لسم څپرکی:
دری کله وروسته:
د فاکولتی دری کاله پر اکرم باندی خورا اوږده تیرشول، د کلی لاره بند وه، پوسته نوره کلی ته نه شوای رسیدلای، اکرم هم د کلی نه لیک په لاس نه راوړ، زمانی اکرم، د مور او پلاره بیل کړی ؤ، معلومه نه وه چی بیا به په ژوند سره وګوری او کنه، یوازی په امید یی ژوند کاوه، څه ښه وایی (دنیا په امید خوړل کیږی)، کلی په رښتیا هم وران شوی ؤ، ډیر کلیوال، د کلی نه کډه شوی وه. ډیر زاړه او زړی د جګړی او ماینونو قربانی شوی وه. کلی په کڼدواله بدل شوی ؤ، اکرم د ژوندانه ترډیرو فشارونو لاندی خپل د هدف په لور حرکت کاوه، په هرسمستر کی او په هر مضمونه کی یی سل، سل نمری اخیستی. د ژوند ناخوالو اکرم د فولاد په څير پخاوه.
اکرم د ژوندانه په ګیر او دار کی ځان د هدف و څلورم کال ته ورساوه، په دی ډاډه ؤ چی یوه ورځ به ځان وورستی هدف ته ورسوی، د لیلی ملګری خو سر له اوسه هغه ته د ډاکتر خطاب کوی.
اکرم نور هغه ساده او کلیوال زلمی نه دی، دښار په فرهنګ باندی بلد شوید، ډیر ملګری او دوستان یی میندلی وه، په فاکولته کی داسی څوک نشته چی اکرم نه پیژنی. اکرم، د فاکولتی او پوهنتون په منځ کی په اکرم سل ، سل، مشهوردی.
د صحرا مینه هم پخیدو ته رسیدلی وه ، د اکرم سره یی اړیکی ډیر ښی وی، خو دا اړیکی د اکرم لپاره یوازی د هم صنفی توب اړیکی وی، اکرم هیڅکله هم نه غوښتل تر څو د پي مخو د مینی په جال کی راګیراو دهدف نه انحراف وکړی. سره ددی چی اکرم اوس یوښاری زلمی ؤ، خو خپل دمور او پلار سختی ورځي، د پلار چاودلی لاسونه یی د یاده نه وه، وتلی، د کلی ورستی ورځ چی اکرم او پلار یی د هدیری خواته ولاړه وه، او د اکرم پلار خپل زیږه لاسونه د اکرم پر مخ را کش کړه، داسی و اکرم ته وریاد وه، لکه پرون.
د اکرم او صحرا اړیکو ښه پر مختګ کړیؤ، د اکرم په فکر دوی دواړه خورا ښه ملګری وه، خو د صحرا فکر بیا بل څه ؤ، او هڅه یی کوله ترڅو اکرم خپل د مینی په جال کی را ښکیل کړی. دواړه به د وخت نه په ګټه اخیستنی سره کله، کله یوځای کښناستل، صحرابه د اکرم نه د هغه د ژوندانه قصی اوریدلی، داکرم نه به یی په درسونو کی مرسته غوښتل، د اکرم نو ټونه به یی کورته وړل. دا اړیکی تر ډیره بریده مخ ته لاړی، سره ددی چی اکرم تلاښ کاوه ترڅو دمینی په جال کی را ګیر نه شی، خوداسی ښکاریدل، چی د صحرا مینی اوس د اکرم د زړه په دهلیزونو کی جال هوار کړیوی، اکرم به کله کله یو بیګانه احساس دی ته هڅاوه چی دصحرا سره وګوری، د ژوند خوږی او ترخي ورسره شریکی کړی، خو لا اکرم په دی نه پوهیده، چی دا احساس به هغه یوه ورځ د صحرا د مینی په دام کی را ګیرکړی، صحرا هم د اکرم دا حالت احساساوه، او په دی خوشحاله وه چی مینه یی ورو، ورو ځان وهدف ته نژدی کوی.
څلورم کال هم پای ته ورسید، د اوړی رخصتی د هرکال په څير د صحرا لپاره خورا دردونکی وه، مینه یی نور نو داسی پخوالی ته رسیدلی وه چی د شاته تګ لاره یی نه لیدل، هره ورځ یی زړه غوښتل چی اکرم ته خپل د مینی اظهار وکړی، خو کله هم داسی فرصت په لاس نه ورتی چی صحرا خپل پیام و خپل محبوب ته ورسوی.
