د یواځیتوب او پردیتوب احساس پرې غلبه کړې وه. کوښښ یې کاوه چې خپله مېرمن او اولادونه ترې بچ وساتي او ورته وښایې چې زښت خوشاله دی. اخر د نوي کال شپه وه او سبا ته نوروز و. بې درنګه یې د خیال نیلې د خپل هېواد او بیا هلته په کابل کې د بي بي مهرو د تپې په لور وغځېدې:
د نجونو او هلکانو او ټولو راټولو شوو کسانو له خوښیو ډکې پراخې ټنډې او د هغوۍ ګڼه ګوڼه یې سترګو ته نېغه ودرېده. لا یې پردیسۍ په مرۍ خېټه ور واچوله او ستونی یې ورله لا پسې مروړه چې د خپلې کوچنۍ لور یې ورته پام شو. د واره یې ورته وویل:
ـ پلاره بیا د چرتونو مېلمه یې؟
موسکی شو او په یو ډول یې د هغې شکونه لرې کړل. خو چې کله یې مېرمن او اولادونو ته خوب څنګلې پرانېستې او د خوب نړۍ ته شول، نو څښل یې غوره وګڼل. سره له دې چې دی یې دومره شوقي هم نه و.
لس کاله کېدل چې ګران په یو کوچني اروپایی هېواد ډنمارک کې استوګن و. ظاهرآ خو یې ځان آرام او هوسا باله، خو داسې نه وه او دی پخپله په دې ښه پوهېده.
هسې خو یې له اروپایي ژوند نه وړاندې لسو نورو کلونو د خپل هېواد ګاونډي ملک پردیسۍ او ناخوالو په ګوګل کې زړه شین کړې و:
په سوزوونکې ګرمۍ کې له وږو پخولو او نینو خرڅولو نه نیولې، بیا آن د تناره د سره اور په لمبو کې پخلي او مزدورۍ یې لا پسې زړه تڼاکې او پړسولی و.
همدا وجه وه چې هغه به ځینې وخت د خوښیو داسې ښکلې شېبې له زړه خوړنې سره تېرولې. سره له دې چې هغه به کوښښ کاوه چې د خوښیو په داسې شېبو کې ځان له ذهني او رواني بوجه لری وساتي، خو دا کار به ناشونی و.
په داسې حالاتو او پېښو کې به هغه زیاتره د ماضي له یادښتونو سره لوبېده او په هغې به یې د زړه تڼاکې رغولې.
نن هم د نیمې شپې له دغې چوپې چوپتیا څخه د خیال په وزرو والوت، ډېر لرې خپل هېواد او خپل د خاپوړو خټین کلي ته.
کلی روښان او څراغان دی. لکه دې کلي ته چې نوې برېښنا را غځېدلې وي. خو داسې نه ده. دغه روښنایې د ګیسونو او لاټېنونو ده چې کلی یې سپین پړک کړې دی. د کلي په میدان کې ګرم ټنګ ټکور روان دی. د کلي اوسیدونکي، په تېره بیا ځوانان په منډو رامنډو دي. د کلي هرې ښځې لا آن لوړ مازیګر من دوه منه اوړه د واده لپاره اخیستي، څو په خپلو تنورونو او تبیو د سبا لپاره د واده ډوډۍ پخې کړي. څوک د غوښو دېګونو او کټوو ته ناست دي ، څوک ټنګ ټکور ته د ناستو کسانو د قدر او عزت پخاطر چای او چلم ګرځوي....هلته د الپ خان د کور دننه په انګړ کې د کلیوالو پېغلو په غرب دېرالونه او چمبې دي، سندرې دي او نڅاوې دي....ټول کلی خوښ او مست دی. د کلي ټول ځوانان مست دي. د کلي ټولې پېغلې مستې دي. د کلي میدان ته راغلي سندرغاړي او نندارچیان مست دي او ټول کلی په ښادۍ کې مست او ورک ورک دی.
