دوهمه برخه
پوښتنه: ویل کیږي، خوشحال خان خټک لکه څنګه چې پښتوشعراو نظم ښکلې او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم دیوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پرهنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ!
ځواب:
خوشالخان خټک دپښتوادب یوه لویه شتمني ده . دی هراړخیزه شخصیت وو. نوموړی نه یوازې ادیب ، بلکې یو فیلسوف، منجم ، حکیم ، تاریخ لیکونکی ، جرنیل ،نقاد اوصوفي هم وو. خوشالخان بابا پداسې مهال دپښتوادب دودې او دودیزه کولو لپاره ملاوتړله چې ، په پښتوژبه کې لیکل شوي اثارډیرمحدود کابونه وو. که ووایوچې نن ورځ پښتودهمدغې لویې اوسترې هستۍ له برکته ژوندۍ پاتې ده ، نوشاید چې مبالغه مونه وي کړې . زما په باور، خوشالخان بابا بایددنړۍ دسترو لیکوالو اوادیبانو په لیکه راغلی وای ، لاکن داچې هغه نړیوالوته ندی ورپیژندل شوی او دنړۍ دادب دمینه والو له نظره یوڅنډې او ګوښه پاتې شویدی ، دابیابیله خبره اوځانته لاملونه لري. علامه اقبال لاهوري چې په ژوره توګه د خوشالخان خټک تراغیزې لاندې وو، داسې انګرینه شته چې ، پخپلوزیاتروشعرونوکې یې دخوشالخان څخه الهام اخیستی دی ، خونن ورځ هغه په نړیواله توګه پیژندل شوی دی ،اماخوشالخان خټک دهمغه دریځ نه برخوردار ندی . خوشالخان خټک ، نه یوازې دادب په ډګر کې ، بلکې په هرډګر کې اتل وو. دده په لیکنوکې دهرډول ذوق لرونکی دځان لپاره یوڅه موندلی شي. شایدخوشالخان بابا به لومړنی ادیب او شاعر وي چې دپښتنودملتپالنې احساسات او جذبات یې په خپلولیکنو اوشعرونو کې ،څرګندل کړي اوپښتانه یې دیوه واحدملت جوړونې ته رابللي.نومړي لکه څنګه چې په شعرکې همداډول په نثرکې هم ځانګړنه درلوده . ده په هغه کې یولوی بدلون راوست . ترخوشالخان خټک دمخه شته اثار ، مسجع او یوازې دینې مسایل او تصوف ته پکې ځای ورکول شوی وو،چې دیوه ټاکلی مکتب بڼه اودریځ یې درلود، اما خوشالخان خټک دساده اوعادي نثرپه لیکلوسره، دیوه نوي مکتب بنسټ کیښود چې وروسته یې نورو ادیبانو اولیکوالان پیروي وکړه .
پوښتنه: پښتو غزل هغه ژانر او صنف دی، چې دعشق او جذباتو سره تړاو لري. تاسو دپښتو غزل اصالت او سنتي ځانګړتیاوې په څه کې وینې؟ آیا په اوسني حالاتو کې دپښتو غزل دنورو ژبو دغزل سره سیالي کولای شي او که نه؟
ځواب:
که په غزل ،په تفصیل سره خبرې وکړو ،نوشاید دابه ډیروخت ونیسي ،پدې هکله نوروادیبانواو شاعرانو هم ډیرې ګټورې خبرې اولیکنې کړیدي ، نوزه به هڅه وکړم چې په لنډډول پروغږیږم.