په برلین کی د افغانانو او آلمانیانو ګډه غونډه
د جون 30 ـ 2012 م کال
امریکا او ملګرو یی د امنیت شورا د پریکړی له مخی پر افغانستان باندی یرغل وکړ . پریکړه د ملګرو ملتونو ( م ، م ) د منشور د ۵۱ مادی له مخی تنظیم شوي وه . د منشور ۵۱ ماده غړیو هیوادونو ته د تیری په وړاندی د مشروع دفاع حق ورپه برخه کوی . خو د وخت د حال او احوال تر اغیز لاندی، احساساتو او جذباتو په اصولو باندی برلاسی وموند : له یوی خوآ د مشروع دفاع حق د استفادی حقوقی شرایط له پامه وغورځول شول او له بلی خوآ بهرنیانو د خپلْْي جګړی په اړه د هیڅ یوي افغانی حقوقی مرجع چه ديرغلګروقوتونوپه واسطه جوړه او په رسميت پيژندل شوي وه ، موافقه ترلاسه نکړه . جګړي په یواړخیزه توګه د ناتو د اجندآ له مخی دوام وموند .
ناتو د افغانستان په تپل شوی غیر عادلانه جګړه کی لږ تر لږه لس غلطۍ وکړي چه ځیني یی لیونتوپ ته نږدیوالی لری . موږ دلته یوازی هغو اشتباهاتو ته ګوته نیسو چه د ناتو په تاوان او د وسله وال مقاومت په ګټه تمامي شوی دي:
۱ ــ پدغسی یو هیواد باندی تیری، چه ماتی خوړلی امپراتوران او تاریخ پوهان ورته د امپراتوریو د هدیري لقب ورکړی دی .
۲ ــ بی له دی چه اقتصادی او ټولنیز چټک پرمختګ ته، چه د دیموکراسی بنسټیز بستر جوړوی، پام راواړول شی،د زورزیاتی او د جګړی د لاری د دیموکراسی تپل .
دا احتمال شته چه د صادر شوی دیموکراسی نیمګړی ارزښتونه چه د بهرنیو ځواکونو په زور ساتل کیږی، د دوی د عسکرو د وتلو نه وروسته له منځه ولاړ شی .
۳ ــ پدغسی شرایطو کی چه طالبان د بن لادن په اړه مفاهمی ته حاضر وو ، د هغوی واکمنی ړنګ او د افغانستان د بی ثباتی په مقصد لمړی ګام پورته شو .
د طالبانو او د صدام حسین واکمنی د ایران په وړاندی مقابله وزنه وه . د دواړو په ړنګولو سره، د ایران نه د لویدیځ په ضد یو سیمه ایز ځواک جوړ شو .
۴ ــ د ( م ، م ) د منشور او د امنیت شورآ د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ پریکړو په خلاف، د مشروع دفاع حق مدعیانو د افغانستان په کورنی جګړه کی د قومونو په خپلمنځنی اختلافاتو کی « جانب دارانه » دریځ ونیو او د ناپيلتوب د دريځ اصولو ته يي درناوي ونکړ۔.
جګړي په یوي ټاکلی جغرافیایی سیمه کی، چه پښتانه په کي اوسیږی، د قومی « ژنوساید » ( عام وژني ) په بڼه په شدت دوام وکړ۔
پښتانه د دیورند په دواړو خواوو کی د وسله وال مقاومت د ملآ تیر جوړوی ، دوی سره دښمنی ، د دی لامل شوه چه د پښتنو په میښته سیمو کی د ناتو د لوژستیکی لاری امنیت تر ګواښ لاندی راشی او نړیوال نظامی ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه د ستونزو سره مخ شی .
۵ ــ افغانی قومی لږکی په دودیزه توګه د روسیی، ایران، تاجکستان او ازبکستان په واسطه د افغانستان د ننه د نفوذ د لاسوند په توګه کارول شویدی.
کوم چه په افغانستان کی قومی شخړو ته لمن وهل او قومونو سره جنګول ، د ( ن ، ن ، ا ) د ستراتژی د پام وړ رکن وو ، ( ن ، ن ، ا ) په لوی لاس د افغانستان په د ننه د خپلو سیمه ایزو سیالو هیوادونو د نفوذ د پراختیا زمینه برابره کړیده .
