اکرم او صحرا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50399
احمدجان نوزادي
دخبریدو نیټه : 2012-07-17


شپږم څپرکی:
د اکرم مور په داسی حال کی چی زوی یی غوښتل، خدای په امانی ورسره وکړی، یوشفتالو ګلی دستمال چی څه پکی غوټه وه، اکرم ته ونیو، داسی یی وویل: زویه په دی دستمال کی می درته یو یوڅو روغانی ټړلی دی، وایی خله تر څو تریوی ابادی پوری رسیږی په درد به دی وخوری، ، د اکرم مور، زوی غیږی ته را کش کړ، ټینګ یی ونیو او په ژړا ژړا کی یی وویل: زویه ستا ډوډی دی ګرمه او اوبه دی یخی وی، لوی خدای دی مل او ملګری شه، ژر دی لیک راو ولیږه کنه سترګی به می درپسی ړندی شی، وروسته د اکرم ترور، اکرم په غیږ کی ټینګ کړ، پر دواړه غومبورو یی ښکل کړ، بیا یی په اوږکی وواهه اوداسی یی وویل: ځه بچیه په مخه دی ددنیا ښی او ښادی شه.
 د اکرم ترور او موراکرم دری ځله تر قران شریف لاندی تیر کړ، اکرم سره ددی چی کو ښښ یی کاوه ترڅو ځان کنترول کړی، خو نه توانیده، ستونی یی د ژړا ډک ؤ، د خبرو توان یی نه درلود، اوښکو یی پر مخ لاری ایستلی وی، د خدای په امانی په نیت یی لاس پورته کړ او ټولو ته یی وښوراوه او نور د پلار او دترور دخاوند سره د کوره بهر شو، همدا چی د اکرم قدمونه ددروازی د چهارچوب نه بهر شوه، موریی یی یوه کوزه اوبه پسی چپه کړی، او بیا یی مور او ترور دحولی په دروازه کی ودریدل ترڅو د اکرم د هر قدم سره د خدای په امانی وکړی.
 اکرم لا د کوره څو ګامه وړاندی نه ؤ تللی چی د کلی د مشرانو او سپین ږیرو، ځوانان او دکلی د ملام اما سره چی د اکرم سره د خدای په امانی په نیت په لاره کی انتظار وه. مخامخ شو. ټول د اکرم په تللو خپه وه، هر یوه پخپل وار اکرم ته غاړی ورکړی او هغه ته یی د ښه سفر هیله وکړه. اکرم د ملا صاحب او دکلی د سپین ږیرو لاسونه ښکل کړه. د کلی ملا امام اکرم په اوږ کی وواهه او داسی یی ورته وویل: اکرم جانه، ته خو زما د مسجد څراغ وی، تا غوندی ځوانان خو په کلی کی ډیر کم میندل کیږی، زیاته یی کړه، ستا مور او پلار د خدای پاک ښه بنده ګان دی چی خدای پاک هغوی ته ستا په شان خدمتګاره او متدین اولاد ورکړی دی، زیاته یی کړه، زلمیه، ځه په مخه دی ښه، هر چیر چی یی خدای پاک دی ستا ساتنه وکړی. اکرم د کلی ټولو راټولو سوو کسانو ته مخامخ ودرید، په ژړه غونی اواز یی وویل: دخدای په امان، ددوعا می مه هیروی.
 اکرم د ترور د خاوند سره هم د خدای په امانی وکړه او په داسی حال کی چی یوازی پلار یی ورسره ملګری ؤ د ولسوالی لاره یی راخپله کړه.
 پلار او اکرم په چټکو ګامونو د ولسوالی په لور روان وه، دواړه خاموشه وه، یوه هم خبری نه کولی، پلار یی خو یی غوښتل چی ځان د زوی د هر قدم سره ملګری کړی خو دوخت غوښتنه بل ډول وه، دواړه باید سره بیل شویوای، د کلی نه لیری د هدیری خواته راورسیدل، دواړه ودریدل، لاسو نه یی اسمان ته لپه کړل، یوه اوږده دوعا یی وکړه، یوه شیبه یی یو او بل ته ژور، ژور، وکتل، یوه هم د خدای په امانی او جدایی توان نه لاره، پلار یی بیله دی چی څه ووای دواړه لاسونه یی د اکرم پر مخ راکش کړل، اکرم په ژړانده اواز وویل: پلاره، په ما باور وکړه ستا دا بده ورځ به هیڅکله هم له یاده ونه باسم. پلار زوی غیږته راکش کړ، دواړه غاړی تر غاړی شول، تر یوه اوږده سکون او خاموشه توپان وروسته اکرم د پلار لاسونه مچ کړل او په داسی حال کی چی ددواړو پر مخ د اوښکو سیلاب لاره ایستل، یو دبل نه یی په پټه خوله خدای په امانی وکړه. اکرم د ولسوالی لاره خپله کړه او پلار یی هدیری ته وروګرځید تر څو یوه شیبه خپل د خدای بخښلی پلار سره د زړه خواله وکړی.
