شیر ګل اکا ویل دځواني هم عجب وختونه ول ،دچا خبره دي غوږوته نه ځي په خپل سردي زوروي ،سړی ته ځان ډیر لوی ښکاریږي .نورخلګ ترپام هیڅ ورځي ،په چادي سترګه نه ډکیږي ،کله چي ځوان وم ډیر بی پرواوم د دنیاکی په شي کي می ری نه واهو خپل چکرونه می وهل چیرته ښه هلته شپه ، بانډارونه او خوبونه می کول ،دځوانانوسره مي ورځي ګوډولې . چي زړه مي غوښتل هغه می کول مشرانوبه راته دکار نصیحتونه کول غوږته می نه تلل . میرمني هم راسره اخیستي وه -هره خبره يي کاڼی او دزهرو لپه وه .
ښه مي یادیږي ټوله شپه مي په میلو تیره کړه تر مازدیګره ویده وم چي ماښام شو دروازه وټکیده ،ورغلم یوه بوډۍ ولاړه وه بد ه کرغیړنه څيره اوږدې زامي ببرسر څيري کالي ،له پوښتنی وروسته می ترینه وپوښتل : ادې څوک یي څوک دي په کاردي ؟
ـ زویه سرګردانه مسافره یم پرلار تیریدم ناوخته وو شپه راورسیده له کلیوالومی دشپې تیرولو غوښتنه وکړه چا ځای رانه کو راته ویې وویل چي شیرګل ته ورشه هلته به ارمه شپه تیره کړې .
لږویره مي وکړه خو دخدای له قهر وویریدم چي په دې توره شپه کي ځواب ورکړم
زمايې ډیرصفتونه وکړل په ځان غره شوم ویره ولاړه پربریتومی لاس راتیر کړ چي میلمه دخدای دوست دی باید کورته يي بوځم کلیوال غیرت نه لری چي میلمه ته شپه ورکړي .
کورته مي راوستله میرمني راته غوثه شوه سوکه يی راته وویل داڅوک ده ؟
ـ مسافره ده دشپې ځای نه لری .
میرمني روغبړو رسره وکړکښته پورته يي ورته وکتل مخ يې راواړاوو سوکه يې وویل:
دارويې نه وي ځه دي کوله ؟ څه مي کړي وايې کورته راغله له خدایه وام دی خیر اوس خوراغله سهار به ولاړه شي .
ترموږله مخه خوني ته ننوتله ،بالښت ته يې ډه ډه ولګوله پښې یې وغځولې لږ دمه چي جوړه کړه ولاړه شوه شاوخوايي په خونه کي وکتل پرشونډويې مسکاخوره شوه په نوروخونوکي وګرځیده بیرته راغله دکاروبار او دکورنۍ دغړو پوښتنه يي وکړه . وروسته له ډوډۍ يې راته وویل :
زویه اوس مي ګیډه مړه شوه سترګي مي وغوړیدې ټوله ورځ می تیره کړه دهیچا کور کلي خوند رانه کړنه هم چا راته ست کاوو ستايې ډیر صفتونه کول ، کوریې راوښود اوس چي مي تاسو ولیداست ډیرخوشحاله شوم زمالپاره ډیر ښه مناسب ځای دي زه نوره له تاسو سره پاته کیږم .
ته څوک يې چي دلته پاته کیږي ؟
ـ هو دخدای سادګیه ته مي لانه پیژنی ،زه نیستي یم.
ـ ترموږنورښه کورنه شته هلته ولی نه ولاړې؟
هغه خلګ چی غوښن وی ټمبل وی ،بي پرواوي،همت يې بایللی وي ،نوروته یې لاسونه اوږده وي زړونه يې اچولي وي فکر اوکمال ونه لري ډير مي خوښیږي،داسی ګورونه ماته خوند راکوي ښه ساعت مي پکي تیریږي .
له دې خبروورسته په خندا شوه په نڅاشوه په خونو وګرځيده راغله دکورپه دوهمه خونه کي پریوتله.