غزل په لغت کې عاشقانه خبرې کولوته وایي اولکه څنګه چې پخوا منل شوې وه ، دمینې اومحبت د احساساتو اوخیالاتودڅرګندولولپاره کارول کیده . غزل هغه شعردی چې لومړی بیت او دنورو بیتونو دویم بند یې ګډ ه ،قافیه او ردیف ولري ، دبیتونوشمیریې دځینوپه اندله شپږونه تردوولسوپورې وي ، ځینې بیاهغه دپنځونه ترپنځلسوپورې یادوي . خو نن ورځ دژوندانه دنورو اړخواوبهیرونو په څیر،په غزل کې هم بدلونونه راغلي دی ،دهغه پيڅه اولمن ، ارته او پراخه شویده . شاعرانونورمسایل هم په غزل کې رابلیږدلي دي ،چې دغزل خونداورنګ یې شاید زیات کړې وي. په پښتوشاعرۍ کې ، غزل خپل ځای لري اوزموږ زیاتره شاعران ،په ځانګړې توګه ځوان نسل ورسره ډیرلیوالتیااو علاقه ښایي. دپښتوپه ادب کې سترخوشالخان خټک ،غزل ته رنګینه ورکړې ، په هغه کې یې دمینې اومحبت ترڅنګه دپښتني محلول اوچاپيریال انځورونه هم کړیده ،دتورې اومیړانې ستاینه یې پکې وکړه . همدارنګه بیاحمزابابا هم پخپل وارسره دپښتوغزل ته ځانګړې ښکلاوروبخښله چې دغزل دبابا لقب یې هم ترلاسه کړیدی :
ستاپه اننګوکې د(حمزا) دوینوسره دي
ته شوې دپښتوغزله ځوان زه دې باباکړمه
لکه مخکې مې چې یادوونه وکړه ، پښتوادب دغزل په برخه کې ښه وده اووړاندې تګ کړیدی او زه په ډاډسره ویلی شم چې زموږدپښتوژبې غزل، په بشپړه توګه کولې شي چې دسیمې اوان د نړۍ دنوروژبو،دغزل سره سیالي وکړي.
پوښتنه: ارسطو وایي: (دشاعر وظیفه د اسطورې جوړول دي). ستاسوپه آند شعر د اسطورې سره څه اړیکې لري، او اسطورې د پښتو پر شعر څه اغیز لري؟
ځواب:
زماپه اند لکه څنګه چې دشعرلپاره تراوسه چاټاکلی اوواحدتعریف نه موندلی ،همدارنګه داسطورې په اړه هم بیلابیل نظرونه موجوددي. اسطورې به عامیانه کیسواونکلونوته ووایوچې شفاهی او کتبي بڼه لري او دتخیل پربنسټ رامنځ ته شویدي . په هغوکې زیاتره دحق اوباطل ،خیراوشر ،ښیګڼې او بدګڼې ، ترمنځ دکشمکش اومبارزې په هکله دشعریانثرپه ژبه ،نکل کیږي. دغه افسانې دهغو کرکټرونو،پیښوپه تړاو جوړکړی شوي وي چې زیاتره خیالي اوماورای انساني بڼه لري او په ټولنه کې دنویوبدلونود رامنځ ته کیدولامل ګڼل کیدل . دپښتوپه ادب کې هم استورې خپل ځای درلوداولري یې . هغه د پیړیوپه اوږدوکې دیونسل نه بل ته لیږدول کیږي. هغه نکلونه (زموږدمسیدوپه ژبه کې ورته مسالۍ وایي ) ، چې موږته به خپلو بوډاګانواو نیاګانوپه وړکتوب کې ویلي- ددیوانواو ښاپیریوکیسې - زموږدشفاهي ادب یوه برخه ده او هرماشوم یې په ډیرخونداو غورسره اوري. خواوس دنویو ټکنالوژیوپه رامخې ته کیدوسره ، شاید دهغوی رنګ او رول لږغوندې کمرنګه شوی واوسي.
پوښتنه: زموږ د پښتولرغونۍ ادب دحماسو نه ډک تاریخ لري. تاسو په پښتو ادبیاتو کې او په ځانګړي توګه په شعر کې د دغو حماسو اغیز څه ډول ارزوئ؟
ځواب :
په حماسې شعر کې دیوقوم ،ملت یاشخص میړانه ،ملې احساس ، جګړه ایزې وړتاوې ، ویاړونه او اتلوالي بیان اوستایل کیږي.زیاتره پکې ځانګړېو او دیوه عام وګړي دتوان اووس نه وتلیو پيښوته اشاره شوې وي. دهغه څه یادوونه پکې کیږي چې هرڅوک یاهرملت اوقوم یې جوګه نه وي.
