اکرم او صحرا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50229
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-07-07

 

څلورم څپرکی:

اکرم چی د خپل پلار عوڅی خبری اوریدلی وی، نوریی نه غوښته چی دمور پرزخمونو مالګی ودوړوی.‎، سهار وخت د مسجد په نیت ولټید، لمونځ یی په مسجد کی اداکړاو تر ناوخته په مسجد کی ځانته پاته شو، یو څو سوری قرانکریم یی تلاوت کړ، دکور په لور وخوځید، په پټه خوله یی څو مړی ډوډی وخوړل، خپل کتابونه یی راټول کړل او د ښوونځی په لور وخوځيد. اکرم چی ټوله شپه د اسمان به ننداره په ويښو تیره کړیوه، سریی پړسیدلی ؤ او یوازی یوڅه یی په سرکی راګرځیدل: څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول، نه می پلار مکتب لوستی ؤ او نه نیکه. دهمدی سوچوسره اکرم د ښوونځي تر دروازی پوری ورسید.
 ټولګی ته ننوت، هلته تر اوسه بل څوک نه وه راغلی، اکرم کتابونه راخلاص کړه اونوی لوست یی له نظره تیر کړ. فکر یی یوڅه راټول شو، نور، زده کونکی هم را پیدا شوه او څو شیبی لا نه وی تیری چی ښوونکی هم و ټولګی ته راننوت. زده کونکی د ښوونکی په درناوی ودریدل.
 ښوونکی ټولوته د ستړی مه شی په ویلو سره د کښیناستلو اشاره وکړه.
ښوونکی نوی دسر تشریح کړ او بیا یی اکرم ته اشاره وکړه، څو درس تشریح کړی.
اکرم، درس تشریح کړ، خودنورو ورځوپه څیر خوشحاله نه ښکاریده.
ښوونکی پسله ډیری مودی لیدل چی داکرم فکر په کوم بل ځای کی مصروف دی، په دی پوه شو چی اکرم دکومی جدی ستونزی سره لاس او ګریوان دی تصمیم یی ونیو چی د اکرم پوښتنه وکړی. ښوونکی مخکی له دی چی د ټولګی نه ووزی و اکرم ته مخ راواړاوه او داسی یی ورته وویل: اکرم جانه، پسله رخصتی نه بیا ما وګوره او دخدای په امانی په ویلو سره د ټولګی نه ووت.
 ورځ تیره شوه، ملازم د رخصتی زنګ و درنګاوه، شاګردان یو په بل پسی د ښوونځي نه ووتل. اکرم هم حاضری او ترقی تعلیم ادرای ته تسلیم کړه او بیا دخپل ښوونکی خواته راغی او د سلام په ویلو سره یی د ښوونکی پاملرنه ځانته واړول.
 ښوونکی: اکرم جانه، په خیر راغلی؟
اکرم په مسکا کی د ښوونکی ځواب ورکړ. ښوونکی اکرم له لاس نه ونیو او د اداری نه ووتل. په داسی حال کی چی ښوونکی، اکرم له لاس نه نیولی ؤ، خپلی خبری یی داسی شروع کړی:
 ښوونکی: اکرم جانه، ته څنګه یی؟
اکرم: ښوونکی صاحب،تر اوسه خو د خدای په فضل ښه یم.
ښوونکی: نن خپه ښکاری، او داسی معلومه ده چی کومه ستونزه لری، راته ووایه، ایا زه درسره کمک کولای شم؟
 اکرم چی د شپي راهیسی یی زړه د غصی ډک ؤ، نور یی نو خپل حوصله دلاسه ورکړه، ستونی یی د ژړا ډک شو او اوښکی یی بیله اختیاره پر مخ را وخوځيدی. خپل دزړه غوټه یی خلاصه یی خلاصه کړه او په ژړا کی یی وویل: ښوونکی صاحب، موږ ته خو داهر څه د پلرونو په میراث راپاته دی او بیا یی داخبره تکرارکړه: وایی څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول.
 ښوونکی چی د پخوا نه د اکرم په ستونزه خبر ؤ، تر اخره پوری ورسیدی او اکرم ته یی داسی وویل: اکرم جانه، ته چرت مه وهه خدای پاک به هرڅه سم کړی.
 اکرم: ښوونکی صاحب، زه اوس کاملا په دی باور یم چی زما پلار به هیڅکله هم وماته د ښوونځی اجازه رانکړی.