 د اکرم پلار، خپل د پلار د قبر خواته کښیناست، ولی سترګو یی د اکرم قدمونه څارل چی یو په بل پسی د کلی لیری کیدل، د اکرم پلار تر هغه د اکرم د قدمونو ته کتل تر څو د سترګو یی پناه شو، بیا یی یوه اوږده دوعا ولوستل، لاسونه یی لپه کړل او بیا یی خپل خدای بخښلی پلار، د کلی ټولو مړوته دوعا وکړه او بیرته په ماتو بندو د کلی په لور راستون شو.
 اکرم په چټکو ګامونو د ولسوالی په لور حرکت وکړ، تلاښ یی کاوه ترڅو و لومړی بس ته ځان ورسوی، د لومړی تپي سره ته پورته شو، نا ببره ودرید، مخ یی د کلی په لورواړاوه، کلی ته یی یو ځغلنده نظر وکړ، خیالونه یی د کلی په خاورینو کوڅو کی په منډه منډه وګرځیدل، همزولی، ښوونځي، سپین ږیری او مشران یی په د خیالونو په ښکلی نظر کی راوګرځیدل. کلی خاموشه ؤ فضا یی زړه وړونکی وه، اکرم ته د کلی جدایی ډیره سخته وه، ولی چاره نه وه، داتصمیم یی کلونه پخوا نیولی ؤ. اکرم په همدی خیالو کی ډوب ؤ، زړه یی د کلی نه، نه تی، نا ببره متوجه شو، چی زړه یی د کلی نه ځی، ژور اسویلی یی وایست، د خدای په امانی لپاره یی لاس د کلی په لور وخوځاوه، ویی ویل: ته دی تل اباد یی، ته زما د خاپوړو کلی، ته زما د بابا کلی، ته زما زیبا کلی، زه به تا هیڅکله هم هیرنشم کړای، بیا یی په چټکو ګامونو د ولسوالی په لور حرکت وکړ.
 اکرم په ډیر ښه وخت کی دولسوالی ښارګوټی ته راورسید، د هډی په لور یی حرکت وکړ، لا هلته نه ؤ رسیدلی چی د کلینر اواز چی ویل یی: هلی، هلی، تلوار وکړی، یوازی دوه سیتونه خالی دی، موټر حرکت کوی، هلی هلی. یی و غوږته راورسید، ګامونه یی نورهم ګړندی کړه. ځان یی سرویس ته ورساوه، موټر ته وخوت او په اخر سیت کی یی ځای ونیو.
 کلینر یو ځل بیا په زوره، زوره ناری کړه، هلی، هلی ، اوس یوازی یو کس ته اړتیا ده، موټر حرکت کوی، هلی، هلی، ځان راو رسوی.
 په دی وخت کی یو زلمی چی دیوه بوډا لاس یی غاړه کی اچولی ؤ، ځان یی موټر ته راورساوه، دکلینر نه یی د مرستی غوښتنه وکړه، کلینر په سپین سترګی سره وویل: ددوو نفرو لپاره ځای نشته، یوازی یو سیت خالی دی.
 مسافر زلمی چی ناروغه پلار یی د موټرو تر تم ځای پوری په ډیر مشکل رارسولی ؤ، ودرید، په فکر کی لاړ، داسی معلومیده چی د ډیر لیری فاصلی نه راغلی دی او پلار یی هم ډیر ناروغه دی. پسله یوه سکوت نه یی وویل: خیر دی وروره، پلارته می ځای ورکړه، زه به ځان یو ځای راځوړند کړم.
 کلینر په سپین سترګی سره انکار وکړ، او مسافر زلمی بیا په سوچ کی لاړ، په دی وخت کی د اکرم نظر په بابا ولګید خپله غوټه یی خپل د څنګ ملګری ته ورکړه او پخپله د بوډا بابا و مرستی ته ورودانګل. د بوډا بابا یو لاس له مخکی نه د هغه د زوی په غاړه کی ؤ، بل لاس یی اکرم پخپله غاړه کی واچاوه او د بابا پر زوی یی ږغ وکړ: هله مرسته وکړه چی پورته یی کړو، دسترګو په رپ کی یی بوډا بابا پخپل سیت کی کښناوه، د هغه زوی ته یی وویل: وروره په خواکی یی کښینه، خپله د موټر منځ کی کښیناست او خپله غوټه یی ترځان لاندی کړه. د موټر سوارلی ټول د اکرم ودی حرکت ته حیران پاته وه، هر یوه ورته شاباش وایه او ټولو ویل افرین دی پر مور او پلار شه.
