یو ولسم څپرکی
دواړه مینانو تر سهاره خوب ونکړ، صحرا د اکرم د مثبت ځواب په تمه وه، خو اکرم بیا غوښتل چی هرڅه ژر، هغه ستونزی چی ددوی دواړه د مینی په وړاندی به خنډ وی، و صحراته بربنډی کړی او دواړه په ګډه په ځای او منطقی تصمیم ونیسی. اکرم سهار د وخته پوهنتون ته راغی، همدا چی د فاکولتی انګړ ته داخل شو، سترګی یی په صحرا ولګیدی چی د صنف په وره کی یی په داسی حال کی د اکرم انتظار ایسته لکه کومه میرمن چی دخپل مسافر خاوند د راتګ په تمه لاره څاری، اکرم سلام ورکړ، یو د بل حال پوښتنه یی وکړه، نوره خبره سپینه شویوه او اکرم هم نه غوښتل صحرا په تاریکه وساتی، ویی ویل: د لیک نه دی مننه، خو که امکان ولری غواړم نن پسله غرمی په کتابتون کی سره وګورو؟
صحرا د اکرم د مننی د اوریدو په کلمه سخته خوشحاله شوه، فکر یی وکړ، چی اکرم یی د مینی ځواب په مینه ورکوی، ویی ویل: ولی نه ستونزه نشته، دواړه صنف ته لاړه، نورمحصلین هم یو، یو را پیدا شوه، درس شروع شو. د اکرم فکر تقسیم شویؤ، ټوله پاملرنه یی درس ته نه شوای راټولولای، صحرا خو لا پخوا ډیره اکرم او لږ درسونو ته پاملرنه کول.
پسله غرمی اکرم او صحرا په کتابتون کی سره یو ځای شوه، دواړه دکتابتون نه د سیدجما الدین د زیارت په لور رواان شوه، او په داسی حال کی چی ددواړو زړونه په سینه کی درزیدل، ځانونه یی زیارت ته ورنژدی کول، اکرم وویل:
صحرا جانی، ته یوه ښکلی، شته منه د ښه استعداد لرونکی ښاری پیغله یی، که هرچاته هم داسی بلنه ورکړی، نو ځواب به یی هرومرو مثبت وی، زه یو ساده کلیوال او غریب زلمی یم، دډیر مودی راپدی خوا ستا سره ددوستی اړیکی پالم، کله می هم ستا په کړو کی منفی ټکی نه دی لیدلی، داچی ماته دی دواده بلنه راکړیده، او زه دی دخپل ځان لایق لیدلی یم، زه درنه دزړه دکومی مننه کوم، خو زه نه غواړم تا په تیاره کی وساتم، د شپی می ډیر سوچونه وکړل، تصمیم می ونه شو نیولای، فکر می وکړی چی ستا سره د نژدی سپینی خبر وکړم او بیا په ګډه تصمیم ونیسو. اکرم زیاته کړه: زما وخبرو ته ښاه پام ونیسه، ته دیوه ښاری خان لوری یی خو زه د یوه کلیوال بزګر زوی یم، تاسو شاید ډیر شته ولری، خو زه په ډیرو ستونزخپل دتعلیم مصرف پیداکوم، ستاسو شته منولپاره ژوند یو خو زموږ غریبانو لپاره ژوند بل مفهوم لری، زه ډاډه یم چی زه به کله هم ونه توانیږم چی تا ته د ښار په قیمتی رستورانت کی بلنه درکړم، زه خپل ځان پیژنم، او پوهیږم چی ددی توان نلرم چی ستا لپاره یوه جوړه مناسب لباس را ونسیم، ددی ټولو سره سره زه ډاډه یم چی ستا پلار به کله هم ما دخپل زوم په څیره کی ونه منی، لنډه داچی زما او ستا ترمابین لکه ځمکه او اسمان لوی واټن پروت دی چی لنډول یی ستونزمن نه بلکه ماته خو نا ممکن ښکاری.
