دتاریخ په اوږدو کي پښتانه پهلوانان په ارياناکي - ۴

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50438
شريف الله. دوست (سرواني )
دخبریدو نیټه : 2012-07-20


(غرغښت ياګرشاسپ باباپه آرياناکي)  (له ننه ۳۰۰٠ـــ۳۵۰۰کاله پخوا)
څلورمه برخه

غرغښت ياګرشاسپ بابا دچين په داستاني تاريخ کي:
لکه څنګه چي دپښتون رستم پهلوان اوزوى يي سهراب(=سور+اب) کيسه دفردوسي خراساني دشاهنامې پيژندل سوي داستانونه دي همداډول دچين په کيسه يز تاريخ کي دې ته ورته د دوچينايي پهلوانانوهريو(لي څنګ۶۲)(=里吃年糕? اوزوي يي (نوڅا۶۳)کيسه يز پيژند هم په همدې اندازه په چينايي ټولنه کي له زرګونو کلونو راهيسي شهرت لري او دچينايانو پر ژبو گرځي(۶۴)خو د داډول چينايي داستانوپه منځ کي ځيني داسي داستانونه هم سته چي کټ مټ داريايي په ځانگړې توگه دلرغونو پښتني کيسه يز داستانو سره ورته والى لري لکه: دګرشاسپ (=غرغښت بابا اوروستم پهلوان) داستانو چي دچينايي غښتلي ليندي لرونکي پهلوان (۶۵)
دژونداوکړنوسره نږدې دي .دبېلگي په توگه د(يي = 以داستانونه چي د ،(تانګ تينګ۶۶= 屯个挺)سيندته نژدې هغه مارچي زرګامه (شاوخوازرمتره)اوږدوالى درلود او وګړي يې په ساه کشول وژلى دى همداسي دې ته ورته لکه غرغښت بابا چي هغه د غټ وجود لرونکى مرغه وژلى دى همدې چينايي (يي)هم دې پيښي ته ورته يومرغه چي دبشرپه زيان ؤ وژلى دى(۶۷).

دغرغښت بابا دواده کيسه :

(غرغښت بابا د روم په داستاني تاريخ کي):
داسيمه(=روم = ايټاليا) په لومړي کي د(اټرسکن)تهذيب زانګو وه وروسته ورته (رومن)وګړي راغلل او ورپسې (بربر) قبايل راغلل.نوموړې سيمه اوس دايټاليا په نوم ياديږي، پلازمېنه يې (روم)دى .(۶۸)
دلرغوني اريانا په پېرکي؛ دروم قيصر(پا چا) چي ډيري لوڼي يې درلودې يوه يې ميرمن (کتايون) چي يوښکلې اوپياوړې مېرمن وه د اريايي(اسپه کورنۍ) له اريايي ګشاسپ پاچا سره واده وکړ.
همداسي د روم پا چا يوه بله لور هم د(ميرمن اهړن)په نامه چي د(روميه په ښارکي اوسېدل درلودل هغه چي پيښو او اتفاقاتو د غښتلي پښتون اريايي ځوان غرغښت (=گرشاسپ بابا )مېرمن کړه(۶۹):
اسدي توسي خراساني يې په خپل منظوم اثر گرشاسپ نامه کي داستان په دې ډول راپېژني:

بروم اندرون بدشهي نامجوى
که در(روميه)آرام اوى
شاهين هرسوى ګسترده نام
بکاهش همه کشور روم رام(۷۰)
دروم دقيصر لور(مېرمن اهرن)ډيره ښکلې او زړه وره وه:
بدش دختري لاله رخ کزپري
ربود لازکش و دليري
زخوبي فزون داشت فروهنر
بدوراست بدشت بخت پدر
بسي خواستندش(کيان)زارګان
زهرکشورآمدفرستادګان(۷۱)
دروم قيصردخپل لور د ورکړي يوداسي شرط ايښي ؤچي هغه قوي اوسخته ليندۍ چي پاچا ه دوره(=دروازې) پر مخ راځوړند کړى ؤ،د جارچيانو او اوازه ښندونکو لخوا په ټول هيواد کي ويل سوي وه که هرچا ياده سوې ليندۍ ماته کړه خپل لوربه هغه ته ورکوي .دليندۍ ماتولو دود له لرغونې مخينه لري.
په دې ترڅ کي يوځل غرغښت کيسه ځان ته څرګنده کړه اوډيرخوښ سوځکه دليندۍ ماتېدل،که هرڅومره هم سخت اوټينگ وي بيا يې هم ماتيدل غرغښت بابا(=ګرشاسپ)ته ناشوني (نه) وه(۷۲).
که دامادم انکس بودکاين کمان
کشدګرچه باشدزهرکس کم آن