په پښتوادب کې خوحماسه ،زماپه اندځانګړی ځای اواوږد تاریخ لري. درنجیت سنګ په وړاندې د فیروزخان جګړه ، دانګلیس په وړاندې دافغانانودجګړوحماسې ، دمیوندپه ډګرکې دپښتني پیغلې ملالې دکارناموحماسه چې (که په میوندکې شهیدنه شوې...) اوداسې نورې،چې دپښتو ادب ته یې ځانګړې ښکلاورکړیده .همدغه حماسې دي چې زموږپه ولس کې یې دوطنپالنې ، دخپل ولس او خپلې خاورې په وړاندې دمینې ، پرخپل ځان ډاډاودپيښوپه وړاندې د نه تسلیمیدو روحیه ژوندۍ ساتلې ده.
پوښتنه: په ځینو آسیايي هیوادونو کې فلکلوریک اشعار لکه هایکواو داسې نور ویل کیږي. تاسودپښتو ادب دلنډیو په پرتله دغه ډول اشعار څه ډول څیړئ؟
ځواب :
هایکوچې د پنځه لسمې پیړۍ په ترڅ کې په جاپان کې د هاکو په نوم دادب ډګرته راووته ،په اوولسمه پیړۍ کې یې وده وکړه اوپه نولسمه پيړۍ کې جاپاني کره کتونکي مکاوکا سیکي ورته دهایکوننی نوم ورکړ، یوجاپاني فلکوریک یاولسي سبک دی چې اوس یې دنړۍ دنوروولسوپه ادبیاتوکې ،دهغوله ډلې،په پښتوکې هم مینه وال پیداکړیدي. موږپه پښتوکې هم څه ناڅه ورته فلکوریک طرزونه لرو،لکه تاریخي نارې ،کاکړي غاړې اونور...
دلنډۍ په اړوندبه ووایم چې ، زماپه پکر،دپیغام دلیږدولوپه لحاظ ، پښتولنډۍ دنړۍ په ادبیاتوکې ځانګړی ځای لري. پښتولنډۍ ، یولوی سمندر په کوزه کې ځایوي. هغه څه چې په یوه واحده لنډۍ کې بیانیږی ، کیدای شي سړی پرې کتاب ولیکي . خودابیابیله خبر ه ده چې هغې ته کارندی شوی اودنړۍ دادب مینوالوته، نه ده ورپیژندل شوې.
پوښتنه: په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه نظر لرئ اوپښتو متلونه دنوروژبو دمتلونو په پرتله څه ډول ارزوئ؟
ځواب :
متلونه دیوې ټولنې یاولس دتهذیب ، تمدن، کلچردپیړیوپیړیو ، نیکات (میراث) بللی شو،چې د زمانې په اوږدوکې دهغه ولس د پوهې ،کړو وړو، دستونزواومسایلوپه وړاندې دهغوی دتدبیراو عکس العمل څرګندونه کوي. دمتلونو له پلوه پښتوډیره بډایه اوشتمنه ژبه ده ، دژوندانه د هرې مسلې ، دهرې ستونزې دحل ، دټولنیزواخلاقو ، وطنپالنې اوولسپالنې ، انسانپالنې او چاپیریال پالنې په برخوکې ، دارزښت وړمتلونه لري. زموږپه ولس کې ، متلونه په جرګو، مرکو، مجلسونو اوبحثونوکې ،همدارنګه ادب کې دموضوع اوادعا دپخلي لپاره ،په پریمانه کچه کارول کیږي . دغه متلونه ، دپيړیوپه اوږدو کې موږته دخپلومشرانواو نیکونو نه په نیکات کې پاتې ، چې د ژوندانه په هردګرکې ، په ځانګړې توګه دروزنې او سمونې په لاره کې ترې ستره ګټه پورته کولی شو.