څومره چې شپه پخېدله، هومره ورسره سندرغاړي او نندارچیان مستېدل، هومره چای او چلم ته ولاړ ځوانان مستېدل، او هومره دننه په انګړ کې پېغلې او نجونې مستېدې. د کلي فضا همداسې مسته مسته وه او څو چې د راټولو شوو خلکو ځانونو ته پام کېدلو، نو بیا ټوله شپه د خوښیو په لمن کې تېره شوې وه.
ورځ هم د شپې په څېر له خوږو نه خالي نه وه. واده ته ټولو رابلل شوو مېلمنو په خوند او مزې ډوډۍ وخوړه. وروسته د کلي د دستور سره سم د ډولۍ لپاره ښکلې او ډولي لښتې پرې شوې، په ډولۍ رنګین شالونه پریوتل، ښکلې او ډولي ډولۍ جوړه او د ناوې پسې روان شول.
دلته په کلي کې کلیوالو ښځو او پېغلو پلوونه له تازه او وچو مېوو ډک کړي او بې صبرانه ډولۍ ته لاری څاري. ځینو مستو او سیاڼه ځوانانو خو ډولۍ پسې له تللو هم ډډه کړې، تر څو د کلي په میدان کې د غوزانو او مېوو نیولو ته غوره او مناسب ځایونه ونیسي.....درنګ شېبې له د خوښیو ډزې پېل شوې. ډولۍ له خوړه راپورېوته. ځوانانو څادرونه ونیول، د مېوو باران شو او د مېوو په باران کې ډولۍ د الپ خان په دروازه راننوتله، چې په دې کې د هغه زوی بدر له خپل لوي ترنګړ وښو سره د کلا په دروازه راننوت:
ـ پرېږده مړه! زما د خیالونو جوړه دنیاګۍ دې راله ګډه وډه کړه.
ـ خدای دې نکړي پلاره! د کومې دنیاګۍ خبرې کوې؟
ـ ټوله شپه مې مست سازونه وغږول. د ورځې مې هم د زړه په مینه ډوډۍ ورکړه او د ډول ډبلو په درزهارو او د مېوو په باران کې مې ستا ډولۍ را نه وېستله چې بیا د وښو له پنډ سره راته نېغ مخې ته ودرېدې او زما هر څه دې تالا والا کړل.
د بدر په شونډو د خوښیو نرۍ څپه راښکاره شوه، له اوږو یې پنډ را کښته کړ او خپل پلار ته یې له خندا نه په ډکه خوله وویل:
ـ پلاره! ستا دنیا ته لا ډېر وخت پاتې دی. اوس خو زه یوې بلې دنیا ته شپې ورځې شمارم او ورسره مالونو ته د ګیاه په اچولو شو.
دا مهال بدر دولسم ټولګی پای ته رسولی و او د کانکور د ازموینې نتیجې ته سترګې په لاره و. هغه له هر څه ړومبی د نور څه خوبونه ویني او هغه دا که وکولای شي، خپلې لوړې زده کړې د خپلې خوښې په رشته کې تر سره کړي.
هغه ته ځینې وخت، د وخت د څپېړو هغه ترخه یادونه تر سترګو کیږي، چې کلیوالو به یوې او بلې خواته اوترې اوترې منډې وهلې، څو د ټپي او یا هم بیمار ژوند یې وژغورل شي. خو داسې څوک به نه و چې درملنه وکړي، او که به و هم، نو په ګړیو ګړیو به یې انتظار ویستو، څو طبیب تر کلي راشي او یا هم دی تر طبیبه ورسوي.
هسې خو څوځلې روانې جګړې د دوۍ کلي ته هم برخه کړې وه. دلته هر کاڼي او بوټي نارې سورې وهلې، چې دلته یو چا ژوند له لاسه ورکړی. دلته د یوه تن وینه توی شوې. همدا خبره وه چې بدر غوښتل څو د ستونزو په وخت کې د طبیب تشه ډکه کړي.....
کلیوالو هم د الپ خان او ګل څانګې د دواړو زامنو د ښو یادونه کوله. بختیار خو لا کوچنی و. ایله د لسو کالو به و، خو د بدر په مینه به نه مړېدل او تل به یې په ژرنده او جومات کې د هغه په ستاینو خپل سوبت(صحبت) ګرم ساته.