 ښوونکی: ولی دومره نا هیلی یی، خدای لوی دی، غر که لوړدی پر سریی لاره ده.
اکرم: ښوونکی صاحب، ماته خو ښکاری چی ددی غره دپاسه کومه لاره نشته، او که وی هم نو خوراستونزمنه به وی.
 ښوونکی ته، اکرم دخپل اولاد په څير ګران ؤ، غوښتل یی دهغه سره هرډول لازمه مرسته وکړی. د اکرم پر سر یی لاس را کش کړاو بیا یی ورته وویل، زمریه اول خو ما په قصه پوه کړه.
 اکرم یوه لحظه غلی شو، او بیا یی نو د تیری شپی ټوله قصه د شروع نه تر ختم پوری ښوونکی ته وویل. او زیاته یی کړه، ښوونکی صاحب زه اوس په دی باورلرم چی زما پلار به هیڅکله هم زما د ښوونځی سره موافقه ونکړی.
 ښوونکی: اکرم جانه، ته فکر مه وهه، په خدای باور ولره او پر خپل تصمیم ټینګ اوسه، زه په دی باور یم چی ستا پلار به ستا هیله ومنی. داخو یوازی دستونزو شروع ده. ته باید د فولادو په څير سخت او پیاوړیسی، د ژوند د ناخوالو په وړانی باید مقاومت ولری، هیڅکله هم باید و حوادثو ته تسلیم نه شی. زه ډاډه یم چی ستا پلار به ستا غوښتنه ومنی. په خدای پاک او پخپل تصمیم باور ولره. که بیاهم ستاسو پلارستا او ستا دمورخبری ونه منلی نو بیا زه ورسره خبری کوم اوزده ډاډه یم چی داستونزه حل کولای شم.
 اکرم سره ددی چی د پلار نه ناهیلی شوی ؤ، خو د ښوونکی خبرو یی یوځل بیا هیلی راژوندی کړی. او ښونکی ته یی وویل: ښوونکی صاحب داسی نه چی زما په خاطر خدای مکړه، تاسو ته کومه ستونزه پیدا شی.
 ښوونکی: مسکی شو او ویی ویل، زه ډاډه یم چی ستونزه به پیدا نه شی.
اکرم: نو سمه ده .
ښوونکی مسکی شو اوویی ویل وعده وکړه چی نوربه غصه نه کوی.
اکرم وویل: سمه ده وعده کوم.
اکرم د ښوونکی نه رخصت شو او دکور په لوریی ګامونه ګړندی کړه.
اکرم به هره ورځ د ورځي پر ۱۲ بجو کورته رارسیده، خو نن دادی له ۱۲ نه ۱۵ تیری دی خو لا اکرم نه ښکاری. موریی څو، څو ځله مړی ګرمه کړه، خو بیا به سړه شوه، مګر د اکرم پته نه وه. د اکرم مور څو، څو ځلی دکلا دروازه خلاصه کړه، لار یی وڅارل، خوبیرته به ناهیلی شوه. وربه یی پوری کړ او کوټه ته به ستنه شوه، ځمکی ځای نه ورکاوه، د سرای په منځ کی په لوڅو پښو او سرتور سر د غرمی سوځونکی لمر ته ودریدل، سر یی لوڅ کړ، د اسمان و لوری ته یی پلو خلاص کړ، تول پیران یی د قبرو را وایستل او د لوی خدای و دربارته یی واسطه کړل، اوښکی یی پرمخ روانی وی او په زوره زوره یی د اکرم لپاره د لوی خدای نه د کمک هیله کوله چی اکرم په دروازه راننوت او د مور پاملرنه یی د ځان پلو واړول. مور د اکرم په لیدو وغوړیده پړونی یی پر ځمکه ولوید او په سره لمر، سرتور سر او په لوڅو پښو یی د اکرم په لورمنډه واخیسته. زوی یی په سینه پوری ټینګ کړ، او په داسی حال کی چی اوښکو یی پرمخ لاری ایستلی وی، په ژړه غونی اوازیی وویل: موردی بلا واخلی، ولی دومره وځنډیدی؟
 اکرم خپل دمور داحالت نه شو زغملای، کوښښ یی وکړ، څو ځان کنترول کړی اومورته ارامتیا ورکړی، اکرم وویل: مور، دتشویش وړ هیڅ خبره هم نشته. راځه کورته لاړشو. زه بس د ښوونکی سره یو څو دقیقی و ځنډیدم.