پوښتنه: تاسو دادبي نقد او کره کتنې په اړه څه نظر لرئ، او دا راته وویاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر دادبي نقدونو په اړه ادبي مرکزونه، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟
ځواب :
لکه دژوندهره پروسه ، دپيښوهربهیر، هرخوځښت ، ادبیات هم دخپلې ودې اوپرمختګ لپاره هڅونې ، سمون یااصلاح او تشویق ته اړتیالري.ادبي کره کتنه ، دیوه ادبي اثرپرتله کول، غورچاڼ او دښیګڼو اونیمګړتیاوو، په ګوته کول دي. یوکره کتونکي ته ښايي چې دکره کتنې په وخت کې دیوه اثرښیګڼې رابرسیره کړي، هغه وستایي او وهڅوي . نیمګړتیاووته یې ګوته ونیسي او دهغو دسمون یااصلاح وړاندیز هم وکولی شي. یانې داسې نه چې نیمګړتیاته ګوته نیسي ،لکن دسمون لاره یې ورته څرګنده نه وي.
زماپه اندپه هیوادکې دننه اوپه ډیره لږه کچه ،چې کیدای شي دنشت په توګه یې وبولو ، په بهرکې ځینې ټولنې جوړې شویدي چې وخت ناوخت دادبي اثاروکره کتنې کوي، لکن داچې په هغو کې دې تکړه ، دوړتیالرونکي اوباصلاحیته کره کتونکي ګډون ولري، زه پخپله ډاډه نه یم. په ټلویزیونو ، راډیوګانوکې ، ادبي ټولنواو بهیرونو کې ، ځینې غونډې ترسره کیږي ، خوابتدایي بڼه لري او زماپه اند دقناعت وړیې نشوبللی. پدې اړه هڅواوهاند ته اړتیاشته .
پوښتنه: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي ، ستاسې په اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغیز لري ؟ شاعر او لیکوال څنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي ؟
ځواب:
سانسورچې دسینسوس یاسینسر(دنظرڅرګندونه، څارنه ) لاتیني کلمې څخه اخیستل شویدی . په پخواني روم کې دسانسوردچارواکودنده دوګړودشمیرنې ،دمالیې دکچې ټاکل او اخلاقي کړووړو ،څارنه وه. خودچاپيزورسنیوپه رامخې ته کیدوسره دسانسوربڼه هم بدله شوه
زماپه پکر ،سانسوراصلاپه ټولنې کې دټیکاو او هغمږۍ لپاره رامنځته شوی وو،چې ددولتي او رسمي بنسټونوله لوري به پرمخ بیول کیده ، امادوخت په تیریدو سره ، اشخاصواو نظامونو هغه د هغونظریاتو، اطلاعاتو اوافکارو چې دخپل واک او ځواک لپاره یې ګواښ ګڼل ، دځپلو لپاره ، دیوې وسیلې په توګه کارول پیل کړل. مذهبي کړیواودولتي چارواکو دخپلومخالفینودځپلولپاره دهغه نه په بیلابیلوپلمو ګټه پورته کوله،چې جوته خبره د نړۍ کلتوراوفرهنګ ته یې ترډیره بریده زیان رساوه.دادب اوفرهنک په ډګر دنویو تخلیقونودلارې پر سریولوی خنډوګرځیده اودغه بهیریې وښیمن یاوروکړ.
ددریمې نړۍ او په هغه هیوادونوکې چې دسیکولریزم پراصولوندي روان، له سانسورنه ډیرکار اخیستل کیږي .خوپه نورو هیوادونوکې هم چې بیلابیل نظامونه لري ،سانسورپه یوه نه یوه بڼه شتون درلوده اولري یې .
که په ټولیزه توګه خبره وکړو ، سانسورلیکوال ،هنرمند اوشاعر ،دې ته اړباسي چې هغه څه چې په ذهن کې یې لري اوغواړي دنوروسره یې شریک کړي، په بشپړه توګه بیان اوڅرګندنه کړای شي. خپل بیان دیوه چوکاټ په کړۍ کې راولي،بریدورته وټاکي اومحدودیې کړي. له خپلوځینو افکارو نه تیرشي، یایې پداسې یوه پيچلې بڼه وړاندې کړي چې هرڅوک یې دپوهیدووړتیا ونلري. سانسورداستعدادونودودې په لاره کې هم خنډجوړیږي، دهغودغوړیدااوغښتلتیامخه نیسي.