د صحرا د صبر کاسه نوره لبریزه شویوه، نوریی خپله مینه نه شوه پټولای، خو نه پوهیده چی خپله مینه په کوم مهارت سره اکرم ته اظهار کړی.
بله ورځ صحرا د اکرم نه د نوټ کتابچه واخستل، کورته لاړه، زړه یی درزیده، قلم او کاغذ یی راواخست او د اکرم په عنوان یی یولیک چی پکی د صحرا دمینی اظهارشویؤ، ولیکه، د اکرم کتابچه یی را خلاصه کړی، په سینه پوری یی ټینکه کړه، څو، څوځلی یی بوی کړه، د اکرم د کتابچی نه یی د اکرم بوی احساساوه، لیک یی د کتابچی په منځ کی پریښود، سهار له ټولو نه مخکی فاکولتی ته راغله، د صنف په وره کی یی واکرم ته انتظار ایست، ، نور هم صنفیان را پیدا شول خو اکرم لاصنف ته نه ؤ راغلی ، درس شروع شو، خو د اکرم پته نه وه، د صحرا فکر خراب ؤ، سترګی یی و استاد ته خو فکر یی د اکرم سره ؤ، دالومړی ورځ وه چی اکرم په وخت په صنف کی موجونه ؤ او همدی کار د صحرا تشویش زیات کړی ؤ، خو دا انتظار ډیر دوام ونکړ، استاد لا حاضری نه وه اخیستی چی د صنف ور په ورو و ټکیده اوسمدلاسه اکرم په صنف کی راڅرګند شو، راسا لاړ اوپرخپله څوکی کښیناست.
څو ساعتونه پرله پسی ډک وه، اکرم او صحرا وخت پیدا نکړ، ترڅو یو دبل سره د زړه خواله وکړی. کله چی استاد له صنف نه ووت، د غرمی ۱۲ بجی او دیرش دقیقی وی. ټول صنفیان سمدلاسه په استا پسی د صنف نه ووتل، دلیلی محصلانو تلاښ کاوه چی ژرځان لیلیی ته ورسوی، خو بیا نهاری محصلانو کوښښ کاوه چی ځان د بس تم ځای ته ورسوی، کورونو ته لاړ شی او د سبا لپاره اماده ګی ونیسی.
اکرم او صحرا له ټولونه وروسته له صنف نه ووتل، د سلام او جوړپه خیر وروسته دواړه د فاکولتی نه د وتلو په حالت کی وه، صحرا ودریدل، مخ یی اکرم ته راو اړاوه، دهغه کتابچه یی دمننی په ویلو سره مسترد کړه، دخدای په امانی یی وکړه، اکرم د لیلیی په لور او صحرا د کور په لور وخوځیدل.
د صحرا زړه په سینه کی ټوپونه وهل، دوه ګونی احساس یی په مغزو کی په جګړه بوخت ؤ، صحرا په دی خوشحاله وه، چی بالاخره یی پسله څلورو کلونو انتظار نه خپل مینه اظهار کړیوه، خو د بل لوری یی یو ناولی لاس په مغزو کی ګرځیده او ډاریده چی مبادا، اکرم یی مینی ته منفی ځواب ووایی. صحرا تر سهاره په کټ کی لټ پر لټ واوښته، خوب یی له سترګو الوتی ؤ، او شپه یی په ويښو سترګو د اکرم د خیالون سره سبا کړه.
اکرم چی کله کتابچه ترلاسه کړه، سمدلاسه یی را خلاصه کړه، سترګی یی پر لیک ولګیدی، فکر یی وکړ، چی لیک د بل چا دی، و یی غوښتل چی بیرته یی صحراته مسترد کړی، مخ یی راواړاوه، سترګو یی صحرا لټول، خو ځمکه سوری شویوه او په یوه شیبه کی صحرا کی ننوتی وه.