 زوی او مور دواړ ه کوټی ته ننوتل، مورسمدلاسه سابه ګرم کړه، دزوی مخته یی کښیښودل، او بیا و اکرم ته مخامخ نژدی کښناستل اوداسی په ځير ځیر یی زوی ته کتل، تا به ویل چی کلونه یی زوی نه دی لیدلی. داکرم دمور په څيره کی یو لوی او پټ غم پروت ؤ، هڅي یی ناکامه شویوی او ځان یی ناتوانه احساساوه.
 اکرم خپل دمور ناکاه هڅي احساس کړیوی او دخپل مور په زړه کی یی د غمشریکی نښی له ورایه لیدلی.
 د اکرم د مور غم ورځ په ورځ زیاتیده، خوب او خوراک یی تښتیدلی ؤ او د زوی په غم کی په پټه خوله ننیدله، یو لوری ته یی خاوند ؤ چی زړه یی د کاڼی په څیر کلک ؤ او بل لوری ته یی یوه دانه نازولی زوی ؤ چی د ښوونځي د دوام تصمیم یی نیولی ؤ. ددوو متضادو غوښتنو ترمنځ ننیدله. رنګ یی په ورو، ورو ژړیده او د بی قووتی احساس یی هره ورځی په وجود کی زیاتیده.
 د اکرم پلار یوه اوونی وروسته برکلی ته لاړ، دهغه ځایه یی د ۴۰۰۰ افغانیو په بدل کی د ځان سره یو بنډل تاویزونه راوړل، میرمنی ته یی ورکړل، تاویزونه چی په رنګارنګ تارو پیچل شویوه. د اکرم پلارو د اکرم مورته هر تاویز بیل، بیل ورکړ او ورته یی وښودل چی کوم تاویز ته څه ډول پوښ ورکړی، هر تاویز څه دنده لری، یوځو تاویزونه یی د،دود کولو لپاره ورکړل او بیا یی یو بنډل نورتاویزونو چی په اوبو کی خوړل کیدل پر اضافه کړه، ښځي ته یی وویل چی تاویزونه پخپل وخت استعمال کړی او زیاته یی کړه: زه باور لرم چی دا تاویزونه به ژر کار وکړل.
 
د اکرم مور دا ټول کارونه وکړل، ورځي تیری شوی، خو تاویزو کوم تاثیر ونکړ.

د اکرم دمور، روحی فشار دزوی په غم او غصه کی ورځي له بلی نه زیاتیده او اخر یی د پښو واچول او د بستر شوه.
 خاوند چی دمیرمنی دا حالت لیده، دمیرمنی نه یی څو، څو ځله دهغی د احوال تپوس وکړ، خو هغی فقط یو ځواب ورکاوه . زه ښه یم.
 اکرم هم د مور داحالت نه شو لیدلی، هره ورځ به دمور خواته کښیناست او د حال پوښتنه به یی کوله، خو مور به ویل: زویه، مور دی بلا واخلی، زه ښه یم. همداسی لږ کسالت لرم، بس ژر به ښه سم. اوس نو اکرم مجبور ؤ چی په کورکی دمور کارونه هم ترسره کړی.
 د اکرم پلار میرمن په ډیرو زیارتو وګرځول، ډیر تاویزونه یی ورته راوړل خو دا ټولی هڅي ناکامه وی، تاویزو تاثیر نه کاوه او د اکرم مور دهری ورځي په تیریدو سره خپل روغتیا دلاسه ورکول.
 د مور مریضی د اکرم ستونزی نوری هم زیاتی کړی، اکرم دخپل مور بد حالت نه شو زغملای، هر څه شوچی یی وکړخو څه یی په نظر نه ورتلل. فکر یی ډیر وران ؤ، د اکرم دمور په ناروغی ښوونکی هم خبر وه. خو هغوی نه پوهیدل چی ستونزه یی تر جدی حده مخته تللی ده.
 سبا اکرم چی کله د اکرم ښوونکی دهغه دمور دناروغی تپوس وکړ، نو اکرم ورت وویل: ښوونکی صاحب مور می ډیره ناروغه ده، دوعا راته وکړه، چی خدای می مورته صحت ورکړی.
