په يوه مجلس کښي په درې واره ښځي ته طلاق ورکول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50407
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-07-18


فتوی نمبر (۶۰۲)
.
مفتي   :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي: محمد نويد/جرمني.

يوه حنفي العقيده سړي وښځي ته درې طلاقه ورکړه مطلقې خپل سامان  وغيره دځان سره واخستل دمور او پلار کورته ولاړه
دې نه وروسته دې سړي له يوغيرمقلد(اهل حديث) عالم نه فتوا واخستله چي په يوه مجلس کښي په درې طلاقه اچولو سره يوطلاق واقع کيږي.
چي دهغه درجوع قابل دئ.بيا دې سړي ددې فتوا په رڼا کښي بيرته دغه ښځه وکورته راوسته اواباده يې کړه، ددې سړي ددې کار بغیردحلالی څه حکم دئ اوپه موږمسلمانانو باندي ددې سړې سره کومه رويه پکارده.

 

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
داسړي دائمه ؤ ار بعه ؤ څخه منحرف  سوئ دئ دقرآن کريم اوحديث شريف اواثار صحابه څخه يې روګرداني کړېده ځکه چي دادرې واړه  طلاقه په اجاع دصحابه ؤسره واقع کيږي.
قدثبت النقل عن اکثرهم صريحابايقاع الثلاث ولم يظهرلهم مخالف فماذابعدالحق الاالضلال وعن هذا قلنا لوحکم حاکم بانهاواحدة لم ينفذحکمه.[ردالمحتارعلی هامش درالمختار/ج۲/ص۴۵۵/کتاب الطلاق.
داسړي دتعزير لايق دئ ټول اهل اسلام بايد له ده څخه تعلقات پريکړي.والسلام ومن الله التوفيق.