دا ټول د بدر د خو اخلاقو څرګندوې وو چې د کلي د مشرانو او کشرانو زړونه یې خپل کړي وو. سره له دې چې هغه نوې د ځوانۍ په درشل پښه اېښې وه، خو کارونه یې کټ مټ د لویانو په څېر کول:
که د کوم کلیوال واده ته له غره د لرګو راوړلو خبره کېدله، نو دی به د ځوانانو په سرلیکه کې ولاړ و او د لرګو راوړلو له کبله به یې د واده دسمال جیب ته کړې و. که د کوم کلیوال د وږو ټکولو، شولو نیالولو، غوبله او یا کوم بل ډله اییز اشر خبره کېده، نو بدر به پکې پرته له هغه دغه شتون درلود. که له کوم سپین ږیري او یا هم تورسرې سره به یې پېټی او یا هم غوټه ولیده، نو د واره به یې په خپلو اوږو کړې وه. د غم او ښادۍ په وخت کې د کاسې کونډۍ پریمینځل او اوبو نیول خو یې پرته د چا له ویلو کول....د هغه د حیا ستاینه خو د کلي د هرې پېغلې په خوله وه. ځینو خو په خیال کې، هغه د خپلې مینې او راتلونکې ایډیال ګڼلو او یوې نیمې خو به بیخي د خپلو کمڅو ګل کړ، په اوربل کې به یې نیغ وټومبه او د واره به یې ورسره د مینې جونګړه جوړه کړه......
کله چې بدر مالونو ته له ګیاه اچولو وزګار شو، راغی د خپل پلار تر څنګ کېناست او د چایو په څښلو شو. د چایو له څښلو سره سره یې پلار ته د خپلو کوراړو(وړو پټیو) چې د غره په لمن کې پراته وو، د تندې خبره وکړه او دا یې هم وویل، که خدای کول، سبا ته یې اوبه کوي.
پلار یې وویل:
ـ اوبه یې کړه زویه! غنمو په دانه شروع کړې، ښه ډنډ یې اوبه کړه چې فصل یې ښه مزه دار راشي.
هغه و چې بدر څاښت وختي بېل په اوږه د پټیو په لور روان شو. فکر یې کاوه چې د اوبو کمی به هم نه وي، او ښه په مزه به یې ډنډ اوبه کړي.
هغه ایله د لمړي کوراړي په ورخ اوبه برابرې کړې چې د چورلکو آواز یې تر غوږو شو. چورلکې نورې هم رانږدې شوې، دومره رانږدې چې دی یې ویني، لکه تورې بلاګانې.
ـ دا خو د شین سترګو چورلکې دي. بدر وویل. بیا یې زیاته کړه:
ـ څه ورپسې ګرځې. چې چېرته ځي هلته به ځي او بېرته د ورخ په ټینګولو شو او ورسره جوخت د چرتونو ډنډ ته ولوېد او د پلار د تېرې ورځې یوه یوه خبره یې د ذهن د دیوالونو په اوچتو بلیو کېناسته:
د شپې له خوا د سندرغاړو مستې نغمې، د نندارچیانو بیروبار او د هغوۍ له ولولو نه ډکې ښکلې شېبې، ډولۍ او د پلار او مور آرمانونه....،بیا یې بې درنګه د خپلو هېلو په لور سترګې کږې شوې: د خپلې خوښې په رشته کې زده کړه، د ناروغو کلیوالو درملنه، د پخوا په څېر له کلیوالو سره مینه او هغوۍ ته درناوی او د ښکلې او حیاناکې میرمنې سره د ژوند پېل .....دی لا هماغسېې د ورخ له تړلو سره یو ځای د چرتونو په ډنډ کې و چې چورلکې راتاوې او د هغه په سر په ګرځېدو شوې. بدر وډار شو چې څه خبره ده؟
دی لا همداسې د وېرې او ډار په تلي کې و، چې یوې ورته مورچه ونیوه او یو درز شو. له درزه سره سم د بدر د تن ټوټې آسمان ته پورته شوې. چورلکو خپل کار وکړو او وروسته بیا هماغسې په کنډو واوختې او په خپله مخه لاړې.