 ښوونکی، اکرم جانه ولی دی مور ډاکتر ته نه وړی؟
اکرم: ښوونکی صاحب، زه خو په ډیر څه نه پوهیږم خو پلار می وایی چی پر کوم درانده ځای ګرځیدلی ده، او پیری یی اخیستی دی. پلار می هغه ډیرو زیارتو ته بوتله خو مرض یی ورځ تربلی زیاتیږی.
 ښوونکی: اکرم جانه، دا څه خبری دی چی ته یی کوی. ته خو هوښیار هلک یی خدای پاک وهر مرض ته دوا را، استولی ده، موردی دولسوالی و روغتون ته یوسه، زه ډاډه یم چی پسله دوی ورځي به دی مور، رکه روغه شی. زیاته یی کړه، مورته دی جدی پاملرنه وکړه، خدا مکړه، داسی نه شی چی موردی دلاسه ووزی.
 اکرم د ښوونکی په مشوره خورا خوښ ؤ، کورته راستون شو، دمور خواته کښناست، او دمور د احوال پوښتنه یی وکړه.
 موریی په لړزیدلی اواز وویل: مور دی بلا واخلی، ښه به شم. د اکرم مور په ډیر زحمت خبری کولی. اکرم د مور پر مخ لاس تیرکړ، بیا یی مور پر مخ مچ کړه او داسی یی وویل: مور ته چرت مه وهه زه می هم دا اوس پلارته وایم چی تا د ولسوالی روغتون ته یوسی، ډیر ژربه جوړه شی.
 اکرم دمور خواته ناست ؤ، اوښکی یی پر مخ روانی وی چی پلار یی په کوټ راننوت، زوی او مور یی دواړه د ژړا په حالت کی ولیدل، زړه یی وسوځید، خو خپل ځان یی ناتوانه احساساوه، لار او ګودر ترینه ورک وه، نه پوهیده څه وکړی، د ښځي خواته ودرید او ویی ویل: ښځی څنګه یی؟
 میرمنی یی په لړزیدلی اواز وویل: بس ژوندی یم.
اکرم: پلاره، مورمی ډاکتر ته یوسه،
د اکرم پلار: څه! څه! څه!
اکرم: پلاره، مورمی په ولسوالی کی روغتون ته یوسه او که نه داسی نه شی چی بیا ناوخته وی.
 د اکرم پلار: زویه، ډاکتر څه کاریی څه، په کلی خو ډاکتر نشته، په ټولو زیارتو می وګرځول، تاویزونه می ورته راوړه، نور نو څه چی قسمت وی هغه به کیږی.
 اکرم: نه پلاره، خدای پاک وهری ناروغی ته یوه درمل هم پیدا کړی دی، دهمدی کار لپاره خدای پاک ډاکتران پیدا کړیدی. ته باید نور ناوخته نکړی، کنه داسی نه شی چی مور می دلاسه ورکړو.
 د اکرم پلار: زویه، زه خو په څه نه پوهیږم، نه په ولسوالی کی بلد یم، د کلی دباندی لار او ګودر نه شم میندلای.
 اکرم: پلاره، خلک مکه هم پر پوښتنه پیدا کولای شی، نو ایا ته ولسوالی او روغتون نه شی میندلای؟
 د اکرم پلار چی د زوی خبری واوریدی، په زړه کی یی وویل: کیدای شی اکرم رښتیا ووایی، داسی نه شی چی میرمن می مړه شی، بیا به څه خاوری پر سرکړم، زوی به می یتیم شی، زه به بی کوره شم، زما په شان غریب او بی وزلی سړی ته خو څوکی ولله که لور یا کونډه هم ورکړی. راځه د زوی خبره ومنم. زوی ته یی وویل: که داسی وی نو ښه خبره ده، ته به هم راسره ولاړشی؟
 اکرم خوشحاله شو، ویی ویل: هو پلاره دواړه به ولاړ شو، زه باورلرم، مور به می ژر روغه شی.
 سبا د وخته اکرم او پلار، د اکرم مور چی اوس د حاله لویدله وه، په چارپایی کی واچول، د سړک خواته ولاړل او هلته یی د موټر انتظار وایست. څو د قیقی وروسته دموتر، راورسید دری واړه موټرته پورته شول.
