كندهاريانو په يوه ننداره كې كليوالي ژوند انځور كړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50106

دخبریدو نیټه : 2012-06-29

 

اصلو كندهاريانو د تيري ديرش كلني جګړې او اوږدو غميزو وروسته په خورا مينه د كندهار د سيمي د پخواني كلتور او اصل رواج د لا ژوندي كولو دپاره د يوې خوښي شپي په ترڅ كې كليوالي ژوند انځور كړ .
د پنجشنبې په ورځ د شپي د كندهار په ورزشي لوبغالي كې په كندهار كې د ملي سوداګر او تاند ځوان حاجي حكمت الله ښادمن په مالي لګښت او خاصه پاملرنه د كليوالي شپې تر سرليك لاندي په زړه پوري د كليوالي ژوند انځور او د كندهار محلي كنسرت جوړ شوى وو .
په مراسمو كې د پروګرام تنظيموونكو  د كندهار د كليوالي رواج سره سم كندهارې لنګوټي تړلي ، ترخيزي كالي  او ريكاټ  صدرۍ يې  په تن ، فرانسوى بوټ په پښو كړى  او د كليوالي ژوند او د كندهار د اصل رواج ښكارندويي يې  كول .
د ورزشي لوبغالي په انګړ كې د كندهار د كليوالو د ژوند غوندي ، د مړو هديره ، كليوالي مسجد ،  كليوالي غونډۍ ، د كوچيانو كيږدى ، ډول ډول څاروي ، د اوبو كليوالي څاګان ، د كندهار د پخواني كلتور سره  سم د اسونو بګۍ ، اوښان ، د چايو د تيارولو دپاره سماوار  او ورته نور په زړه پوري څه ننداري ته وړاندي شوي وه  چې تر لسو زرو زيات كسان يې ننداري ته راغلي وه .
د كندهار د پخواني پايلوچانو غوندي يو شمير ممثلينو ځانونه جوړ كړي او په ميدان كې ګرځيدل راګرځيدل
د كركانو او زركو كفسونو هم سم دم خلكو ته د كليوالي ژوند انځور وړاندي كاوه .
په دې په زړه پوري پروګرام كي د ولسواليو ځوانانو د كندهار رواجي لوبي لكه خوسى ، درنه خط ، اشتلګن ، غېږنيونه ، ټنډه خره ، پټ الله داد ، ړوند چرګ او ورته نوري محلي لوبي تر سره كړي . 
كندهار والي توريالي ويسا او  مرستيال والي عبدالقديم پتيال په خپلو ويناوو كې د كندهار پر اصل كلتور خبري وكړي
هغوى كندهار د ډير پخوا راهيسي خپل كلتور ته ژمن وباله او زياته يې كړه چې كندهاريانو هر وخت خپلو كلتور او اصل رواج ژوندى ساتي .
دا د هيواد په سطحه لمړۍ په زړه پوري ننداره وه چې په كندهار كې جوړه شوي وه .
دې ننداري ته د تيري يويې مياشتي راهيسي ځانګړي تيارى نيول كېده .
دې نندارې پر ټول كندهار د خوښۍ ځانګړى سيورى غوړولى وو او په همدې شپه  ټول كندهار په څراغونو روښانه او د زياتي ګڼه ګوڼي شاهد وو .
د نوموړي پروګرام د تنظيموونكو مشر عبدالسميع غيرتمل خبريالانو ته وويل چې د دې په زړه پوري ننداري څخه يې موخه په جنګونو او جګړو كې د را لوى شويو كندهاريانو زړونو ته خوښي وربخـښل ، د هغوى دپاره د يوې ښې تفريح جوړول او  نړۍ ته د كندهاريانو د كلتورونو او رواجونو ښودول وه .
غيرتمل وويل چې په ډيرو سيمو كې  وخت په خپلو بدلونو كې كلتورونو او حالاتو ته تغير وركوي خو كندهاريان د دې كړني سره په مقابله كې پاتي شوى دى ، په وينا يې كه حالاتو تغير كړى دى  خو د كندهار اصل كلتور خورا ژوندى پاتي دى .