په کوټه کي د بسمل صاحب په وړیاړ غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50306
عبدالسلام سیرت
دخبریدو نیټه : 2012-07-12

په کوټه کي دبسمل صاب په وياړد ترسره شوي يوه ورځنی سمينار لنډ راپور:

دروان کال دجولايي دمياشتي پر   ۲۰۱۲/۷/۱۱نېټـه  ‍ د چهار شنبې  په ورځ  دکوټي ښار په سمسوره اوسړه سيمه هنــه وړک کي،  ياد سمينار دکامران پښتومطبوعاتي مرکز ،او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني په ز ياراوهڅه ، پر مهالي وخت  سهار ۱۰بجې دقاري منقادزهير  په  تلاوت  دقــران کــريم په څومبارکوآياتونوسره پيل شو ،
چي لومړی دکــوربه په صفت  د وتلي اوپیاوړي ليکوال مجيدار يــا صاب ، له خواراغلو ميلمنو اوغونډي برخه والوتــه د مننــي اوښه راغلاست ويلو ،ترڅنګ په جرمني کي د مېشت پياوړي ليکوال وشاعر اوپرر يښتينولۍ   مين ښاغلي  محمدامين بسمل  له خواغونډي ته راليږل شوي پيغام  ولوستل شو ،
ورپسې دمقالوبرخه پيل شوه ، چي دصدارت يامشرتابه چاري یې دکراچي نه راغلي وتلي تکړه ليکوال ا وتجز يه نګار ښاغلي  ربنواز خټک اودويندويی چاري يي ځوان شاعراوجورنالسټ کمال کاکړ پرمخ وړلې ،
لومړۍ مقاله  (بسمل اودهغه قلمي مبارزه) ترسرليک لاندي دپروفيسرعرفان الله عرفان داوي له خوا واورول شوه ،
چي ور پسې دنورو، درنو ليکوالو له خواهم ، خپلي علمي ،څېړنيزي ،
‍  اوهراړخيځي  معلوماتي مقالې ، د ورسپارل شوو سرليکونو لاندي واورول شوې  ،
په پای کي  دنړۍ دلراوبرنه  دادبي کلتوري ټولنو ، نشراتي ارګانونو ، اوادبي قــدرونو اوعالمانوله خوارارسېـــدلي  پيغامونه اوليکني  ، دکوربه له خواپه ز ياته خوښۍ ،قدردانۍ  اومنني سره دغونــډي ګډونوالو ته ور واورول شوې ، چي  په نژدې راتلونکي کي به دسمينار دمقالو په ټولګه کي هم چاپ کړل شي  ،
دغه راز لومړۍ برخه ماپښين پر دوې ۲ : بجې دسمينار دموظفي جرګه ګۍ له خوادلاندي پرېکړه ليکونوپه اعلانولوسره  پای ته ورسېــده .

 ۱پښتو ژبه دي په ټولو پښتون مېشتوسيموکي ددفتر او ښوونځۍ ژبه شي .
۲ حکومتي چارواکي دي دنړې په هره برخه کي چي وي ،دپښتوليکوالو،  جورنالسټانواوملي قدرونو بشپړامنيت خوندي او تضمين کړي .
 ۳په ټلويزوني چېنلونو ،چاپي رسنيو، او رېډيوګانوکــي دي د پښتونشراتو برخه ،دپښتني ژواک سره سمه ډيره اوسوچه کړله شي .
۴ په لراوبرکي دي ادبي تنظيمونــه ، کلتوري ټولني اوپښتواديبان ،ليکوالوته دهري ور پيښي ستونځي  په اړونــد سره همږغي  شي ،
اوپه يوه خوله دي د خپل اوز اوچتونکي وي  .
 ۵  په  ټولوپښتني سيموکــي دي دپرديوله خوا دتپل شوي  کرغيړن جنګ  ټغرټول او امن تامين کړل  شي .
۶دمکتبونو ، مزارونو اوتار يخي اثارو ړنګول اوسوځول دي ودرول شي  ، دبيارغوني چاري دي يې دچارواکوله خواپيل اوچټکي شي .
۷پښتانه دي پخپلومنځوکي ليکونه په پښتويوبل ته تبادله کوي ، دهټيو او واټونولوحې دي په پښتو ليکي .
۸دپښتوژبي  وده اوپرمختګ دي دهر پښتون وګړي فرض اودزړه ارمان وي .
دغونـډي دويمـه برخه  مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، چي صدارت يې تکړه اوځوان فرهنګپال شاعرډاکټرعبدالسلام سِرت اووياندويي يه هڅاندليکوال ښاغلي محمدنسيم سحراڅکزي  ترسره کول،
دماپښين پر دريو  ۳:بجوپيل شوه :
چي يوز يات شمېردجنوبي پښتونخوادبېلابېلوسيمو،کراچي ،اوډيورنډکرښي هاخوا  خوږ ژ بو اوتکړه شاعرانو په ښکلي ترنم اوخوږو ډيکلموسره دشپې ترلسو ۱۰: بجوپوري  پرتمينه اوله بزمه ډکه وغځول ،
چي بياقــدرمن ميلمانه د قومي مخور محمدهاشم خان کاکړ باغ ته بوتلل شول ،چي هلته د  ډوډۍ خوړلو اوټنګ ټکور انتظام  شوی وو،
 چي دځينوخوږژبوسندربولولکه  صادق افغان ،پروېز پښتون ، او ثاني عبيدالله په ملي ترانو اوخوږوسندروسره په کاميابۍ اوزيات برياليتوب  پای ته ورسېــده !