په دې وخت کې د بدر پلار سره له نورو کلیوالو د کلي په جومات کې په جمې ولاړ وو، چې د چورلکو د راکټو آواز یې تر غوږو شو. په تادۍ سره یې لمونځ وکړو او په بیړه یې له الپ خان سره یو ځای د غره لمنې پټو ته ځان ورساوه. ګوري چې سرې وینې د الپ خان په کوراړو ور سمې دي. مخامخ غره ته ځیر شول، د غره له زړه او سترګو سرې وینې بهېدې. په غره کې د پلوڅو تر څنګ د خونانو او څېړیو سترګې سرې وې. د غره د لمنې د هدیرې ټولو مړو په دغه مړینې خپلې اوښکې تویولې. یو ځل ویالې ته د خلکو پام واوخت، بیا هم سرې وینې. الپ خان د کوراړي منځ ته شو، بیا هم سرې وینې ....او بدر په خپلو وینو کوراړی او په کوراړي راسور غر خړوبه کړې و.
هېڅوک پوه نه شول چې ولې دې بې رحمو داسې کانه وکړه او د بدر هډونه یې ټوټې ټوټې کړل. خدای خبر چې په هغه مسکین یې د چا شک کړې و او د چا په ټس کې یې تېر کړ....
الپ خان او کلیوالو د بدر ټوک ټوک صورت له پټیو او د غره له لمنې راټول او په یو کټ کې یې جنازه کړ.
په داسې حال کې چې له کټه سرې وینی بهېدې، د بدر جنازه په دې نورو کوراړو را تېره شوه، ته به وای، هغه دا پاتې کوراړي هم خړوبه کول غواړي، تر څو په زړه کې یې ارمان نه وي پاتې.....
کلي ته د جنازې په را رسېدو سره چغې شوې، کوکارې شوې او د قیامت ورځ جوړه شوه.....ټول کلی ژاړي،د کلي وستل ژاړي، د کلي دیوالونه ژاړي، د کلي کاڼی او بوټی ژاړي، د کلي هره پېغله او تورسرې ژاړي، د هر کور ځوان او سپین ږیری ژاړي....او ټول کلی په ویر او غم کې ډوب او وریت شو.
نن د کلي هر بوډا او سپین ږیرې د لاس امسا له لاسه ورکړه، هرې بوډۍ او تورسرې د خپل سر د پنډوکي او غوټي نیولو مرستندوئ له لاسه ورکړ او د کلي هرې پېغلې د بدر له حیا نه ډکې سترګې چې تل هغوۍ ته په درنښت اړول شوې وې ، له لاسه ورکړې.....
دا چې د بدر تنکۍ او ځوانیمرګې مړینې د کلي د نرو او ښځو زړونه نینې نینې کړل، څه فکر کوئ چې د هغه د مور او پلار به څه حال وي؟ څومره چې تاسې سوچ کوئ، له هغې هم بدتر.
ګل څانګې اقربې خپل مخ داسې شړقولی، چې د پړسوب له کبله یې سترګې نه مالومیږي. خوارکۍ په ټپو ناسته ده او نوره د مخ وهلو شیمه نه ده ورپاتې. کله ناکله یې یو نیم ځګیروی له خولې راوځي چې د سړي دننه د زړه پلې پرې کوي، خو نور یې د خپل حبې حبې بدر کټ په سترګو نشو لیدلای. ځینې وخت به یو دم د لیونو په څېر پاڅېده او په کټ به ورپرېوته، بیا به بې هوښه شوه او ښځو به له کټه رادېخوا کړه.....
مازیګر مهال وچې کلیوالو د بدر جنازه پورته کړه او په هماغه هدیره کې چې د غره په لمن کې پرته وه، خاورو ته وسپارله.
بیا هم کلیوالو ته دې خدای خیر ورکړي چې خدمت ته یې ټینګه ملا تړلې. هره ورځ درې څلور کورونه په خپلو منځو کې سلا کوي او دعا او غمشریکۍ ته د راروانو خواخوږو چای او ډوډۍ ته لاس په نامه ولاړ دي. د کلي سپین ږیري خو له سبا ناري سره سم د دعا او فاتحې ځای ته راځي او تر ماښامه همالته وي.