خونن ورځ ، د ډله ایزورسنیو اوپه ځانګړې توګه ،دالیکټرونیکي رسنیودپراختیاپه وجه ، دنړیوال کیدواو ولسونو دنژدې کیداله برکته ، شایددسانسورپلي کول هم که په بشپړه توګه ناشوني نه وي نو ستونزمن شوي هرومرودي. دهرډول نظریاتو، مالوماتو، افکارو اوپیښونه چې موږوغواړو ځان خبرکړو، نودنړیوالوډله ایزو رسنیوله لارې په ځانګړې تود انټرنیټ له لارې ،کولې شوپه اسانۍ هغه ترلاسه کړو. له بله پلوه ،رسنۍ پخپله په یوه ځواک او خپلواک لوري ،بدلې شویدي چې په اسانۍ سره دهغو کنټرول ناشونی ښکاري.
پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالوآثاراو شعرونه ژباړلي دي. ستاسو په نظر د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او دا راته وویاست آیا تاسو هم بهرني آثارژباړلي دي او که نه؟
ځواب :
لومړی به پدې اړه وغږیږم چې ماژباړې کړيدي که نه ، بیابه دژباړې دګټوپه اړوندهم خپل نظر څرګندکړم.
هو،ماد بهرنۍ ژبې نه ژباړې کړيدي. دروسي ژبې نه مې دوه کتابونه چې یویې (جګړه ) اوبل یې (غښتلي وګړي ) نومیږي ، پښتوته ژباړلي دي ،چې جګړه کتاب چاپ شوی او غښتلي وګړي چاپ نشو. دانګریزي ژبې نه مې هم یوکتاب چې په هندکې دپښتنویاافغانانودواکمنۍ په اړوندوو، ژباړلی وو، بیامې یوتاریخپوه اولیکوال ته چې دلته یې نه غواړم نوم واخلم ،ورکړترڅو هغه وګوري او نیمګړتیاوې یې بشپړکړي، نظرپرورکړي اومخکتنه یې وکړي . لاکن دبده مرغه چې دڅه مودې تیریدونه پس ، کله چې مې ورنه دهغه پوښتنه وکړه ، نوویې ویل چې هغه ورکه شویده . نوهغه په همدې توګه ضایع شو. نورې ځینې ژباړې هم ترلاس لاندې لرم چې دوخت په مساعدیدوسره به یې که خدای(ج) غوښتي وو، دهیوادوالو په وړاندې کیږدم.
زماپه نظردبهرنیوشاعرانواولیکوالان داثاروژباړل پښتوته نه یوازې داچې دپښتوژبې دودې او غښتلتیا لامل ګرځیدی شي ، بلکې دامرسته هم کولی شي ،ترڅوموږدنورې نړۍ له ادبیاتو، دهغوی دژوندانه دطرزاودنړۍ په وړاندې دهغوی دتفکر اودرک څخه خبرشو. دهغوی تجربې ، دعلم اوتکنالوژۍ په ډګرکې ،دهغوی د پرمختګونو لاملونه ځانته رابرسیره کړو اودخپلې ټولنې په وده او هوساینه کې ترې ګټه واخلو. همدارنګه ، دپښتواثاروژباړل نوروژبوته ،زماپه اندکولی شي چې نورو ته ، زموږدکلچر،زموږ دمعنوي ارزښتونو، زموږ دتاریخ په ورپیژندلوکې غوره ونډه ولري. موږډیرداسې ارزښتونه لروچې دویاړ وړدي ، لاکن داچې کارندی ورته شوی ، هغه دنړۍ دسترګونه خوندي پاتې دي. دهمدې لارې نه کولی شوهغه دنړۍ دسترګوپه وړاندې کیږدو او ور ويې پيژنو.