صحرا د اکرم خبری په ډیر دقت واوریدی، په دی خوشحاله وه چی اکرم خپل د ژوند هرڅه ورته لوڅ وویل، او دایی په هرڅه پوه کړه، د خبرو نوبت یی ونیو اوداسی یی د اکرم خبروته ځواب ووایه:
اکرم جانه، له تانه ډیره مننه چی په هرڅه دی خبره کړم، زیاته یی کړه، زه په دای ډاډه یم چی شته او زر انسان ته شخصیت او خوشحالی نه شی ورپه برخه کولای، زه خو ستا په صداقت او رښتیونولی چی ما هیڅکله هم په شته منو کی نه دی لیدلی مینه یم ، صحرا زیاته کړه، ما پر دی ټولو ستونزو په کلونو سوچ کړیدی، ستا دمینی په لاره کی می هرڅه منلی دی، ستا و شتو او پیسو ته اړتیا نشته، ستا لوړ اخلاق زما لپاره زرینی جامی او د قیمتی هو ټلونو خواړه دی، په دی ډاډه ییم چی ستا سره به د ژوند تروروستی سلګی پوری خوشحاله یم، صحرا وویل: اماده یم چی ودی هدف ته درسیدول لپاره د ژوند دهر ډول ناخوالو او ستونزو سره مبارزه وکړم.
سره ددی چی اکرم ته هم صحرا ګرانه وه، خو نه یی غوښتل چی د احساساتو نه کارواخلی او دسبا ملامتی ځانته واړوی، خپل نظر، دژوند حالت، او په لاره کی پرتی ستونزی، دا هرڅه هرڅه یی د صحرا سره شریک کړل، ځان یی په دی ډاډه کړ، چی صحرا په رښتیا هم د اکرم سره مینه کوی. اکرم او صحرا یو دبل سره وعده وکړه چی ددوی د واده په لارکی به د هر ډول ستونزو سره په ګډه مبازه کوی، ستونزی به له منځه وړی، خو یو دبل و مینی ته دژوند تروروستی شیبی پور وفاداره پاته کیږی.
لمر د غره وڅوکی ته رسیدلی ؤ. خو لا دواړه اکرم او صحرا دخپل راتلونکی لپاره یو او بل ته هغه معلوماتوه ویل چی تردی مهاله ورباندی نه پوهیدل، دواړه خوشحاله په نظر راتله، خو د ستونزو بی خبره مینان په دی نه پوهیدل، چی ددی ټولنی ورسته پاته کلتور ددوی د مینی په وړاندی د فولادو اغزین او پریړ دیوالونه جګ کړیدی چی ددوی دواړو لپاره به دهغو نه تیریدل په ډیر لوړ قیمت تمام شی.
صحرا لمر ته وکتل، مسکی شوه ویی ویل: زه فکرکوم چی ډیر ناوخته دی، اکرم وخندل اوویی ویل: نه، بابا، ما خو همدا لحظه ته ولیدلی، دواړو سره وخندل او د پوهنتون د جنوبی دروازی په لور و خوځیدل، د بس تم ځای ته ورسیدل، صحرا غوښتل خدای په امانی وکړی، خو اکرم وویل: نه، په دی تیاری کی دی یوازی نه خوشی کوم، تر کوره دی رسوم، دواړه ښاری بس ته پورته شول، دوی دقیقی وروسته په دریمی کارتی کی د بس نه تم شول، اکرم صحرا د کورتر وره ورسول او بیا دخدای په امان ترسبا په ویلو دصحرانه بیل شو. صحرا کورته ننوتل او اکرم د خوږو خیالونو سره د لیلیی په لور وخوځيد.
اکرم لومړی طعام خانی ته لاړ، مړی یی په ښه اشتیاه نوشی جان کړه، کوټی ته راو ګرځید، ځان یی په کټ کی واچاوه، سترګی یی د سالنګ و ښکلی منظری ته چی اکرم ته مخامخ پر دیوال لګیدلی وه ولګیدی خو فکر یی د صحرا سره یوځای شو او دصحرا، توری بادامی سترګی، وتلی پزه، توری اوږدی زلفی، زړه ته ورته ګردی ښکلی مخ، د صحرا پاکی او سپیڅلتیا، دهغی لوړه او عالی اخلاق یی د فکر په ټال کی را ګرځیدل، اکرم د همدی خوږو خیالو سره په درانده خوب ویده شو.
سهار کله چی سلیم و فاکولتی ته حرکت کاوه، ویی لیدل چی اکرم لا ویده دی، په ورو یی وخوځاوه او ویی ویل: اکرمه! هو اکرمه ! و فاکولتی ته نه ځی؟
اکرم په وارخطایی سره سر راپورته کړی، ویی ویل: څه خبره ده؟
سلیم مسکی شو، ویی ویل، وروه خاص څه نشته لس کم اته دی، درس نلری؟
اکرم وویل: اوه زما خدایه یوازی لس دقیق پاته دی، په منډه د کټ نه راکوز شو، لاس او مخ یی تازه کړل، دچای وخت یی د لاسه ورکړی ؤ، د لیلیی نه ووت او په چټکو ګامو یی د پوهنتون پر لورحرکت وکړ.