د بدر برناحق، ناڅاپي او ویرجنې مړینې په اړوند ډېرې خبرې د دعا او فاتحې په ځای کې ښکته پورته شوې:
چا به ویل: کېدای شي په کوم ځای کې یې پوځونو ته مرګ ژوبله اوختي وي او دوۍ یې دلته د بې ګناه بدر په سرو وینو خپل کسات واخیست او زړونه یې پرې یخ کړل. چا به ویل: ابله ورځ یې هغه بل ځای کې بې ګناه سغیران په یو ځای سترۍ کړل. چا به څو ورځی وړاندې لرګو ته د تللو هلکانوغمجنه پېښه یاده کړه چې ټول یې وژلي وو....ټولو پرته له دې چې دا یو ناروا کړنه او تېروتنه وبولي، هغه محکوم کړي او عاملینو ته یې له خدایه د سختې سزا غوښتنه وکړي، بل څه په خولو نه ورتلل.
ډېر خلک دعا او خواخوږۍ ته راغلل. آن هغه څوک چې الپ خان به یې نه پېژانده، خو د هغه د زوی زړه بګنووکې پېښې کیسه به یې د چا له خولې اورېدلې وه، هغوۍ به هم را روان وو.
الپ خان د ځان او کورنۍ د زړونو د تسل او سکون پخاطر لوي خیرات وکړ او په هغې یې خپلو ګوړ ګوړ او ژوبلو زړونو ته د خدای له درباره د صبر او حوصېلې غوښتنه وکړه.....
خو له غمه کله دومره ژر زړونه صبرېدای شي، هغه هم د تنکۍ ځوانۍ. الپ خان دوې به که هر څومره په یو څه خپل ځانونه مصروف کړل، بیا به یې هم یو دم د زوی څېره مخې ته ودرېده، زړونو به یې په څړیکو پېل وکړ، د سترګو کاسې به یې راډکې شوې اوپولیو پولیو اوښکو به یې ګریوانه ته لارې جوړې کړې.... زړونو ته به یې یو شان تری ورغی، توبې به یې وویستې او او زیاته به یې کړه:
¬ـ د بختیار سر ته دې خیر وي او په دې به یې خپلو ژوبلو زړونو ته پټۍ کیښودې.....
یو له ورځو ګل څانګه د کاله دننه په ډیوډۍ کې په کار بوخته وه. روح او روان یې احساسوله چې څوک ورته د مور غږ کوي. تروره اخوا دېخوا ګوري. بېرته وایی. کور کې خو څوک نشته. سر خوځوي او بېرته په کار اخته کیږي. لږه شېبه پس بیا د مورې...غږ یې تر غوږو کیږي او ذهن یې شاهدي ورکوي لکه څوک چې دننه له خونې ورته آواز کوي. سپکه پاڅیږي او خونې ته ننوځي. په خونه کې سترګې تاووي، د خونې څلور واړه کونجونو ته ګوري، هیڅوک نه برېښي. بیا ځان ته وایی، لېونۍ شوې خو به نه وي. غواړي له خونې راووځي. د خونې په وره پښه ږدي. بیا یې زړه ته پرېوځي، چې یو څوک ورته څه وایی. مخ شاته اړوي. سترګې یې د دیواله په تاخچه کې د بدر په جامو ښخیږي. د زړه دنیا یې ویجاړیږي او ور سره سم په کوکو کوکو ژاړي...په دې کې الپ خان ستړی ستومانه د کاله په تمبو راننوځي. ورخطا کیږي چې څه پېښه ده. خو کله چې په اصلې خبره پوهیږي، د خواشینۍ دردوونکې څپه یې په زړه یرغل کوي، خو بیا هم خپل زړه ټینګوي او خپله میرمن زغم او حوصیلې ته رابولي....لږه شېبه وروسته میرمن ته د چایو وایې او خپله د باد د بړبوکۍ په څېر د چرتونو په زړه کې تاو راتاو کیږي:
د بدر پېدایښت او د هغې ورځې خوشالي، د هغه رابوتکی کېدل، ښوونځي ته تلل،په کارونو کې د پلار لاسنیوی، له کلیوالو سره د هغه بې کچه مینه، د خیالونو په نړۍ کې هغه ته د ډولۍ جوړول....او بیا وروسته په ځوانه ځوانۍ کې ناببره له نړۍ سترګې پټول....د سترګو کاریزونه یې را ډک شول. مېرمن یې د چایو له پطنوس سره خواته راغله او په یو ډول یې د غمونو یرغل په خپل زړه کې ورک کړ. له چایو څښلو او دمې نیولو وروسته یې مېرمن وویل:
ـ د بختیار پلاره! د مالونو ګیاه خلاصه شوې، تشي یې له ډېرې لوږې ورغلي او رمباړې وهي. که چېرې د مړېدو یې غم وخورې، ښه به وي، واښه به هم راوړې او سات به دې هم تېر شي.