۶ ــ ( ن ، ن ، ا ) د جګړی د لاری یوه فاسده ، مزدوره او د جنګی جنایت کارانو تر ایسار لاندی، واکمنی په خلکو باندی تپلی ده .چه پایلی یی د حکومت او ولس تر منځ د واټن د لا ډيريدو سبب شو، نوله دي کبله د ناراضیانو له منځه، د وسله وال مقاومت د جلب او جذب پروسی د پراختیا لامل ګڼلی شو .
۷ ــ ( ن ، ن ، ا ) پدغسی شرایطو کی چه په سومالی، لبنان ، لیبیا او سوریه کي جنګی جنایت کارانو پسی ناکراری کوی ، په افغانستان کی په جنګی جنایت تورن کسانو سره په ائتلاف کی قرار لری او د دوی د محاکمی مخه نیسی .
په داسي حال کي چه وسله وال مقاومت د جنګی جنایت کارانو محاکمه په اجندآ کی لری ، د ( ن ، ن ، ا ) « یک بام و دو هوا » دوه ګوني سیاست د ولس پام ، د خپلواکی او عدالت د یو ملی او ولسی ځواک په توګه، وسله وال مقاومت خواته اړولی ده .
۸ ــ مړو، شهیدانو او قرآن ته توهین او د ملکی خلکو پروګرام شوی ارادی وژنه، یعنی دولتی تروریزم ، چه پرته د اخلاقی څرګندونو نه ( معذرت ) کومه حقوقی پایلی ( تاوان ، محاکمه ) نه لرلي، د اشغالګرو قوتونو په وړاندی د خلکو بالقوه او بالفعله دښمنی ته لمن وهلی ده ، چي د هغه نه وسله وال مقاومت ګټه پورته کړیده .
۹ ــ په یوه لسیزه جګړه کی امریکا د وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو په اړه نه یوازی زړه نا زړه وه، بلکه د یو ناسنجول شوی او ماجراغوښتونکي دریځ په بنسټ باندی يي، دوی جګړی ته ولمسول : د خبرواترو تړل شوی دروازی وسله وال مقاومت دیته اړ کړ چه د اوږدمهالی جګړی د چمتووالی په مقصد د خپل جنګی پوتانسیل د پراختیا په مقصد خپلی اړیکی د ټولو سیاسی ـ مذهبی بنسټ پالو ډلو ټپلو او په سیمه کی د لویدیځ ضد دولتونو سره لازیاتی پیاوړی کړی . د تروریزم سره جګړه د دولتی او غیر دولتی تروریزم په جګړه بدله شوه. جګړه د خپل لمړنی طبعی، ساده او اعتدالی مسیر څخه منحرفه او پیچلی شوه . دغي پيچلتیا د سولی هلی ځلی د ستونزو سره مخامخ کړي .
۱۰ ــ د ( ن ، ن ، ا ) لسمه غلطی د افغانستان د جګړی افغانی کیدل دی : کله چه بهرنی ځواکونه په تدریج سره د افغانستان نه وځی، امنیتی چاری د ( ن ، ن ، ا ) د یونتونو نه افغانی امنیتی اورګانونو ته لیږدول کیږی . په داسي حال کي چه نوموړو اورګانونو په سیمه ايزو ، قومي ، ژبني او تنظیمي محور باندی جوړښت موندلی دی ، د بهرنیو قواوو د وتلو سره جوخت ،دا احتمال شته چه جګړه د دوو جغرافیایی او اتنیکی سیمو په منځ کی پیل شي : د جهاد د لسیزی د تعامل له مخی به د جګړی دواړه اړخونه د ګاونډيو او د سیمی هیوادونو د ملاتړ نه برخمن شی . په دي توګه د « جګړی افغانی کیدل » د « جګړی د لبنانی کیدو » استقامت غوره کوی .
په لنډه توګه! د بهرنیو ځواکونو لخوا افغانی لوری ته د امنیتی وڼدی د لیږد پروسه د افغانستان او د سیمی د امنیت په وړاندی د ماجرا او خطر نه ډکه یوه توطئه ده چه باید د لاندی اقداماتو په نیولو سره یی مخه ونیول شی :
باید د وسله وال مقاومت سره د سولی د یو « پروګرام » په چوکات کی خبری اتری ادامه ومومی . په نوموړی پروګرام کی د جګړه ایز حالت او د سولی او سیاسی ثبات په منځ کی یو انتقالی پړاو په نظر کی ونیول شی : یو مسلکی او ناپییلی حکومت د وسله والو مخالفینو په خوښه د دوو نه تر څلورو کلونو پوری په سیاسی واک باندی خپله قبضه ټینګه کړی .