د صحرا لومړی ورځ وه چی کورته ناوخته راستنه شویوه، همدا چی سرای ته ننوتل سترګی یی په مور ولګیدی، سلام یی ورکړ، موریی وویل: زویه ماښام دی. صحرا وویل: مور، په کتابتون کی و ځنډیدم، مستقمه خپلی کوټی ته لاړه. صحرا خوشحاله وه، ځان یی بریالی احساساوه، پسله څلورو کلو یی خپل د مینی اظهار کړیؤ، د شپی تر ناو خته یی هم سوچونه ووهل او هم یی درسونه ولوستل. د شپی ناو خته بستر ته لاړه، سهار په وخت دخوبه پاڅیدل، اودس او لمونځ یی ادا کړه او بیا د پوهنتون په لور وخوځیدل، ځان یی و فاکولتی ته ورساوه، خو اکرم لا تر دی مهاله صنف ته ؤ راغلی.
استاد تازه درس شروع کړیؤ چی اکرم و صنف ته داخل شو، سترګی یی پرصحرا ولګیدی، دواړو په سترګو کی یو بل ته سهار په خیر وویل او بیا پر خپل ځای کښیناست، اکرم نن د هری ورځي نه زیات درس ته پام ساته، د استاد نه یی ډیری پوښتنی وکړی، استاد هم په مینه، مینه داکرم هر پوښتنی ته ځوابونه ورکړل. صنف له هری ورځي نه زیات په زړه پوری ؤ، او محصلان اصلا پوه نه شوه، چی یو درسی ساعت څومره ژر تیر شو.
د صحرا مینی د اکرم ژوند ته نوی بڼه وربخښلی وه. دواړه به سهار صنف ته راتلل او په مینه به یی خپل درسونه لوستل، پسله غرمی به د پوهنتتون زړه وړونکو پارکونو ته تلل، هلته یه یی هم درسونه لوستل، اوهم به یی د خپل دراتلونکی لپاره به یی خوبونه لیدل. د اکرم اوصحرا مینه تر ډیره پټه پاته نه شوه، ډیر ژر صنفیان او بیا ټوله فاکولته او پوهنتون ورباندی خبر شول. په پوهنتون کی داسی د مینی او مین توب داستانونه خورا زیاتی وی، خو د اکرم مینه سپیڅلی او پاکه وه، دواړه، اکرم او صحرا وعده کړیوه، چی د ژوند تر وروستی شیبی به یو دبل سره ملګرتیا کوی.
د زمان کاورون مخ په وړاندی روان ؤ، د اکرم او صحرا مینه هم د پخوالی د مختلفو پړاوونو نه تیریده. اکرم او صحرا اوس دومره یو او بل ته نژدی شویوه، چی کله یی هم د جدایی په اړوند فکرنه شوکولای، د صنف ملګرو یی دیته انتظار ایسته چی څه وخت به د اکرم اوصحرا دواده پلو وخوری، خو هیڅوک هم په دی نه پوهیدل چی زمانه به د اکرم او صحرا سره کومی ټوکی وکړی.
د پنځم کال وروستی سمستر ؤ، صحرا سره ددی چی د اکرم په ټولو ستونزو، پوهیدله، تصمیم یی ونیو، ترڅو داکرم سره په رسمی ډول کوزده وکړی، د شپی یی په دی اړه ډیر سوچ وکړ او تصمیم یی ونیو چی سبا د اکرم سره په دی اړه خبری وکړی او په دواړه تصمیم ونیسی.