ـ ښه خبره دې وکړه!
هغه و چې لور او څادر یې واخیست او پټو ته روان شو. پټو ته په رسېدو سره مخامخ هدیرې ته ورغی، څو بدر او ټولو مړو ته دعا وکړي. ګوري چې ګڼې کلیوالې پېغلې دعا ته له بیرغو سره راغلې. ستړي مه شې یې ورسره وکړه، بیا یې د بدر او نورو مړو په حق کې دعا وکړه او کوراړو ته راستون شو.
هغه لا د پولې په رېبلو پېل نه و کړی چې بدر یې یو دم مخې ته ودرېد:
¬ـ پلاره زه به ګیاه وکړم، زه چې یم تاته صبر دی!
ـ نه زویه! زه ورپسې راغلی یمه، ته دمه وکړه، ټول وخت مالونه ستا په غاړه پراته وي، نن یې زه مړوم....یو دم یې ټکان وخوړ او بیا یې د خپل زوی سرو وینو سترګو ته لارې وکړې چې هر څومره یې ځانته تسلیت ورکړو، ویې نشو کړای او ورسره یې په چیغو چیغو وژړل.....لږ شانې زړه یې سپک شو. څادر یې له وښو ډک کړ او کور ته راروان شو.
ـ ښه شوه چې ګیاه دې راوړه، مالونه به درله دعا وکړي!
ـ خیر دې نصیب شه! بدر او نورو مړو ته مې هم دعا وکړه او بله دا چې ډېرې د کلي نجونې دعا ته راغلې وې. بېرغونه یې هم د بدر په قبر وځړول.
ـ خدای دې ښه ورسره وکړي!
هغه غوښتل چې نور څه هم ووایې، خوبختیار ته یې پام شو، چې غلی ناست و او خواشینی ښکارېده:
ـ څه خبره ده بختیاره بچۍ! څنګه غلې ناست یې؟
ـ هیڅ خبره نشته، هسې.....
ـ ته راشه خواله مې! څنګه سبقونو کې خو دې کومه ستونزه نلرې؟
ـ نه پلاره! هسې مې ذهن ته راغله چې پخوا به بدر لا لا راسره مرسته کوله، خو اوس به یې څوک راسره.....
ـ دومره لټې مه کوه! خدای به خېر کړي! ته پخپله دومره هوښیار یې چې چا ته دې اړتیا نشته او که چېرې په کوم شي پوه نه شوې، د ګاونډي زوی خو شته....او په یو ډول یې د هغه تشویشونه لرې کړل.
عمر تېرېده، خو هغه پخوانۍ خونده او مزه ګۍ یې نه وه. الپ خان ته هر څه بې خونده او پیکه ښکارېدل. خو څه وکړي! بې له دې چې د صبر او زغم نه کار واخلي او د خپلې مېرمنې او زوی خیال وساتي، تر څو له دې زیات ونه کړیږي، نور څه یې له وسه نه و پوره.
د وخت په تېرېدو سره الپ خان سره له ګل څانګې په کراره کراره خپل عادي ژوند ته مخه کړه، زړونه یې یو څه صبر شول. هغوۍ د بدر تسل په بختیار کاوه او د هغه سر ته یې دعاګانې کولې......