چورتونو اندیښنو یووړم ،میرمنه مي وارختا شوه ،په ریږدیدلي ژبه يی سوکه راته وویل : اوس نو ښه شوې نه مي درته ویل کاروکړه نه دی منل اوس نو دې بلا ته ځان ټینګ کړه ته خو يې بلاخوړلي موږدي به غرق کړو . پریوتلم تلتک مي پرسرراکش کړله ځان سره مي چورتونه پیل کړل میرمن مي هم چورتونه وهي یوه نیمه پوښتنه رانه کوي .ترنیمو شپومي چورتونه وهل اخیر مي له ځان سره وویل : وهلک ته خوداسي نه يي لکه دابوډۍ چي وايې. همت لري ځوان يي کارکولاي شي ،ښه اخلاق په سرکي ماغزه په مټوکي زورلري دابوډۍ چا دلته رالیږلي خداي دي کوروران کړي له دي بلاسره به څه کوو. پریکړه مي وکړه چي زه داسي نه یم لکه داچي وايي سهار یې باید ترلاس ونیسږم تاج کلاته يې بوځم .میرمن ته چي مي وکتل ویښه وه په غوږکي مي ورته وویل مه وارختاکیږه ارامه ویده شوه ددې بوډۍ کاربه وکړم ،لارمي ورته پیداکړه سهار يې په بلاخورم ځان ترینه خلاصه وم .
سهار سو بوډۍ ډیره خوشحاله وه له چایو وروسته مي ورته وویل :
ګوره بوډۍ داکورستالپاره نه دي دلته خپه کیږي ،سبا به حیرانه پاته يي زه به دي داسي ځای ته یوسم چي ټول عمر راته دوعاوی وکړي .له مستي او خوشحالي به په مزواو چړچوکي ټول عمر ورکه يی .
ـ ستاسو ترکورزمالپاره بل هم سم ځای شته راوښیه چیرته دي ما چي ستاسترګوته وکتل لږویره راولویده چي سبامي پسي وانه خلې .
ولي نه راځه پرسیکل به دي هلته یوسم .
کلي ته چي ورسیدل بوډۍ په خنداشوه راته ویې وویل : اوس دي سم ځای ته راورسولم داخلګ دونه بي همته دي چي په ټول کلي کي یوه ونه دثواب لپاره نشته چي ماشومان او مسافر یې ترسیوري لاندي دمه شي ،داټول کورنه سم راته ښکاری په هرکورکي می سات تیریږي ، زه هم په یوه کورکي خوشحاله نیم راته زندان ښکاری کورونه چي ډیر شي ملګري به هم راولم بیابه میلې وي .
ستا پرزړه ځای دي خدای دي وکړي چي ټول خپلوان راولې دلته داسي سړی نشته چي ستاسو مخي ته ودریږي ،خپله واکمني باندي کوه .
دمیرودکورمخي ته مي له سیکل ځخه کښته کړه دروازه يې ماته وه کورني ویده ول په سرای کي وګرځيده خونوته ورغله په خندا راووتله راته ویې ویل :
شیرګله خدای دي جنتونه ځای کړه له ډیر سرګرداني دي خلاصه کړم چي ټوله دنیامي پسي راغوښتلي واي داسي ښه ځای مي نه شوای پيداکولاي ته ځه ، ستايي په مخه ښه زه دانور کورونه هم ګورم چي ملګري مي سرګردانه ګرځي هغه هم راوغواړم .
له کلي راوتلم دلسم کورپه دروازه کي ولاړه وه لاس يي راته وښوراو ډيره خوشحاله ښکاریدله .ویل یي زمالپار ه همدا مناسب ځای دی .
پرلارمي شکرونه ښکل ،چي له دې بلا مي ځان خلاص کړ کورته راغلم میرمن مي په ورین تندی هرکلی وکړ ،ډیره خوشحاله وه ژ منه می ورسره وکړه ،په ټول توان به ملاتړلی ګرځم ترځو هغه لعنتي بدرنګه بوډۍ بیا دې خواته لاونه ګوري .
پای