سبا د هری ورځی په څير صحرا او اکرم پسله غرمی نه د سید جما الدین د زیارت وخواته لاړه، او په داسی حال کی چی لا زیارت ته نه وه رسیدلی، صحرا مخ و اکرم ته واړاوه او ویی ویل:
ترکومه به زما او ستا اړیکی په داسی غلچکی ډول جریان لری، ما د شپی په دی اړه زیات فکر وکړ او تصمیم می نیو چی نورباید خپل او اړیکو ته رسمی بڼه ورکړو، زیاته یی کړه، ستا نظر څه دی؟
اکرم ددی خبری په اریدلو سره، سخت خوشحال ؤ، یوه شیبه چپ پاته شو، په دی اړه یی فکر وکړ، کوزده او نامزادی مراسم خو مصرف غواړی، دځان سره یی وویل، غریبه اکرمه، ته به دومره پیسی د کومه کړی، پیسی خو یو خوا پریږده، ته خو څوک نلری چی ستا په جرګه ولاړشی، په دی سوچ کی ؤ چی صحرا پری ږغ کړه: مګر زه ستا سره نه یم، اکرم یی د سوچه را وایست، اکرم صحرا ته وکتل او داسی یی وویل:
صحراجانی، ته کاملا په حقه یی، ستا خبره کاملا منطقی ده، خو زه دی سوچ کی لاړم، چی د کوزدی مصرف به د کومه کړم، ته خو زما په حال خبره یی، زه په ډیرو ستونزو خپل د تعلیم مصرف تامینوم، نه د کوزدی لپاره به پیسی د کومه کړم؟
صحرا: بلی، زه په دی هرڅه پوهیږم، ستا حالت خو ماته ډیر ښه معلوم دی، شپه می په دی اړه سوچ وکړ، زه فکرکوم چی د کوزدی د مراسمو پیسی به لویه ستونزه نه وی، په دواړه به یو چاره وکړو، زیاته یی کړه، خو د جرګی په هلکه ما هم فکر نه کړی.
اکرم: د صحرا په مطلب پوهیده، خو نه یی غوښتل چی د کوزدی مراسم د صحرا په پیسو ترسره کړی، تلاښ یی کاوه ترڅو صحرا دی و هڅوی چی داوس لپاره د کوزدی مراسم و ځنډوی، خو صحرا نور تصیمیم نیولی ؤ چی باید، دی پټو لیدونو کتنو ته د پای ټکی پریږدی او خپله مینی راخپله کړی.
د ډیر خبرو وروسته دواړو په دی فیصله وکړه چی اکرم به د صحرا دوی کورته جرګه ور لیږی، خو اکرم بیچاره د جرګی لپاره هم څوک نه درلودل، اکرم دواړو اکرم او صحرا، پرموضوع باندی خبری وکړی، بالاخره صحرا اکرم ته داسی وویل: راځه خپل جرګه پخپله وکړه، دواړه مسکی شول، اکرم وویل: هو! والله، زه فکر کوم دا له هرڅه نه زیات ښه نظر دی، صحرا حیرانه شوه او ویی ویل: هغه څنګه؟
اکرم ځان جدی ونیو او ویی ویل: ګرانی، داځکه چی زمانه ډیره خرابه ده، په چا باور نشته، زه خو ډاریږم که خپل په جرګه بل څوک ستاسو کورته درولیږم، هسی نه شی چی ددی په عوض چی تا ماته وغواړی، ځانته دی وغواړی او دا غریب اکرم به خپله صحرا د تل لپاره د لاسه ورکړی، دواړو په لوړ اوازی وخندل، دیوی اوږدی خندا وروسته بیرته خاموشه شولاو اصلی موضوع ته راوګرځیدل.
اکرم وویل: ګرانی، زه نه پوهیږم چی ستا مینه به لانوری څه کانی په ما وکړی، زیاته یی کړه، سمه ده مرکه به هم پخپله وکړم، خو ایا ستا مور او پلار تراوسه زما او ستا په اړیکو پوهیږی، ایا ستا پلاربه زموږ د کوزدی سره موافقه وکړی؟ بیا لږ مسکی شو او ویی ویل: زه خو ډاریږم چی د ټوپک ډز راباندی ونکړی.
صحرا: وخندل، په ځير ځير یی اکرم ته وکتل او ویی ویل: ایا ټوکی پریږدی که زه لاړه شم؟
اکرم: ښه راځه نو ټوکی به پریږدو، خو داراته ووایه چی ایا تا ددوی سره خبری کړیدی او کنه؟
صحرا: دمورسره خومی خبری کړیدی، هغه خو زما د مینی سره ستونزه نلری، خو د پلارسره خبری کول ډیر ګران دی.
اکرم: نو چی داسی خبره ده، اوس ووایه چی ته څومره ډاډه یی چی پلار به دی دا اړیکی ومنی؟
صحرا دیوی شیبی لپاره غلی شوه، بیا یی وویل: زه می د پلار یوه لوریم، ډیره ورته ګرانه یم، باورلرم چی پلار به می زما مینه ومنی.
اکرم او صحرا ټوله ورځی پر موضوع باندی خبری وکړی او بالاخره یی پردی سلا وکړه چی اکرم به سبا سهار د خپل ځان په جرګه د صحرادوی کورته ورځی. دواړه یو د بل نه جلاشول، صحرا د کور او اکرم د لیلیی په لوروخوځید.
دوام لری...........................