اکرم او صحرا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50841
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-08-06

نهم څپرکی:

اکرم د ډیری خوشحالی نه په جاموکی نه ځاییده، دخوشحالی اوښکو یی د پلار لیک ښه پوره لوند کړی ؤ، اوښکی یی پاکی کړی او په چټکو ګامویی ځان لیلیی ته ورساوه، سلیم یی دخوبه راپاڅاوه، خپل خوشحالی یی ورسره شریکه کړه، د واړه ملګری په دی خوښ وه چی د اوړی په موسم کی حکومت ورته لیلیه ورکړیوه، غوښتل یی یوه دوی ورځي تفریح وکړی او ځانونه و فزیکی کارته چمتو کړی. دواړه د باغ بالا په نیت د لیلیی نه ووتل، څو دقیقی یی د باغ بالا د انګور په بڼ کی تیری کړی او بیا د کرانټی (انقلاب) هندی سینمایی فلم د ننداری په خاطر چی تازه بازارته راغلی ؤ، واریوب سینما ته لاړل. داکرم لومړی ځل ؤ چی سینما ته تی، فلم ورته ډیر په زړه پوری ؤ.
 د نتاییجو د اعلان ورځ راورسیدل، اکرم هم د خپلو نتاییجو دمعلومولو لپاره فاکولتی ته راغی، د فاکولتی په دهلیز کی ګڼه ګوڼه وه، داسی ښکاریدل، چی نتاییج اعلان شویدی، اکرم د اعلاناتو د تختی لوری ته روان ؤ، خو مخکی له دی چی هلته ورسیږی، د هم صنفیانو د ګڼی ګوڼی سره مخامخ شو، هریوه یی پخپل وار اکرم ته غاړه او مبارکی ورکول. اکرم به مننه وکړه، خو لا نه پوهیده چی نتیجه یی څنګه ده، ټولو ویل: نام خدا، اکرم، سل، سل.
 اکرم ځان نتاییجو ته ورساوه او ویی لیدل چی ټولی نمری یی سل، سل دی. وروسته پوه شوه، چی ولی هرڅوک وایی اکرم سل، سل.
 پر اکرم باندی دخوشحالیو سیل را روان ؤ، په ازموینه کی یی سل، سل، نمری وړی وی، پرون ورته دکوره لیک راغلی ؤ، دوړی پ موسم کی دولت ورته لیلیه منلی وه، او تر ټولو مهمه دا چی د اوړی د رخصتی په موسم کی یی کارمیندلی ؤ.
 اکرم په داسی حال کی چی سترګی یی دنتایجو لستونو چی د اعلاناتو په تخته کی بند شویوه، پاته وی، د خوشحالیو د سیل سره د فکرو په ټال کی لاهو شو، په یوه شیبه کی تر کلی ورسید، دپلار هغه خبره ورپه زړه شوه چی ویل به یی: (څه دی کول چی پلار اونیکه دی کول). دځان سره یی وویل: پلاره اوس به یی ته ګوری چی ددی کلیوال بزګر د زوی نه څرنګه یو تکړه طبیب جوړیږی. مور او پلاریی وسترګوته شنه شول، یو سوړ اسویلی یی وایست، په زړه کی یی وویل: ای کاش تاسی نن زما په خوشحالی کی شریک شویوای.
 اکرم د اعلاناتو له تختی نه را لیری شو، د هم صنفیانو د ډلی سره یوځای شو، هم صنفیانو هم په دی ورځ اکرم ته ډیره مینه ورکړه، دومره مینه چی اکرم خپل کلی او کور دیاده وایستل. صحرا هلته لیری ولاړه وه، او په داسی حال کی چی داکرم ننداره یی کول، د اکرم نه زیاته خوشحاله ښکاریده. زړه او روح یی ساده او کلیوال اکرم دځانه سره وړی ؤ، خو له دنیا بی خبره اکرم، په سلو رګو کی یی یوه رګ هم د صحرا دمینی احساس نه کاوه او همدی بی تفاوتی د صحرا دمینی تنده نورهم زیاتوله.
 د اوړی دری میاشتی رخصتی د صحرا لپاره د زندان حیثیت لاره، فاکولته تعطیل وه، اکرم یی نه شو لیدلای، خوب یی له سترګو تښتیدلی ؤ، خوراک یی کم او رنګ یی ورځ تربلی ژړیده.
 اکرم به ورځ په شاقه ساختمانی کارونوتیرول تر څو خپل د تحصیل ددوام لپاره پیسی وګټی، او ماښام به د کلی دخوږو یادونو سره یوځای بستر ته ستنیده او شپه به په خوږو، خوږو خوبونو تیرول. اکرم هیڅکله هم د صحرا په هلکه فکرنه کاوه.
 اکرم د پلار یوه دانه او نازولی زوی ؤ، په ټول عمر یی د پلا ر په پټی کی کار نه ؤ کړی، دناز او نعمت ژوند یی تیر کړی ؤ. خو اوس مجبور ؤ چی د اوړی په سوځونکی ګرمی کی کار وکړی لاسونه تڼا کی کړی او خپل د تحصیل ددوام لپاره پیسی وګټی. سره ددی چی د اوړی سوځونکی ګرمی د اکرم د څیری سپین رنګ په تور اړولی ؤ خو اکرم هیڅکله هم خپل همت دلاسه نه ورکاوه، سخت کار یی کاوه، د کانګریتو درانده زمبیلونه یی په ډیره مینه او خوشحالی چلول، د ژوند ناخوالوته نه تسلیمده، د ستونزو سره یی مبارزه کول او دبریا پر لوریی دځان لپاره لاره خلاصوله، مخ ته تی او نوی بریالیتوبونو ته یی ځان رساوه. اکرم تصمیم نیولی ؤ چی باید طبیب شی، هو یو ښه طبیب، داسی یو طبیب چی نوم یی دهر چا پرژبه وی.
 د اوړی رخصتی پای ته ورسیده، اکرم ښه ډیری پیسی وګټلی او یوه ورځ د سلیم سره بازار ته لاړ، د نوی سمسترلپاره یی ښه ډیری کتابچی او قلمونه راونیول او ځان یی و راتلونکی سمستر ته چمتو کړ.
 د رخصتی د ختمیدو سره سم د صحرا حالت هم ورو، ورو تغیر وموند، هیلی یی ژوندی شوی، ډاډ یی پیداکړ چی ډیر ژربه بیا خپل مین وګوری خو کله، کله به شیطان وسواسه کړل، نه چی مین یی و کلی ته تللی وی اوپه جګړه کی راښکیل شویوی. شیطانی وسوسو به صحرا نا هیلی کړه، ددی سره سره صحرا خپل امیدونه دلاسه نه ورکول او په دی یی ځان ډاډه کړی ؤ چی یوه ورځ به د اکرم سره واده کوی. د صحرا مور او پلار خپل د لورویجاړه حالت سخت په تشویش کی اچولی وه، تلاښ یی کاوه ترڅو د لور په ستونزه ځان پوه کړی، ولی نه توانیدل، همدا چی سمستر رانژدی کیده ‎او صحرا حالت تغیر پیداکاوه، د صحرا مور او پلار هم خوشحاله وه، خو هغوی هيڅکله هم د صحرا دمینی په هکله فکر نه کاوه.
 د نوی سمستر لومړی ورځ وه ، صحرا له ټولو نه مخکی و فاکولتی ته راغله، د صنف په دروازه کی ولاړه وه او سترګو یی داسی د اکرم لاره څارله لکه کوم څوک چی خپل دډیری مودی د مسافر لاره څاری، نا ببره یی سترګی په اکرم چی د صنف په لور را، روان ؤ ولګیدی، صحرا لکه ګل وغوړیده، ستونزی او مشکلات اود پردیسی شپی یی دیاده ووتی، او سترګی یی همداسی د اکرم پرلور پاته وی او انتظار یی ایست ترڅو را ورسیږی او بیا صحرا ورنه دتیرو درومیاشتو په کله پوښتنی وکړی، صحرا په همدی سوچ کی ولاړه وه چی داکرم سترګی هم پر صحرا ولګیدی او داچی پسله دری میاشتی یی خپل هم صنفی لیدله خوشحاله شو، دواړو یو او بل ته سلام ووایه، صحرا سمدلاسه داکرم نه د هغه دمور او پلار کلی او کور په هکله پوښتنه وکړه.
 اکرم وویل: په تاسف سره چی زه ونه توانیدم چی کلی ته لاړشم، او بیا یی ورته د درو میاشتو د کاراو ژوند قصی و کړی، صحرا هم په مینه مینه د اکرم قصی اوریدلی، او د سرپه ښورولو یی تاییدولی. د اکرم د خبرو په جریان کی به صحرا نوی پوښتنی کولی، او اکرم به هم په مینه ورته ځوابونه ویل.
 په څو شیبو کی نور صنفیان هم راپیدا شول، د اکرم او صحرا مجلس یی اخلال کړ، ټولو یو بل ته غاړی ورکولی او یو د بل دحال نه یی پوښتنه کول.
 لا دهم صنفیانو قصی خلاصی نه وی، چی استاد صنف ته داخل شو، او د ټولو پاملرنه یی وځانته واړول.
 