 څو دقیقی وروسته موټر، ولسوالی ته ورسید، اکرم مخکی له دی چی د موټر نه کوز شی د موټر وان نه یی پوښتنه وکړه: کاکا تا روغتون لیدلی دی؟
 ډریور، بلی، ایا تاسی روغتون ته ځی؟
اکرم: هو کاکا، مورمی ډیره ناروغه ده او موږ هم نابلده یو، که ته راسره مرسته وکړی نو موږ به ستا نیکی هیره نه شو کړای.
 ډریور: کښنه وراره، زه به به مو روغتون ته ورسوم، زه بیله دی نه هم هغه پلو ځم.
اکرم خوشحاله شو او د خیر یوسی په ویلوسره پخپل ځای کښیناست. اکرم خوشحاله په نظر رسیدی. پلار خو یی حک حیران ؤ، لار او ګودر ترینه ورک وه، یوازی د اکرم ورشادت او هوښیاری ته خوښ ؤ. څو دقیقی وروسته دری واړه د روغتون مخته د موټر نه کوز شوه او سمدلاسه وروغتون ته ننوتل. د روغتون کارکونکو چی ولیدل چی دناروغ حالت ډیر خراب دی، سمدلاسه یی دهغو مرستی ته ور ودانکل او ناروغ یی د بیړنیو مرستو و کوټی ته داخل کړ، ډاکتر هم راپیدا شو او د مریض په معاینی کولو یی شروع وکړه. ډاکټر په داسی حال کی چی د معاینی اله یی د ناروغ (د اکرم مور) په زړه، سږو او پښتورګو ګرځول، دهغی نه یی داسی پوښتنی وکړی:
 
خوری، کوم ځای دی دردلری؟

د اکرم مور: ډاکتر صاحب، ځای مر درد نه کا، زړه می بی شمی دی ، سر می دروند دی، خوب می نشته او څه نشم خوړلای.
 ډاکتر په دی ډاډه شو، چی ناروغ کومه روانی ستونزه لری. سمدلاسه یی نسخه ولیکل او داکرم پلار ته یی ورکړه او په همدی بهانه یی هغه د بیړنی کوټی نه وایست، ډاکتر د اکرم مورته وویل: خوری ایا په کور کی مو کومه ستونزه ده؟
 د اکرم مور حکه حیرانه شوه، او ویی ویل نه نه وروره کومه خبره نشته.
ډاکتر: ایا خاوند دی درسره بد چلند کوی؟
د اکرم مور: نه نه ډاکتر صاحب بیخی نه.
ډاکتر او داکرم مور په همدی خبرو لګیاه وه چی داکرم پلار کوټی ته راننوت او درمل یی د ډاکتر مخ ته پریښودل. ډ اکتر خبره لنډه کړه، درمل یی بیل، بیل و اکرم او دهغی وپلارته وروښودل، او لارښودنه یی ورته وکړه، بیایی د اکرم پلار ته وویل: کاکا، میرمن دی خوشحاله ساته، خاصه ستونزه نلری، ژر به انشا الله روغه شی. اکرم ډاکتر ته وویل: ډاکتر صاحب موږ به دا ټول کارونه په وخت وکړو، زه به می مورته ښه پام وساتم.
 ډاکتر، اکرم ته پام واړاوه، ویی ویل: شاباس زلمیه ، نوداستا مور ده؟
اکرم: هو ډاکتر صاحب دامی مورده.
ډاکتر: په ښوونځی کی یی؟
اکرم : هو، سږ کال د شپرږم ټولګی نه فارغ کیږم.
ډاکتر: واه واه، څومره عالی.
اکرم په داسی حال کی چی په یوه لاس کی یی د مور درمل او په بل لاس یی دمور لاس نیولی ؤ او غوښتل یی چی دروغتون نه ووزی، یو دم یی په زړه کی راوګرځیدل، څه دی کول چی پلار اونیکه دی کول. اکرم پخپل ځای ودرید، مخ یی د ډاکتر پلو راواړاوه، او داسی یی وویل: ډاکتر صاحب عفوه غواړم، ایا زه له تاسونه یوه پوښتنه کولای شم؟
 ډاکتر: هو بچیه، ولی نه.
اکرم: ډاکتر صاحب ستاسو پلار څه کارکوی؟
ډاکتر حیران پاته شو، ځواب یی ورکړ، ولی دا پوښتنه کوی؟
اکرم، بس همداسی، زړه می وغوښتل دا پوښتنه وکړم.