پوښتنه: دلر او برو پښتنولیکوالو، ادیبانواوشاعرانود ګډو هلوځلو او فرهنګي فعالیتونو په تړاو مو نظرڅه دی؟
ځواب :
په وروستیوڅولسیزوکې ،دلرواوبروپښتنوترمنځ اړیکې غښتلې شویدي ،ادیبانواوشاعرانوته دغه موقه په لاس ورغلې چې دیوبل سره ناسته ولاړه وکړي اودخپلې ژبې ،خپل کلچراوخپل ادب لپاره ګډې اغیزمنې هلې ځلې وکړي ،چې له نیکه مرغه ډیرې لاسته راوړنې یې هم لرلې دي،خوسره لدې ماته دغه هڅې اوهلې ځلې کافي نه ښکاري ،بلکې کیدای شول چې تردې زیاته ګټه ترې پورته کړی شوې وای .تراوسه موږلا یوه ګډه لیک ژبه نده موندلې اوټاکلې . اوس هم ډیری لرپښتانه دبروپښتنوپه لیکنوسم نه پوهیږي، شایدیولامل یې داهم وي چې بروپښتنو دپښتو دسوچه کیدویاودې په ترڅ کې ،هڅه کړیده چې پښتوله سره جوړه کړي اودنورو ژبو دلغاتونو لپاره چې په پښتوکې کارول کیږي اوهرپښتون ورباندې پوهیږي ، نوي اوزیاتره وخت له ځانه لغاتونه جوړکړي چې زماپه پکر،دانه یوازې داچې پښتوپیاوړې کولې نشي بلکې دپښتودودې مخه نیسي اودغه بهیرټکنی کوي. موږلراوبرپښتانه بایدیوه ګډه لیک ژبه ولرواوددې کارلپاره لروپښتنوته ښايي چې دځینو شیانونه تیرشي اوبرپښانه هم دځینوشیانونه لاس واخلي . دبیلګې په توګه : داونۍ نومونه چې دبرپښتنوپه منځ کې ځینې کسان هڅه کوي چې دخپل ځانه جوړکړي نومونه لکه یوه نۍ ،دوه نۍ. په ټولوپښتنووروتپي ،حال داچې زموږلرپښتانه ددې لپاره نومونه لري ،لکه خالي ،ایتوار... موږ ددې پرځای چې دځان نه نوي نومونه جوړکړو،هغه شته ولې نه دود کوو؟!
پوښتنه: تاسو دشعر او شاعرۍ په ډګر کې سیاست ته هم وارد شوي یاست او سیاسي شعرونه مو هم لیکلي او که نه؟
ځواب:
دتیرڅولسیزوپه اوږدوکې زموږپه خاوره کې داسې پيښې وشوې اولاخوکیږي چې زموږ دټولنې او وګړودفعالیت او کړووړو هره برخه یې دسیاست تراغیزې لاندې راوستې ده. پداسې حالاتوکې به که غواړې یانه غواړې ، دسیاست تراغیزلاندې راځې. که د هغو ستونزو ،مسایلو، کړکیچونو، چې زموږ ټولنه ورسره لاس اوګریوان ده ، بیانول ،غندل یاورنه سرټکونه ،دهیواد اوولس دبدمرغۍ لاملونه اولاملین په ګوته کول ، دستونزودحل لپاره دخپل ذهن اوپوهې سره سم ،دیوې لارې او حل وړاندیز، سیاست وبولو ، نو مابه هم سیاست ته مخه کړې وي. ځکه داهغه مسایل دي چې زماد وروستیوشعرونو اولیکنوپه ترڅ کې ورته اشاره شویده .
پوښتنه : تر هغه ځایه چې زه خبر یم تاسو د وزیرو اومسیدو د توکم په تړاو یو تاریخي کتاب هم لیکلې دی، مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
ځواب :
هو، ماپدې اړوندهڅه کړیده چې دپردیواو یرغلګروپه وړاندې ،دجنوبي وزیرستان دمسیددقوم د مبارزې او هاندپه هکله مالومات سره راغونډکړم او دوخت په بهیرکې دهغوپه څرنګوالي رڼاواچوم . پدې اړوندمې دبیلابیلو تاریخ پوهانو، لیکوالانو اوپيښه لیکونکو لیکنې، شواهداو نظریات ، راغونډکړي اوڅیړلې دي چې هیله کوم په نژدې راتلونکې به وکولی شم هغه دمینه والوسره په چاپي بڼه شریک کړم.