 موټر وان د موټر جلو ته کښیناست، پسله څو سلپه بالاخره موټر چالان شو، ډریورپه داسی حال کی چی د حرکت امادګی یی نیول، پر سوارلیو ږغ وکړ: یوه د خیر دوعا وکړی او ددوعا سره سم د موټر ټایرونه د کابل په لور و خوځیدل.
 سرک بی حده خراب ؤ، موټر په سرعت تګ نه شو کولای، په ورو، ورو خوځیده او لاره یی لنډوله. د اکرم دا لومړی ځل ؤ چی په اوږده مسافری وتلی ؤ. په مینه مینه یی خپل د وطن پراخی دښتی او ورشوګانی او شنه باغونه له نظره تیرول او لذت یی ترینه اخیسته. د اکرم لپاره هرڅه نوی او په زړه پوری وه. د اکرم سترګی د وطن په پراخه ورشوګانو کی ښخی وی خو فکر به یی کله کله د کابل د پوهنتون په چمنونو کی او کله به بیرته د کلی په لورستنیده، ماشومتون، د کلی خاورینی کوڅی، د کلی واړه او زاړه به یی له نظره تیرشول، دی سوچونو ډیر دوام نه کاوه، د موټر تکان به هرځلی د اکرم خیالونه خراب کړ، هغه به یی د کلی نه او کله کله هم د کابل نه بیرته ولویو دښتو او وران سړک ته را وګرځاوه، او دهغه فکر او سترګی به یی سره ملګری کړل. اکرم به شاوخوا نظر وکړ، سترګی به یی د ناروغ بابا پر لور راواړولی، زړه به یی پی وخوږید، نیکه به یی ورپه زړه شو اوبیا به یی په زړه کی ورته دوعا وکړه، بابا خدای دی روغ کړه. اکرم مخ د بوډا بابا دزوی ولورته راواړاوه، اوداسی پوښتنه یی وکړه:
 وروره دای څه کیږی؟
ځوان ځواب ورکړ: پلار می دی او ډیر ناروغ دی.
اکرم: څه تکلیف لری؟
د بابا زوی خپل د پلار دناروغی کیسه داسی شروع کړه: وروره، زه خو یی په تکلیف نه پوهیږم، خو ډیره موده کیږی چی ناروغ دی، ټوخیږی، ځان یی درد کوی، خوب او خوراکی یی ورک دی، پر ډیرو زیارتو می وګرځاوه، ډیر تاویزونه می ورته راوړل خو کاریی ونه کړ، بیا می د کلی ډاکترته مراجعه وکړه، د بابا زوی یو سوړ اسویل وایست، زیاته یی کړه: په هیچا کی انصاف نه دی پاته، که ووایم چی ترسل ځلی می زیات د کلی ډاکتر ته وړیدی، نو درواغ می نه دی ویل، هر ځلی یی پلنډه پلنډه درمل راکړیده او که ووایم چی د کلی ډاکتر خپل ددرملځی نیم درمل یی په ما خرڅ کړیدی، خپل ټول شته می وهغه درملتون والا ته ورکړیدی، او ډیر زیاتی پیسی یی دا اوس هم راباندی قرض دی نو دروغ می نه دی ویلی، دبابا د زوی ستونی د ژړا ډک شو، یوه شیبه خاموشه شو، ځان یی کنترول کړ او بیا یی داسی شروع وکړه: بلا دی په پیسو پسی سی، خو کاشکی می پلار روغ شویوای. د پلار حالت می ورځ تربلی خراب شو، څه موده مخکی می د ولسوالی ډاکتر ته یووړ، هغه هم یوه، دوی نسخی درمل راکړه، ګټه یی و نکړه، څه موده مخکی د ولسوالی ډاکتر راته وویل: ځوانه د پلار حالت دی خراب دی او شاید له دی نه هم خرابتر شی، زما مشوره داده چی کابل ته یی یوسی، دکابل امکانات له موږه ښه دی او زه ډاډه یم چی هلته به ژر جوړشی. یوه ټوټه ځمکه می ورته ګرو کړه، اوس دایم کابل ته روان یم، بلد هم نه یم، نه پوهیږم چی لار اوګودر پیدا کولای شم او کنه، د بابا زوی یو سوړ اسویلی وایست او چپ شو.