ډاکتر پوه شو چی د اکرم په دی پوښتنه کی خاص مطلب پروت دی، ویی ویل: بچیه، زما پلار هم ستا د پلار په څير یو کلیوال بزګردی.
 اکرم ددی ځواب په اوریدلو سره خپل ځواب ومیند او د مننی په ویلو سره د روغتون نه ووت.
 د اکرم مور او پلار دواړه د اکرم سوال ته حک حیران ؤ. سره ددی چی د اکرم پلار یو ساده او کلیوال بزګر ؤ، خو د زوی په پوښتنه یی سر خلاص شو. په چرت کی لاړ، د ځان سره یی فکرکاوه، راځه زوی ته اجازه ورکړه چی ښوونځی ولولی، سمدلاسه به بل فکر ورته پیدا شو، یوه دانه زوی دی دی، هغه څنګه له ځانه بیلوی. د اکرم پلار، خپل دزوی و پوښتنی ته حک حیران پاته ؤ، سوچ یی وکړ او دځانه سره یی وویل: د کوډګر تاویزو کا ونکړ، تور غویی او ۴۰۰۰ افغانی عبث لاړی، اکرم لا اوس هم د ښوونځي په فکر کی دی. داکرم پلار فکر وکړ، که ددی ډاکتر پلار زما په څیر کلیوال بزګردی، او زوی یی ډاکتر دی نو بیا خو زه فکر کوم، چی زما زوی په حقه دی. د اکرم پلار چی ټول عمر د کوز کلی په څلورو دیوالو کی راګیر ؤ. او نړی یی هم هلته لیدله، اوس په دی پوه شو چی دا نړی ددوی له کلی نه خورا لویه ده. د اکرم پلار په دی سوچ کاوه، کیدای شی زما زوی په حقه وی، کیدای شی هغه دهمدی ډاکتر په څير یوه ورځ لوی ډاکتر شی، خلکو او ولس ته یی ګټه ورسیږی. فکر یی ډیر پریشان ؤ. د اکرم د پلار په مغزو کی دوه متضا فکرونه یو دبل سره په سخت جګړه لګیاه وه. فکربه یی ویل: ځه زوی ته اجازه ورکړه چی ښوونځی ولولی خو زړه یی دانه شوه منلای چی خپل د زړه ټوټه، یوه دانه زوی له ځان نه بیل کړی. با لاخره فکر پر زړه بری وموند او داکرم پلار تصمیم ونیو چی زوی د ښوونځي د ویلو اجازه ورکړی. داخبره د اکرم پلار دځان سره وساتل او په پټه خوله د زوی او میرمنی سره په لار روان ؤ.
 دری واړه د موټر تم ځای ته لاړه، هلته تم شوه او موټر ته یی انتظار وایست. اکرم د مور او پلار نه بیل شو، د نژدی سماوار نه یی چای او ګرمه مړی راړه. مور یی په زوره یو څو، مړی وخوړی، خو پلار یی د تناره ګرمه ډوډی د چای سره وخوړل او ځان یی ښه موړ کړ. اکرم سمدلاسه دمور درمل راواخیستل، د ډاکټر د هدایت مطابق یی مورته درمل ورکړه. بیا یی ځانته یو پیاله چای واچولی او انتظار یی وایست. اکرم د چای چیښولو وروسته د سماوار لوښی ټول کړه او بیرته یی و سما وارته یووړل. دسماوارچی پیسی یی ورکړی او بیا بیرته د مور او پلارسره یوځای شو. اکر په دی سوچ کاوه: څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول. اکرم سوچ کاوه، د ډاکتر پلار هم زما د پلار په څیر بزګر دی نو بیا ولی زه هم ددی ډاکتر په څیر ډاکتر نشم. د اکرم پلار هم د خپل زوی په رشادت، او داچی څنګه یی په ښار کی لار او ګودر میندل او ستونزی یی حوارولی، حیران پاته ؤ. په زړه کی سخت خوشحال ؤ او په دی یی ویاړ کاوه چی زوی یی دنور کلیواو په څیر ډیر توپیر لری. د اکرم پلار دا تصمیم نیولی ؤ چی زوی ته به اجازه ورکوی، ترڅو ښوونځي ته دامه ورکړی خو داخبره یی دځانه سره ساتلی وه.