پوښتنه: ستاسوپیغام د یو لیکوال اوشاعرپه توګه په هیواد کې دننه او بهرځوانو لیکوالو او شاعرانوته څه دی؟
ځواب :
پیغام به نه ورته وایم ، بلکې هیله به یې وبولم یابه هم دزړه خواله ورسره وکړم.
یوه ورځ یوه دوست دټوکوپه ژبه راته ګیله وکړه :ویل یې » افغانستان پرروسانواستاداولمیرونیوه ، په سندروکې یې ویل چې –ای زماوطنه دلعلونوخزانې زماـ هغه ووچې روسانو دخزانوپه لټه کې زموږپرهیواد یرغل وکړ،خوو یې لیده چې نه خزانې وې اونه خوهم لعلونه «. ده وویل : داتاسوشاعران یې چې زموږ وګړي ارام ژوندته نه پریږدئ. غټې ،غټې خبره ورته کوئ، چې نه پوهیږم »لاتراوسه یې مغزه په قرارندی....« موږهغسې یواودغسې یو. په ولس کې دجنګ جګړې احساسات راپاروئ او...
سره لدې چې ده به شایدټوکه کړې وي ، لاکن په هرټوکه کې درښتیایوڅه فیصدي شته وي. زموږځینې شاعران اولیکوالان شته چې ولس ته دغیرت او میړانې ناسم تصوراوانځوروړاندې کوي یایوازې هغه پیښې ورته بیانوي چې موږ پکې ځانونه بریالي ګڼو. خوموږهم دنوروولسونوپه شان انسانان یو. هرانسان په ژوندکې دبریاوواوماتو،لوانګو اوپیچومو، جګو اوتیټو سره مخامخ کیږي. موږهم په ژوندکې ددواړو سره مخامخ شوي یو. موږخپل ولس ته باید د دواړو یادوونه وکړو. که موږولس ته داورښیوچې انګریزته مودرې واره غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی ، نوداهم بایدورته یادکړوچې نن ورځ مو همغه انګریزته دمرستې لاس وراوږدکړیدی. همغه انګریزنن هوساژوندکوي، موږته هم دژوندکولو او نظام جوړولو لار راښایي ، داولې !؟ ورته وښیوچې هغه خو مو مات ضرور کړ، لاکن خپل ځان موابادنکړ.
که موږخپل ولس ته داوریادووچې روس ته موماتې ورکړه ، نړۍ مودکمونیزم له ګواښه وژغورله ، نو ورسره تړلي داهم باید یادکړوچې وینې زموږتویې شوې اوګټه ترې بل پورته کړه . ورته څرګګنده کړو چې ،تر بري وروسته مو دا وړتیاپه ځان کې پیدانکړای شوه چې هیواد سمسوراوابادکړو، ولس نیکمرغه کړو، بلکې دیوبل وینې موتويې کړې ، هیواد مو وران کړ، ماشومان مو وژړول ... همغه روس نن هوسااوسوله ایزژوندلري ، هیواد یې وران ویجاړ ندی ، بل ته یې لاس ندی نیولی ، لاکن موږپه څه حال کې یو اوداولې ؟! هغه تیروتنې چې رانه شوې دي او دې حال ته یې رسولي یو، باید په ګوته کړو، ترڅو زموږراتلونکی نسل هغه تکرارنکړي.موږله ټولې نړۍ سره په فکري جګړه کې یواونړیوال دځان دښمن ګڼو : که فرض کړو چې نړۍ په رښتیاهم زموږسره په جګړه کې وي ، نودغه ستونزه په موږکې ده که په نړۍ کې ؟ ولې موږدنورې نړۍ سره په ګډه ، په غبرګون(هماهنکۍ ) کې ژوند نشوکولی ؟ داخوکیدای نشي چې ټول دې په ناسمه روان وي اویوازې دې موږپه سمه یو. ددې ټولولاملونو او لاملینو یادوونه باید وکړو.