 اکرم د بابا د زوی ټوله قصه د شروع نه تر ختم پوری واوریده او په دی خوښ ؤ چی دی زلمی دخپل پلار خدمت کړیدی، خو په دی سخت غمګین ؤ چی درملو هیڅ تاثیر نه دی ښندلی. اکرم وویل: وروره، دنړی خوشبخته خلګ دخپل مور او پلار خدمت کوی، زه ډاډه یم چی خدای ج به تا هیڅکله هم خوار نکړی، پیسی خو هر وخت پیدا کیږی، تا ډیر ښه کارکړیدی چی د پلار په خاطر دی پټی ګرو کړیده. اکرم زیاته کړه: زه ډاډه یم چی دهغه لوری به ستا پلار پخپل پښو راروان شی ، ستا زحمتونه به بی ځایه نه وی.
 اکرم وویل: ځان تنها مه احساسوه، زه هم کابل ته ځم،او ترهغه ځایه چی هره ستونزه وه، نو په ګډه به یی حلوو.
 د بابا زوی: وروره، خیر یوسی، ما ستا همدری احساس کړه، که ته نه وای نو زه به اوس په دی موټر کی نه وای، کلینر خو ماته بیخی ځای نه راکاوه. اوس د بابا د زوی نوبت ؤ چی د اکرم نه پوښتنه وکړی. داسی یی وویل: کابل ته خو ځي، خو ودی نه ویل چی تاسو کابل ته د څه لپاره ځی؟
 اکرم: وروره، پوهنتون ته می امتحان ورکړیدی، نتایج ناوخته راغلل او زه اوس روان یم چی لاړشم او خپل پوهنتون ولولم.
 د بابا زوی: ښه! ښه !! ښه !!! نو داسی خبره ده، خدای دی کامیابه لره وروره.
اکرم او دبابا زوی دواړه چپ شول، د بابا زوی نظر دپلار په لور واړاوه، لږی یی سره جوړ کړ او اکرم یو ځل بیا د خیالونو په ټال کی لاهو شو. دمور اوښکی او د پلار نصیحتونه، ماشومتوب، زلمیتوب، ښوونځي، کلی او کلیوال یی د فلم د صحنی په ډول په فکر کی را وګرځیدل، اکرم د خیالونو په خوږو ټالو کی لاهو شویؤ چی موټر بیا یو جمپ وخوړ او اکرم یی د فکرد ټاله را وایست.
 ورځ لنډیده، خو د کابل لا نه ښکاریده، داسی معلومیده چی کابل خورا لیری دی، اکرم نه پوهیده چی شپه به کابل ته ورسوی او یا دایچی پر لاری به چیری، تم شی. موټر د وطن په ناپایه دښتو کی منزل واهه، لاره یی لنډوله، پسله ګړیو، ګړیو سفر نه به د کوم ښارګوټی له منځه تیر شو، سوارلیو به تبصره وکړه، دا فلانی ښارګوټی دی. د اکرم لپاره هر څه نوی وه، د هر ښارګوټی نوم به یی و فکرته سپاره.
 د اکرم لپاره یوڅه ډیر په زړه پوری وه: اکرم په کلی کی فکر کاوه چی د نورو ښارونو خلک به د جامو او کلتورپه لجاظ ددوی د کلی سره توپیر لری، خواوس یی لیدل، چی افغانان ټول یو ډول لباس اغوندی او د ورته دودونو خاوندان دی. هر څه ورته شناخته ښکاریده او دی نکتی اکرم ته خوشحالی وربخښله.
 نا وخته غرمه موټر ښارته راورسید، ډریور موټر د یوه هو ټل و مخته پارک کړ، سوارلیو ته یی مخ راواړه او داسی یی وویل: وروڼو کښته شی، مړی وخوری او لمونځونه ادا کړی، خو تلوار وکړی چی ژر بیرته موتر ته راوګرځی، لاره ډیره خرابه ده، ورځ هم تللی ده، د ماښام وروسته غل او غدو هم پیدا کیږی، موږ باید ځان په وخت و یوی ابادی ته ورسوو، او بیا د موټر نه کوز شو.
 سوارلی هم یو، یو د موټر نه کوز شول، څوک راسا هوټل ته ننوتل خونوربیا اول د اوداسه او لمانځه په لور وخوځیدل.
