فتوی نمبر (۲۷۱ .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي:انجینیرسردار
زماپوښتنه داده چي زموږ دګران نبي (صلی الله تعالی عليه وسلم) نيکه عبدالمطلب صاحب چي زموږ دګران نبي په باره کښي کوم خوب ليدلئ وو اوبيادقريشوکاهنانو دهغه خوب تعبيرورته ووايه نوهغه په څه ډول اوپه څه کيفيت وو
• الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم.
• پوه سه!چي داسی ويل سويدي چی عبدالمطلب دنبي (صلی الله تعالی عليه وسلم) نيکه يو وخت خوب وليدئ،کله چي له خوب څخه راويښ سونوپه سخته وېره کښي وو اوروان سو،حضرت عباس (رضي الله تعالی عنه) فرمايي چي زه په دغه وخت کښي هلک وم په ده پسي له شاروان سوم ، نودَيْ دقريشوو کاهنانو ته ورغلئ او ورته وې ويل چي ماداسي خوب ولېدئ چي له ملاڅخه مي يودسروزروځنځير راووزي اودغه ځنځيرڅلور طرفونه لري، يوطرف يې ومشرقي طرفودمځکي ته رسېدلئ وي اوبل طرف يې ومغربي ځايودمځکي ته رسېدلئ وي ، اوبل طرف يې واسمان ته رسېدلئ وي ، اوبل طرف يې تر ثراء تېرسوئ وي ، نوپه دې مابين کښي چي زه ودغه ځنځير ګورم دغه ځنځيرزرغونه نوراني درخته وګرځي ، په دې مينځ کښي دوه سپين ږري وماته راشي ، نوزه په دوۍ کښي ويوه ته ووايم چي ته څوک ئې، دَيْ راته ووايي چي زه نوح نبي يم ، بياوهغه بل ته ووايم چي ته څوک يې هغه راته وويل چي زه ابراهيم خليل الرحمن يم ، بياراويښ سوم، نودغوکاهنانو ورته وويل چي کچيري ستادغه خوب رښتياوي نوخامخابه له تاڅخه داسي نبي پيداسي چي داسمانو اودمځکي خاوندان به په ده باندي ايمان راوړي ، اوداځنځير پردې باندي هم دلالت کوي چي دده پيروان اومددګاران به ډېروي ؛ ځکه چي دځنځيرحلقې يوه له بل سره تداخل لري اوداچي دغه ځنځير درخته وګرځېدئ نوداپردې باندي دلالت کوي چي کاربې ډېرمحکم وي اوذکر بې ډېرلوړوي، اودنوح عليه السلام ليدل پردې باندي دلالت کوي چي کوم خلګ چي پرده باندي ايمان رانه وړي نو هغه به هلاک اوبربادشي ، او دابراهيم عليه السلام ليدل پردې باندي دلالت کوي چي دابراهيم عليه السلام ملت به په ده سره ښکاره اوغالبه سي.
پوه سه! چي ودغه خوب ته نبي عليه السلام په هغه شعر کښي اشاره کړېده کوم چي دحنين په غزا کښي يې ويلئ دئ چي : اناالنبي لاکذب ..... اناابن عبدالمطلب.[روح البيان].