 موټر په تم ځای کی ودرید او د کلی ناره یی وکړه. اکرم هم سمدلاسه مور له لاسه ونیول او موټر ته پورته شول. اکرم یو ځل بیا هم د موټر وان نه د سهار د کمک په خاطر مننه وکړه او پرخپل ځای کښناست. لا کلی ته نه وه رسیدلی چی د ډاکټر دوا تاثیر وکړ او موریی د روغتیا احساس کاوه. درد یی ورو ورو له بدن نه تللی ؤ، تبه یی ورکه وه، او وجود یی د ارامتیا احساس کاوه. پسله یو ه ساعت نه، موټر په کلی کی تم شو، اکرم د مور لاس ونیو، د موټر نه راو کوز شوه. د اکرم مور اوس پخپلو پښو دزوی سره په لار روانه وه، د اکرم پلار ددی صحنی په لیدلو خپله عقیده نوره هم ټینګه کړه او مصمم شو چی زوی ته به د ښوونځی ددوام اجازه ورکوی.
 زوی او مور دواړه د کور په لور وخوځیدل او د اکرم پلار د مسجد په لور ولاړ. اکرم سمدلاسه دمور لپاره بستره اماده کړل، مور یی استراحت کولوته راو بلل او خپله د شپی لپاره په پخلی لګیاه شو. د اکرم مور چی په شپو شپویی خوب نه ؤ کړی سمدلاسه په درانده خوب ویده شو. اکرم هم د شپی لپاره د هګیو ښوروا چی د اکرم لپاره یی پخلی ساده ؤ اماده کړه.
 د اکرم پلار خپل د میرمنی په دوباره روغتیا خوشحاله ؤ، د ماښام د لمانځه داداکولو نه وروسته، کاله ته راستون شو. اکرم پخپل ټول عمر، خپل پلار دارنګه خوښ نه ؤ لیدلی. د ډوډی وخت شو، اکرم د پلار لاسونه ووینځل، دګرمی ښوروا کاسه یی پر دستر خوان پريښودل او پخپله د دمور د بیدارولو لپاره د مورخواته ورغی. مور یی په ورو و ښوورول. موریی سترګی خلاصی کړی، او سترګی یی پخپل زوی ولګیدی. د اکرم مور لاس د زوی پر مخ را کش کړ او ویی ویل: مور دی بلا واخله. اکرم مسکی شو اوویی ویل: مور، کښنه مړی وخوره بیا استراحت وکړه.
 د اکرم مور پاڅیدل، لاس او مخ یی تازه کړل، او دسترخوان وخواته کښیناستل. مرض نورترینه تښتیدلی ؤ. او داچی ډیر ورځی یی سمه ډوډی نه خوړلی، سخت د لوږی احساس یی کاوه. لستوڼی یی را پورته کړ، او نن شپه یی د خاونده نه هم زیاته ډوډی وخوړل.
 د اکرم مور کاسه پاکه کړه، خاوند یی دمیرمنی په صحت بی حده خوښ ؤ. اکرم او موریی دسترخوان ټول کړ، لاسونه یی ووینځل. د اکرم مور ولاړشو، ترڅو اودس وکړی او قضا شوی لمونځونه راو ګرځوی، اکرم هم د کټ پلو وخوځید. د اکرم پلار، میرمن او زوی دواړه و ناستی ته را وبلل.
 د اکرم پلار: کښنی غواړم له تاسو سره څه شریک کړم.
د اکرم مور: کښناستل، خو نه غوښتل چی بیا زړه دعوا تازه کړی، ویی ویل، وایه سړیه، بیا څه وایی؟
 اکرم سوچ وکړ، او ډاډه ؤ چی دده پلار یوازی یوه غوښتنه لری او هغه داده چی زوی یی نوره ښوونځی ونه لولی، ځکه یی نو وویل: پلاره، سمه ده نوره ښوونځي نه وایم او هیڅکله هم نور دابخث نه یادوم.
 د اکرم پلار: پری نښوده چی د زوی خبره یی مکمله شی، سمدلاسه یی وویل: نه زویه، ته به ښوونځی لولی، او خامخا به یی لولی، دومره به یی لولی، لکه د ولسوالی ډاکتر، زه غواړم زما زوی ډاکتر شی.
