ اعلان کړ.
موراو زوی دواړو هڅه کول تر څو خپل اوښکی پټی او ځان کنترول کړی. خوددواړه غوسه وار په وار زیاتیدله او د اوښکو سیلاب ددواړو پر مخ په ډیر شدت راروان ؤ.
اکرم دا ښه ولیده تر څو مور ځانته پریږدی، ځکه یی نو د کور دمسجد په موخه پریښوده.
اکرم پسله د ماښام دلمانځه وروسته د کور په لور وخوځید، زړه یی په سینه کی درزیده، کله به یی لیسه په خوب لیدله خو کله به بیا دپلارکوټلی او کره ځوابونو نا هیلی کړ.
کورته راغی او راسا د کټ دپاسه چی د انګړ په منځ کی یی د لرګو جوړ کړیؤ. ځان واچاوه، سترګی یی د شنه اسمان ولوی لمنی ته چه ستورو کی نڅا کوله ، واوښتی، دخیالو په ټال کی ولاړ. فکر یی دستورو سره یوځای شوچی داسمان په لمنه کی به له یو خوانه بل خوا تلل. اکرم، دهر ستوری حرکت تر ډیربریده څاره، خو بیا به ترینه ورک شو. اکر ته یی دماشومتوب هغه حالت ورپه زړه شو. چی، نیکه به یی ورته ویل ( هرسړی په اسمان کی یوستوری لری، او کله چی څک مړ شی نو بیا یی ستوری له اسمانه په ځمکه راغورزیږی) اکرم چی به کله دستوری حرکت لیده نو سمدلاسه به یی په زړه کی راوګرځيدل، دابه کوم څوک مړ شویوی.
اکرم په همدی سوچو کی ډوب ؤ چی موریی ور، ږغ کړل.
اکرمه زویه راځه ډوډی تیاره ده.
اکرم بیله دی چی څه ووایی، د کټ نه راکوزشو، ددسترخوان خواته کښناست او په ماتو بندو یی د ډوډی وخوراک ته شروع وکړه.
د اکرم پلار چی پسله ډیرو وختو یی د اکرم خاموشی لیدله، سوچ یی وکړ، چی زوی یی ناروغ دی. د اکرم پلار د اکرم ته تپوس وکړ:
اکرمه زویه ناروغه یی؟
اکرم: نه پلار شکور جوړ او روغ یم.
د اکرم پلار: ولی مړی نه خوری؟
اکرم: پلاره دادی خورم یی.
د اکرم پلار: زویه ایا د پلارنه دی څه پټوی؟
اکرم په درورغو مسکی شو، او ویی ویل: نه پلاره هیڅ خبره نشته او زه بیخی جوړیم.
د اکرم پلار خاموشه شو او د مړی خوراک ته یی دوام ورکړ.
اکرم هم، څو نوری مړی پورته کړی، ورو ددسترخوان نه کوښه شو او انتظار یی وایست ترڅو ټول مړی وخوری او بیا دی لاسونه ووینځی.
اکرم د دسترخوان د ټولیدو وروسته ولاړشو، دپلار لاسونه یی ووینځل او همدا چی دسترخوان ټول شو. سمدلاسه یی غلی ځان د کټ پلو ورساوه. او پسله څو دقیقو یی داسی ځان غلی کړ چی تابه ویل چی یو ساعت مخ کی په خواږه خوب ویده دی.
د اکرم مور، راغله ، د اکرم سرته ودریده تر څو ځان ډاډه کړی چی زوی یی خوب وړیدی، خو هغه له دی ناخبره وه چی اکرم په بی صبری سره د پلار ځواب ته انتظار باسی.
د اکرم مور، دچای توره چای جوشه راوړه، ځان او خاوند ته یی چای توی کړی، او سمدلاسه و اصلی خبری ته راغله او داسی یی وویل: سړیه، اکرم د زده کړی په سودا دی. راځه چی هلک ته یو څو کاله نورهم د زده کړی اجازه ورکړو، ترڅو ښوونځی خلاصه کړی.
د اکرم پلار پسله یوی شیبی سکوت نه داسی وویل:
د اکرم پلار: ښځي تابیا زړی بابولالی راژوندی کړی.
میرمن: سړیه، ما هیڅ هم نه دی کړی، هلک دوی پښی په یوه موزه کی اچولی دی او وایی چی باید زده کړی ته دوام ورکړی. هلک ټوله ورځ په سودا کی ډوب وی، کارته یی لاس نه ورځی، داسی ښکاری لکه چا چی جادو ورباندی کړیوی. زه په دی ډاریږم چی خدای مکړه هلک ناروغه نه شی. خیر دی پریږده چی هلک یو څو کاله نورهم مکتب ووایی.
د اکرم پلار چی دجادو خبره واوریده سمدلاسه په فکر کی راو ګرځیدله چی لومړی باید و یو تعویذ ګر ته رجوع وکړی او دامعلومه کړی چی چا ورباندی جادو نه وی کړی، ولی داخبره یی د ځان سره وساتل او ښځي ته یی دا رنګه ځواب ورکړ: ښځی، زما خبره دزړه په غوږ واوره، همدومره ښوونځی چی یی لوستی دی بس دی. نه زما پلار ښوونځي لوستی ؤ او نه می نیکه، نو ایا هغوی ډوډی نه خوړل او یا داچی ماته خدای ډوډی نه ده رسولی؟ زیاته کړه، ښوونځي څه او کار یی څه، نور دا خبری پریږده.
میرمن: میرمنی چی دخاوند پریکنده ځوابونه واوریدل، ستونی یی د ژړا ډک شوپر مخ یی دناهیلی اوښکی جاری شوی، په ژاړکی یی وویل: سړیه، خدای ته وګوره، هلک پریږده ترڅو سبک ولولی. اخر زه یوه موریم او دخپل زوی دا حالت نشم زغملای. ته خو ټول ورځ بیرون ته په کاربوخت یی، خو زه چی هرځل خپل زوی ګورم چی د فکرونو په ټال کی تللی وی. په سر می نینی کیږی.
خاوند: بس بس! پخوانی خلک خره نه وه چی ویل یی: (څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول)، نورمکاره ګی مه کوه او هلک په خبره پوه کړه.