بیا هم درسونه او سوچونه د اکرم د ژوند ملګری شول، اکرم به د ورځي درس لوستی، خو دشپي به یی د کلی سوچونه ملګری شول، په کلی کی جګړه روانه وه، دی جګړی د دیرو زلمیانو ژوند اخستی ؤ. هر ورځ مړی او جنازی، بمونه او راکتونه، کلی د ماینونو په کروند تبدیل شویؤ، هر څه بدل ؤ، اکرم ته خپل د کلی ارامه او خاموشه فضا، سوله او سوکالی، مور، پلار، همزولی او ښوونځی هرڅه په هره شیبه کی وریادیدل، او اکرم یی سخت زوراوه. خو اکریوازی یو هدف تعقیباوه، (زه باید طبیب شم) داسی یو طبیب، چی نوم یی د هرچا پر ژبه وی، داسی یو طبیب، چی خپل وطن او خپل ولس ورباندی وویاړی. اکرم خپل ټول حواس راټولو، دټولو ناخوالو په وړاندی یی مبارزه کول او ځان یی د خپل هدف و لورته نژدی کاوه.
 هلته بیا صحرا وه، چی یوازی یی داکرم په هکله یی سوچ کاوه، یو هدف یی درلود او هغه واکرم، دی کلیوال ساده زلمی ته رسیدل وه، درس ته خو راتلل، خو هوښ او فکر یی یوازی د اکرم سره ؤ. د صحرا لپاره نوردرس خپل ارزښت دلاسه ورکړیؤ، ډیر ځلی یی تصمیم ونیو، څو خپل د مینی اظهار اکرم ته وکړی، خوله دی یی ډار درلود، چی خدامکړه، دا کلیوال ساده زلمی دده مینه رد نکړی. صحرا به ژربیرته پښیمانه او د تصمیم نه به وګرځیده.
 دوام لری...........................