 اکرم باور نه شو کولای، حک حیران پاته ؤ، فکر یی وکړی، چی پلاریی ټوکی ورسره کوی، غلی شو اوبیا وویل: پلاره، زه پوه نه شوم؟
 د اکرم پلار: زویه نن ورځي هرڅه بدل کړل، نن زه پوه شوم، چی زما زوی په حق دی. اوس نو زه نه یوازی تاته اجازه درکوم چی ښوونځي ولولی، بلکه په دی لاره کی ستا د هڅو ملاتړ کوم. زیاته یی کړه: ګوره، که نن تا زه نه وای متوجه کړی، نو مور به دی هم هغسی په بستر کی پرته وه، ما خو یی بیخی د ژوند څخه لاس وینځلی ؤ. خوستا له برکته داده، موردی رکه روغه ده، بیا مسکی شواوزیاته یی کړه: نن شپه خو ستا مور ماته په ډوډی خوړلو کی ماته راکړه. زه باور لرم چی څوورځی وروسته به د پخوانه هم زیاته روغه شی.
 اکرم ددی خبری په اوریدو سره داسی خوشحاله ؤ، لکه ټول دنیا چی یی ترلاسه کړیوی. زړه یی په سینه کی درزیده، او هيڅ باوریی نه شو کولای. اکرم نورخپل خوشحاله نه شوای پټولای په حقیقت کی یی سترګی د خوشحالی د اوښکو ډکی شویوی، ورویی وویل: پلاره خیر یوسی، او نور غلی شو. د اکرم مور په ټول ژوند دخپل خاوند داسی نرم چلند نه ؤ لیدلی، خپلی اوښکی یی کنترول نشوای کړای، پر مخ یی د خوښی اوښکولاره وایسته، سر یی لوڅ کړه، لاسونه یی اسمان ته لپه کړل او په لوړ اوازیی د خدای ج شکور ادا کړ، بیا یی خپل خاوند ته دوعا وکړه. د اکرم مورزوی غیږی ته راکش کړ، څو څو ځله یی پر غومبورو مچ کی. اکرم او مور دواړو دا ستره خوشحالی د اوښکو په باران بدرګه کول، او د اکرم پلار یی ننداره کوله.
 وخت هر څه بدل کړیوه، د اکرم هغه پلار چی تر نن سهار پوری په مرکو نه حاضریده تر څو دزوی غوښتنه ومنی، خو اوس دادی پخپله خوښه دی کارته حاضر دی او دزوی د غوښتنو ملاتړ کوی. دری واړه یو ساعت نور هم کښیناستل، د ولسوالی، روغتون او بازار قصی یی وکړی او بیا دری واړه د لمانځه او اوداسه په نیت و خوځيدل.
 
دلمانځه نه وروسته اکرم خپل کټ ته وخوت، شنه اسمان ته یی نظر واچاوه، سپوږمی د اسمان منځته راغلی وه، ځمکه یی د ورځی په څیر رڼا کړیوه، اکرم ته هغه شپه ورپه زړه شوه، چی موریی زاری کولی، خو پلار یی یوازی یوځواب ورکاوه، نه می پلار مکتب لوستی ؤ او نه نیکه. دهغه وخت نه ډیری ورځی نه وی تیری ولی هرڅه بدل وه. په ورو یی وویل: ته بی شکه لوی ذات یی، ته بی شکه له مور او پلار نه مهربانه ذات یی، ته بی شکه د ځمکو او اسمانو مالک یی، ته هغه څه کولاشی، چی موږ یی فکر هم نه شو کولای. بیا یی خپل واړه لاسونه لپه کړل او ورو یی وویل: له تانه ډیر ډیر راضی یم، ته له مانه مه شی ناراضه.
 
داسی ښکاریده، لکه چی خدای ج په همهغه شپه د اکرم دزړه اواز اوریدلی وی. نن شپه اکرم خپل دخوب تعبیر په رڼو سترګو لیده. په داسی حال کی چی سترګی یی د شنه اسمان ولویی لمنی ته پاته وی، د لیسی او د پوهنتون په چرت کی لاړ. اکرم نور د ښوونکی کیدو خوب نه لیده بلکه برعکس اوس هغه خپله راتلونکی د ولسوالی د ډاکتر په وجود کی لیدلی وه. غوښتل یی طبیب شی، هو یو ښه طبیب او دخپل لت چوپړ وکړی. اکرم ته نور، په مخکی خنډونه نه معلومیدل، پر دی یی سوچ کاوه چی څرنګه به لیسه، پای ته ورسوی او بیا به د پوهنتون په لور، راونیږی.
 
دوام لری...................