لنډ مهالي حکومت به د ملی واکمنی د تآمین او د سولی او سیاسی ثبات په مقصد :
ــ د جنګ سالارانو، د عامه شتمنیو لوټمارانواو د بهرنیو استخباراتو د اغيز نه پاکه، سالمه اداره جوړوی .
ــ بهرنی انډوليز سیاست به غوره کوی .
ــ د بهرنیو قواوو د وتلو مهال ویش به ټاکی .
ــ د جنګی کورنی او بهرنی جنایت کارانو د محاکمی زمینه به برابروی .
ــ د بهرنیو ځواکونو په لنډ مهال حضور باندی ( تر ۲۰۱۴ م کال پوری ) به د دولت ولکه ټینګوی
ــ موازی قوتونه ( خصوصی کمپنی ګانی ، سیمه ایز پولیس ... ) به لنګوی .
ــ د دوستو هیوادونو په مرسته د ملی ـ مسلکی وسله والو قواوو د جوړیدو د پاره به یو پلان تنظیم او پلی کوی .
ــ په انکشافی او عادی بودجه کی به د دولت ولکه ټینګوی، او د افغانستان د طبعي شتمنيو په ګټه اخيستني سره به، هيواد اقتصادي خودکفايي پړاو ته رسوي .
ــ نوی اساسی قانون به تسویدوی او لویي جرګی ته به يي د تصویب په موخه وړاندی کوی .
ــ انتخابات به تنظیموی ( په انتخاباتو کی د لنډ مهاله حکومت غړی ځان کاندیدولی نشی ) .
د ( ن ، ن ، ا ) د ټولو دغو اشتباهاتو له کبله ، افغانستان د بهرنیو قوتونو د پاره په یو دښمن چاپیریال بدل شوی دی: بهرنی سرتيري د سفر او حضر په وخت کی د ټولو متحرکو شیانو نه ویره احساسوی: د سپرلیو په موټرو، د ودونو په مجلسونو او د مظاهره کونکو په ټولنو باندی ډزی، چه د ملکی تلفاتو کچه يي لوړه کړیده، د همدغي ویری زیږنده ده .
څو پیغامونه :
امریکا باید :
ــ د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره، چه جګړه بن بست ته رسیدلی ده ، د سولی د یو پروګرام په چوکات کی د وسله وال مقاومت سره په نیغه خبری اتری وکړی .
ــ د یو ملی ـ اسلامی ، سیاسی مرکزیت د جوړیدو په وړاندی چه د راتلونکی نظام بنسټ جوړوی خنډ رامنځته نکړی . نوموړی نظام به دی ته چمتو وی چه د نړیوالو قوانینو په درناوی او د هیواد د ملی ګټو په پام سره د سیمی د شخړو د هواری په مقصد د بهرنیانو سره همکاری وکړی .
ــ د دغي لس کلنی جګړي د جنګی جنایاتو د څیړنی په اړوند، چه ناتو يي یو اړخ جوړوی، یو ګډ کمسیون ( د وسله والو مخالفینو په خوښه افغانی نوی واکمنی او بهرنی لوری ) د جوړولو بند او بست وکړی .
کابل حکومت باید :
ــ د هغو جنګی عملیاتو سره چه د ناتو د لاری ترسره کیږی او په ترڅ کی یی ملکی کسان وژل کیږی، خپل نه همکاری اعلام کړی .
ــ انتخابات چه د جګړی د دوام په مقصد یوه توطئه ده تحریم کړی .
ــ کله چه د وسله وال مقاومت سره خبری اتری مثبتی پایلی ته رسیږی ، د کابل حکومت ډله ایزه استعفآ اعلام کړی .
وسله وال مقاومت باید :
ــ د جنګی تحرکاتو په څنګ کی سیاسی کار وکړی .
ــ د تمدن د ارزښتونو د لاسته راوړنو سره، چه د اسلام د مقدساتو سره په ټکر کی نه وی، روغه جوړه وکړی .
ــ ناتو ته ډاډ ورکړی چه ثبات لرونکي افغانستان هیچاته امنیتی ګواښ نه رامنځته کوی .
ولس باید :
ــ د ګډ ژوند هنر زده کړی او د بهرنیانو د نفاق اچولو د سیاست ښکار نشی .
« پای »
فرانسه
د جون ۱۵ ـ ۲۰۱۴ م کال