فتوی نمبر (۲۶۸ .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: جلال الدين کابلي.
محترم عاليقدراستاذ علامه ابوالفضل صاحب سلامونه مي ومنه : زماپوښتنه داده چي کچيري ښځه نابالغه وي اومېړه هم نابالغه وي نوپه دې صورت کښي کچیرخاوندمړسي پرښځي عدت واجب دئ که يا؟
دارنګه کچيري خاوندبالغ وو اوښځه نابالغه وه نوبيايي څه حکم دئ؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
محترمه وروره!په هرصورت کښي پرښځي باندي لس ورځي اوڅلورمياشتي عده تیرول واجب ده ، که په مېړه اوښځه کښي څوک بالغ وي اوکه نه وي.
(والعدة للموت اربعة اشهروعشرا...الخ. مطلقاً وطئت ام لا،ولوصغيرة اوکتابية.[الدرالمختارعلی هامش ردالمحتار/باب العدة مطلب في عدة الموت/ج۲،ص۸۳ ]