ګرشاسپ بابا يو تازه دمه مسافر د(روميې)ښارته ننوت،ګرځې راگرځېده ده ترڅوکاروان سراى ته ورسېد،مخ ته ولاړ اودښار له يوتن سوداګر سره اشناسو،ملګرتيايې ورسره واچول په څنګ کي يې له نږدې څخه دروم دقيصردلور(اهړن)کيسه هم واورېدل:

شه روم رادختري دلبراست
که از روى رشک بت آذر است
نګاري پري چهره کزچرخ ماه
نداردبدو تيزکردن نګاه
دل هرشهي بسته چهراوست
برايوانهاپيکرچهراوست
زمهرش پدر رنګي اميختست
کماني زد رګه برآويخست
نهادست پيمان که هرکه اين کمان
کشددختراورا دهم بي ګمان(۷۳)
ګرشاسپ بابا هم دخپل رومي سوداگر ملګري سره کرارکرار دروم دپاچاه دبڼ په لور راغى،دحوض په شاوخواکي يې قدم وواهه ،وروسته نوموړى (ګرشاسپ) ديوې درختي لاندي پرېوت،سوداګرچي دلته لا له وړاندي اشنا ؤ يوه ښځه وليدله اودهغې په لور رهي سو:(۷۴)
يکى باغ بودش دراندر سراى
به قيصر شه(=شاه) چون بهشتي بجاى
زني دايه دختري شاه بود
که بازارګان رانکوخواه بود
د دايي ښځي يوناڅاپه سترګي پريوه نا اشناسړي ولګېدې هغه چي تر وني لاندي اوږد غځېدلى پروت دئ ؛ ،پوښتنه يې وکړه ،داسړى څوک او څه کاره دئ؟!
بپرسيدکاين مردکيست؟
که کستاخيش يکبارګيست
سوداګروويل مېرمني نه پوهيږم ،خو ځوان دښه ټبرڅخه دى اودپاچاه دلورسره مينه لري
بدل دخترشاه راهست دوست
همه روزګفتارش ازمهراوست
دايي ميرمنې بيله شرمه څخه دګرشاسپ بابا په خوا راغله او ويي ويل
بدوګفت دايه که کامت رواست
اګرمهاني ترا اين هواست
تور وسازکن ګلشن وګادرا
که امشب بيارم من آن ماه را(۷۵)
ميرمن (اهرن)دقيصرلور دښکلو رومي جامو سره په داسي حال کي چي ياقوتي تاج يې پرسر پروت ،په مينه مينه باغ ته راننوتل:
سوي باغ بادايه ناګه زدر
درآمد پوي چهره سيمير
نهفته (۷۶)به زريفت رومي برش
زياقوت ودرافسري برسرش
خرامان چوباماد پيوسته سرو
زګيسو(۷۷)چودردام مشکين تذو
دوبرګ ګلشن سوسن مي سرشت
دوشمشادعنبرفروش بهشت
بناګوش تابنده خورشيد وار
فروهشته زوحلقه ګوشوار
غرغښت زښت ډير خوښ سو،ځکه پلاريې اترت (=بيټي)دسلطنتي دربار ډيري ښکلي نجوني ور وړاندي کړي اوښکاره کړي وې خويوه يې هم په خپلو اريايي پيغلو کي نه وه خوښه سوې .
دروم دقيصر لور هم ښکلې وه ځکه يې ګرشاسپ (=غرغښت) ډيرمتاثره کړ:
سپهدار(۸۸)ګفتاسپاس ازخداى
که جفتي مراچون توآيديجاى
داځاى(باغ) يوښه فرصت وچي تردې بل ځاى دعشق داحساساتو دڅرګندولو نه گڼل کېده:

بجز دايه مسازبا هردوکس
زن خوب بازرګان بود [و ]بس
همه بودشان رامش وميکسار
مي ونقل وبازي وبوس وکنار
سهارسوټول خپلوکارونوپسې ولاړل خودپاچا لور ترټولوغمګينه ښکارېدل اوپه دي فکرکي وه که داغښتلي اريايي ځوان ونه توانيږي چي ياده ليندي ماته کړي او ما په شرط ونه گټي زماحال به څه ډول وي؟ اوڅه رسوايي به رامنځ ته سي دې فکرونو نوموړې غرقه کړې اوله سترګو يې اوښکي په څڅېدوسوې :

بدودايه ګفت آخراندوه مدار
که کارت هم اکنون کنم چون نګار
که ګربينميش چهروآفتدخوشم
کمان رابه انګشت ګوچک کشم(۷۹)
ميرمن(اهړن)اوګرشاسپ (=غرغښت) خپه ښکارېدل چي سبابه څه کيږي؟؟؟
همه شب دژم هر دوازمهروتاب
نه بادل شکيب ونه باديده خواب(۸۰)
وخت راورسېد ګرشاسپ بابا دليندۍ دماتولوپه نيت دروم دپاچا دوره په لور رهي سو(۸۱)
سپهبدسوى ديدن شاه شد
بنزدسيه پوش درګاه شد
به پيوندشاه آمد ارزوي
بخواهم کشيدن کمان پيش اوى
د روهم پاچا دخپل دربار وزير ته وويل : ورسه ددي ځوان نوم نښه اوپته ولګوه اوورته ووايه که دي چيري ياده ليندۍ ماته نکړه ،ښايي سردي پرې سي!ددرباروزير دنوموړي څخه وپوښتل :

بدوګفت ګرد سپهبدنژاد
مرباب نام کمانکش نهاد
به دامادي شه ګرايم پسند
بخواهم کشيداين کمان بلند(۸۲)
دليندي دکښلو وخت :

سپهبدچوبايدبزانونشت
بديداردلبربيازيددست
کمان راازبالاى سرفراشت
بانګشت چون چورخ ګردان بګاشت
بزانو نهاد وبزه برکشيد
پس انګاه نرمک سه ره درکشيد
چهارم درآهخت ازنسان شګفت
که هر دوکمان ګوشه کوشش ګرفت
کمان کرد دو نيم وزه لخت لخت(۸۳)
هميدون بينداخت درپيش تخت
برآمديکي نعره زان سرکشان
دروخيره شدشاه چون بي هشان
کنون جفت سست ازجهان دخترم
وليکن زمان ده که تاکاراوي
چوبايدسازم سزاواراوي
زمان ګفت ندهم که اومرمراست
اګردي زمان خواهدازمن رواست(۸۴)
دروم پاچادليندۍ په ماتيدو حيران اوهيښ سو گرشاسپ ته يې وه ويل : چي شرط دي وګټئ لورمي ستاسوه،خويوڅه وخت راکه ترڅودشاهانه دود سره سم يې دواده ترتيب پرځاي کړم،ګرشاسپ(=غرغښت)وويل چي لور دي اوس زماخپل مال دى اويو ګړى هم وخت نه درکوم خوکه چيري نجلۍ پخپله خوښه وخت وغواړي منم يې،پاچادخپلي لورڅخه وپوښتل چي څنگه دي خوښه ده ؟(۸۵).
اسدي توسي په خپل شاعرانه کلام کي وايي:
زه دخترپرسيدپس شهريار

بترسيد دخترزتيماريار
که سازدنهان شه بجانش ګزند
چنين ګفت کاى خسروارجمند
نهادش کف اندرکف پهلوان
که تازيدزودازبرم هردوان
سپهبدګشادازدوبازي خوش
زياقوت رخشانش دوصدپاره پيش
فرافشاندبرتاج دلدارماه
شدازشهربيرون هم ازپيش شاه
بدودادوبرګشت زي خانه باز
خبرشدبنزد شه سرفراز(۸۶)
نور نو(ميرمن اهرن)هم دارياناشهزادګۍ اود غښتلي پښتون پهلوان غرغښت يا گرشاسپ بابا ميرمن سوه.
نور هم سته....