 اکرم اول لمونځ ادا کړ اوبیا د هوټل مخته کښیناست او هو ټلی ته یی دشین چای فرمایش ورکړ، سور شفتالو ګلی دستمال یی راخلاص کړ، د مور دلاس پخه کړی روغانی چی پکی د مور مینه وه، را واخیستل اوپه مزه مزه یی دچای سره یی وخوړل، شکور یی واست، د هوټل پیسی یی ورکړی او دسفر ددوام لپاره یی ځان و موتر ته راو ورساوه. سوارلی یو په بل پسی موټر ته راوختل او موتر د کابل په لور حرکت وکړ.
 لاره ډیره خرابه وه، موټروان هڅه کول ترڅو شپه وزابل ته ورسوی، خو هلی ځلی یی بی نتیجی وی. ماښام تیاره ښارصفا ته ورسیدل. موټر ودرید، سوارلیو د ماښام لمونځ ادا کړ. ډیرو سوارلیو ګمان کاوه چی شپه به هم هلته وی، خو یوتعداد زلمیانو غوښتل څو سفر ته دوام ورکړی، موتر وان غوښتل چی سفر ته دوام ورکړی او لږترلږه ځان و هدف ته نژدی کړی.
 اکرم مخ سوارلیو ته واړاوه او ویی ویل: وړونو عجله د شیطان کار دی، د هرڅومره تلاش سره سره موږ بیا هم هدف ته نه شو رسیدلای، نو بیا ولی ځان د احتمالی خطر سره مخامخ کړو. ښه خبره به داوی چی شپه دلته تیره کړو او سبا سهار په وخته حرکت وکړو. ټولو د اکرم خبره تایید کړه، سوارلی د هوټل په لور وخوځیدل، ډریور هم موټر دیوه هوټل و مخ ته پارک کی.
 سبا سهار د ملا داذان نه مخکی سوارلی یو په بل پسی د خوبه پاڅیدل، اودسونه یی وکړل، ځانونه یی موټر ته راو رسول، ټول سوارلی په یوه شیبه کی پوره شول او موټر د کابل په لور حرکت وکړ، یوه ساعت وروسته د سهار رڼا پیدا شوه، ډریور موټر تم کړ. د لسو دقیقو په اوږدو کی سوارلیو لمونځونه ادا کړل، موټر دوباره حرکت وکړ او خپل سفرته ادامه ورکړه.
 اکرم تراوسه یوازی یوه شپه په سفر کی تیره کړیوه، خو داسی ورته معلومیدل، لکه میاشتی چی یی کورنه وی لیدلی، مور او پلار یی سترګو ته ګرځیدل، مسافری ډیره سخته ورته معلومیده. اکرم ته د کلی هرڅه یادیدل، دکلی ونی، باغونه، د اوبو ډکی ویالی، همزولی، د مسجد مازدیګر، د کلا زاړه او خاورین دیوالونه، د کلی واړه او زاړه یی، یو، یو په ذهن کی را ګرځیدل او اکرم یی زوراوه خو اکرم تصمیم نیولی ؤ چی پوهنتون به لولی. هو! دا داکرم ډاډ ؤ او له دی نه تیریده. اکرم خپل هواس راټول کړه، دخیالونو د ټاله را ووت او دځان سره یی وویل: زه باید طبیب شم، و خپل ولس او کلیوالوته دخدمت جوګه شم، دا وطن زما او زما په څير د زلمیانو و زلمی قووت اړ دی.
 ورځ په منډه منډه تیره شوه، لمر په ډوبیدو شو، خو لاتر اوسه هم کابل نه معلومیده، اکرم خو په دی هم نه پوهیده، چی تر کابل پوری څومره لاره ده او دکومو ښارونه باید تیر شی، کله کله به یی د ملګرو نه پوښتنه کول، څه وخت به کابل ته ورسیږو. د اکرم د وروستی پوښتنی په ځواب کی یو چا وویل: تر کابل پوری لا یوساعت لاره پاته ده. اکر خوشحاله شو او ډاډه شو چی اوس نو و کابل ته رد سیدو لپاره کومه موانع نشته.
 یو ساعت لا نه ؤ تیر چی د لیری نه د کابل روښانه ګروپونه و نه ځلیدل، اوسوارلیو ته یی د رسیدو زیری ورکړ، هر سړی خپل د غوټی په جوړولو پیل وکړ، په یوه شیبه کی موټر د کوټی سنګی په تم ځای کی ودرید، موټر وان وویل ‎: وروڼو، فکر مو ونیسی چی څه مو دیاده ونه وزی، هر چا تلوار کاوه چی ژر له موټرنه کوز شی او ځان ویوی ابادی ته ورسوی، سوارلی یو په بل پسی د موټر نه کوز شول او په یوه شیبه کی موتر کاملا خالی شو.
 دوام لری............