یوه ورځ ګل څانګې خپل مېړه ته وویل:
ـ د بختیار پلاره! ډېر ژر د غنمو لو پېلېدونکی دی او ورپسې د ټکه غوبلونه دي. اوس خو یو څه وزګار یې ، نو که چېرې سودا پسې کومه ورځ منډه وکړې، ښه به وي. په کور کې چای، بوره، ګوړه او غوړي هر څه په خلاصېدو دي.
ـ روغه خبره دې وکړه د بختیار مورې! دې راروانې جومې(جمعې) ته که د خدای رضا وه، منډه به ورپسې وکړم. بختیار به هم له ځانه سره بوځم. د لارې مشخولتیا به مو هم جوړه وي او د هغه سات به هم تېر شي.
ـ څنګه چې دې خوښه وي، هماغسې وکړه.
د جومې په ورځ، الپ خان سره له خپله زویه د ولسوالۍ بازار ته چې تقریبآ دوه ساعته پیاده لاره وه،روان شول. بختیار خوشاله و، ډېر خوشاله. دا د هغه ړومبی ځل و، چې بازار ته تللو.
لس بجې کېدونکې وې چې د خپل پخواني بېپار په دوکان، کوم چې د سړک د ښئ اړخ د غاړې څلورم دوکان و، ور ننوتل. الپ خان په سودا اخته و، چې نا ببره یې د زوی پام د بهرنیانو هغه پوځي کتار چې د بازار له مخې تېرېده، ځانته واړاوه. په بیړه له دوکانه ووت او د سړک غاړې ته د کاروان په ننداره شو.
هغه د کتار هرې واسطې ته سترګې سترګې و، د هغې له لیدو یې پوره پوره خوند او مزه اخیسته او لا یې د خوښیو څپې په وړو شونډو خورېدلې....هغه همداسې په خوښیو کې ډوب و چې له چاودیدونکو توکو ډکه سپینه کرولا په ډېره بیړه د بازار له یوې کوڅې را ووته او له کاروانه سره وجنګېده. زوروره چاودنه رامنځ ته شوه. دوړې شوې او د وینو او غوښو باران جوړ شو.
الپ خان تروره اخوا دېخوا وکتل، خپل زوی یې تر اړخه نه و. په لړزېدلو پښو له دوکانه را ووت. مخامخ د ولسوالۍ دېوال ته یې نظر شو، د غوښو ټوټې یې تر سترګو شوې. سترګې یې په ونو ونختې، د قصاب د دوکان په څېر یې زوړندې غوښې تر سترګو شوې چې له وینو دارې وهي. د بازار ټولو دوکانونو ته یې ځغلند نظر شو، ټول دوکانونه ورته قابصخانې ښکاره شوې. د کتار واسطو یې پاملرنه ځانته واړوله چې د اور لمبې ترې پورته کېدې، واسطې ورته د کباب بټۍ او کړایان ښکاره شول، چې د انسانانو غوښې پکې کبابېدې....یو دم یې زوی تر سترګو شو چې د سړک اړخ ته پړمخې غځېدلی او په سرو وینو کې لیت پیت دی. ژر یې راپورته او سینې ته یې نږدې کړ. بختیار خپل پلار ته په مړاوو وکتل، نرۍ موسکا یې په شونډو تېره شوه، ته به وای له بازاره او کتاره یې پوره خوند اخیستی او سترګې یې پټې کړې.
الپ خان خپل زوی نور هم سینې ته نږدې کړ. دوه تازه او تودې اوښکې یې له سترګو را وڅڅېدې او د بختیار پر مخ پرېوتې او ور سره جوخت یې دا یوه خبره بې واره له خولې را ووته:
ـ زویه زه به دې مور ته څه ځواب وایم!
او له دې سره د ګران له خولې سوړ اسوېلی چې پرته له دردونو بل څه نه وو، راووت. په کوچ کې ستونې ستاغ وغځېد، خوب پرې غلبه وکړه او د خوب نړۍ ته شو.
-۱۳۹۱ د وري - ۱۵
۳ ـ ۴ ـ ۲۰۱۲
ډنمارک - د ګریستید ښار