اکرم پاکټ شا وخوا یی پرله واړاوه، ناڅاپه یی سترګی د پاکټ د پاسه پر نوشته ولګیدی، اکرم پر ځای میخ شو،نوشته یی داسی ولوستل: زما د ګران محبوب اکرم د مطالعی لپاره. اکرم حک حیران شو، د صحرانه یی د داسی لیک طمع نه کول، زړه یی وریږدید، دیوه ونی و خواته کوښی کښیناست، لیک یی راخلاص کړ او داسی یی ولوستل:
ماته له خپله ځان ګران اکرمه،
زما نړی زما جهان اکرم،
زما د راتلونکی ژوند داستان اکرمه،
زما مستقبل زما ارمان اکرمه،
هیله ده د مینی ډک او تاوده سلامونه می و منی. چی دزړه خبره درته ولیکم نو باید اقرار وکړم چی تا په لومړی ورځ او لومړی لیدو زما زړه ښکار کړ، کلونه کیږی چی ستا د مینی اورکی سوځم، زه په دی پوه یم چی پوهنتون د عشق او عاشقی ځای نه دی، په دی هم پوه یم چی لا تر اوسه زما او ستا لپاره ډیر وختی دی چی مینه وکړو، خو په دی ډاریږم چی داسی نه شی چی کومه ورځ راباندی ناوخته شی، او بیا به د ژوند تراخره ستا د جدایی په اورکی وسوځم، څلور کاله می خپله مینه په خپله سینه کی وساتل، و می روزل، تنکی وه، ورو یی ريښي وکړی او زما د زړه دهلیزونه، زما د وجود پلی او رګونه یی اسیرکړه، صحرا بیله اکرمه ژوند نه شی کولای ، صبر می د لاسه ورکړ، ددی جرات می نه درلود چی تاته مخامخ خپل د مینی اظهرا وکړم، ځکه می تصمیم ونیو چی ددی بی زبانه کاغذ په وسیله تاسوته خپل پیام درورسوم، زړه می ریږدی، هیله ده چی زما مینه ومنی او منفی ځواب رانکړی، زه وعده کوم چی د ژوند ترپایه به تاته ټولی هغه خوشحالی درپه برخه کړم کومی چی یوه ښه میرمن یی و خپل خاوند ته ورکولای شی.
ستا د ځواب په تمه،
ستا صحرا
اکرم د لیک په لوستلو سره د غرمی مړی د یاده ووتل د فکرونو په ټال کی لاهو شو، ماشومتوب، د کلی د ښوونځي لومړی ورځ، لومړی کلونه، ښوونکی، کلی او دکلی خاورینی کوڅی، کور، ادی، بابا، د ولسوالی لیسه او بیا د پوهنتون لومړی شپی او ورځي دا ټول په یوه شیبه کی د اکرم له نظره تیرشوه.
د ځانه سره یی وویل: دا بل غم، د صحرا مینه، اکرمه د ساده بزګر زوی یی ستا یی د مینی او مین توب سره څه، لیک یی څو څو ځلی ولوست، تصمیم یی نه شو نیولای، کله به د ځوانی احساسات زور شو، و به ویل: صحرا ځوانه ده، ښکلی ده، پاکه ده، پیسی لری، ښه تحصل لری، ته نور څه غواړی؟ بیابه اکرم د احساساتو د ټاله را ووت د ځانه سره به یی وویل: چیری ته چیری صحرا، د خوار او کلیوال بزګر زوی یی، د کابل په اسمان کی ستوری او په ځمکه یی سیوری نلری ، خپل ځان یی د صحرا سره او خپل ژوند یی د صحرا د ژوند سره پرتله کړ، ترمنځ یی خورا لوی واټن موجود، داسی واټن چی نژدی کیدل یی نه تنها ستونزمن بلکه ناممکن وه، دځان سره یی وویل: ستا او صحرا سره څه، دا خبره په ځای وه، چی اکرم ته صحرا ګرانه وه، خو یوازی د یوه ملګری او هم صنفی په څيره کی.
اکرم په دوړه زړه کی ؤ، دیوه لوری یی نه غوښتل صحرا خپه کړی، او پښتنی کلتور مات کړی، یوی پښتنی پیغلی ورته دواړه پشنهاد کړی ؤ( په پښتنو کی داسی یو فرهنګ دی چی که یو څوک د څو میرمنو خاوند هم وی، خو یوه بله پیغله او یا میرمن ورته دواده پیشنهاد وکړی نوبیله کومه عذره یی باید ومنی) خو دبله لوری یی په مخکی خورا ستراو نه حلیدونکی خنډونه لیدل، تصمیم یی نه شو نیولای،ورځ ناوخته ؤ ، لوږه یی د یاده وتلی وه، وخت مازدیګر ؤ اکرم په ماتو بندو د لیلیی په لور وخوځید، پاته ورځ یی هم په سوچونو تیره کړه، شپه ترناوخته پوری ويښ پاته شو، خوب یی د سترګو تللی ؤ. با لاخره یی تصمیم یی ونیو ترڅو د صحرا سره مخامخ خبری وکړی، ټولی ستونزی ورته سپینی ووایی، او بیا په دواړو تصمیم ونیسی.
دوام لری.....................