له بې ځایه غرور نه تیرشو. پدې نه کیږي چې (لندنه تاباندې یې نه ورکوم ....) ،بلکې راځئ یوځل دا ومنو چې موږترهرچاوروسته پاتې یو ،یوازې هغه وخت کولی شو خپل خړپړ هیواد ، خپل ښاراوکلی ښکلي کړو ،بیابه دیته اړتیاهم نه وي چې لندن یادکړو. هیوادوال دسولې ، وطنپالنې اوحقیقي میړانې او غیرت لورته راوبولو. بس همدامې هیله ده چې دخپلو لیکوالانو،شاعرانو او له ټولو هیوادوالونه یې کوم.
پوښتنه: تاسو دیوشاعراو لیکوال په توګه زموږ دهیواد اوسنی سیاسي، تاریخي اوکړکیچن حالات څنګه څیړې اونوروشاعرانو او لیکوالوته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
ځواب :
مادمخکنۍ پوښتنې په ځواب کې هم لږاوزیات پدې اړونداشاره غوندې وکړه ،خودلته به هم په لنډډول یوڅه ورزیات کړم.
لکه څنګه چې ټولوته جوته ده ، داڅه دپاسه درې لسیزې زموږهیواد او ولس دیوه دردونکي ناورین، کړکیچ او ستونزې سره مخامخ دی. داچې لامل یالاملین یې څوک دي ، پدې هکله نه غواړم دلته بحث وکړم. خودابه ضرور ووایم چې زماپه پکر،دنورولاملونویالاملینوترڅنګه ،تر ټولو لوی او بنسټیزلامل یې موږپخپله یو.زموږ بې اتفاقي ، زموږخودخواهي،دیوبل په وړاندې زموږد ذغم نلرل، دیوبل نظرته درناوی نه کول، بې ځایه غرور،دټوپک اوتورې په وسیله دمسایلو او مرڼو حل ته مخه کول، دخپلې بې وسۍ اوبې حسۍ پړه پرنورو وراچول اوځان له مسولیته خلاصول، داهغه څه دي چې زماپه پکر، زموږدبدمرغۍ اصلي لامل ګرځیدلی .
زماپه اند، موږبایدخپل تاریخ اوماضي ته یوځل بیااو په انتقادي نظرهم وګورو ، ترڅووکولی شو خپلو نیمګړتیاواو تیروتنوته (چې زماپکر،ترلاسته راوړنو اوویاړنو یې تله درنه ده )متوجه شواو پندترې واخلو،ترڅو هغه څه چې زموږ د وروسته پاتې والي سبب ګرځیدلي دي،تکرارنکړو. دخپل پلاراونیکه په ویاړنواو کارناموپورې کلک ونه نښلو، بلکې هڅه وکړو،ترڅو دهغوی نه لاډیرې ویاړنې او کارنامې ولرو.
بې ځایه غرور ونکړو،له جنګ جګړې، شخوشولنګونه لاس واخلو. دنورې متدنی نړۍ دولسو په شان ، ستونزې دخبروله لارې اوارې کړو. دټوپک په ځای دعلم اوقلم نه ګټه پورته کړو.
ماپه خپلوشعرونوکې هڅه کړیده چې ولس دسولې او دیوبل په خواکې دګډژوندکولو لورته راوبولم،موږله جګړه نه کرکه وکړو اودپوهې اوعلم لورته مخه کړو. نودیوه شاعراولیکوال په توګه له نوروشاعرانواولیکوالانونه مې هم داهیله ده چې ، دنني عصراوزمان دغوښتنواوامکاناتوپه نظر کې نیولوسره ، ولس ته هغه څه بیان کړي چې پرواقعیتوولاړوي .سره لدې چې کیدای شي ،کله ناکله هغه دچادخوابدۍ لامل هم وګرځي، هغه به پرې ترخه ولګي ، اما په راتلونکې کې به یې ګټه هرومرو وي.
په ډیر درنښت او ادبي مینه:
انجنیرعبدالقادرمسعود