دتاریخ په اوږدو کي پښتانه پهلوانان په ارياناکي - ۵

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51080
شريف الله. دوست (سرواني )
دخبریدو نیټه : 2012-08-17

(غرغښت ياګرشاسپ بابا) (له ننه ۳۰۰٠ــ۳۵کاله پخوا)

پنځمه برخه
دهلمند دکښتنۍ برخي ابادي (=دزرنګ يا زرنج ښارجوړول(:
يک شهرنوساختم چون( زرنج)
بسي ګنج گرد اوردم به رنج
(*)دزرنج دښار جوړول داتريت (بيټني)دزوي(=غرغښت) په لاس سوى ،دجوړېدو په مهال يې دنړي پوهان راوغوښتل؛دلته به په دې هکله دتاريخ سيستان مستنده (۸۷)ژباړه راوړو: سيستان(=دهلمند کښتنۍ برخه)يولرغوني ښاردى چي بنسټګر يي ګرشاسف (=غرغښت)بن اترت(=اترط،اثرط،)دي .( ۸۸)عبدالحي ګرديزي په زين الخبارکي وايي:ژباړه،ګرشاسپ پهلوان ځمکي ابادي کړې اوله فرات څخه (۸۹)يي لوي لښتي کش کړل ،کاريزونه يي وکيندل اوپوشنګ(=معرب يي فوشنج )يي ابادکړ.(۹۰)
 استاداسدي خرساني په ګرشاسپ نامه کي کاږي:
زاخترشناس ومهندس شمار
بروم وبه بهند انکه يدنامدار
بياوردوبنهاوشهرزرنج
که درکنارناسود روزي زرنج
زګل باره يي ګردش اندرکشيد
ميانش دژي سربمه برکشيد
زپيرامن دژيکي کنده ساخت
زهري جوي ونهري آب دروي ساخت
چون آن شهرپروخت وباره بساخت
بروپنج دراهنين برنشاخت
توګفتي بهشت بري سيستان
يکي نيست ازخرمي سيستان(۹۱)
په لرغونومتونواوداستانونوکي ملي روايتونه اودزردښت کتاب(اويستا)کي هلمند (سيستان اوزابل )ځکه ډيرارزښت اوپيژندوى دى چي دکياني کورنۍ اودنامتواوغښتلوپهلوانانووطن اوټاټوبي دى لکه ګرشاسپ (=سام)،زال او رستم،اميرپولاد اواميرکروړ دسيستان (هلمند)ساتونکي وه يعني له کابلستان څخه ترهامون پوري سيمه ددوى په واک کي وه (۹۲)د(پرسي سايکس په)ويناپه لرغونودوروکي دکندهارکښتني برخه سکتان ياسيستان ياديده اولوړه برخه يي زابلستان ياديده .
 لکه څنګه چي ليدل کيږي (سترابون)دارنګيان(سيستانيان)=ساکزيان=(هلمنديان)داراخوات(=ارغنداب)اوګدروزيا
 په کښتنۍ برخي کي دهيرمند(هيلمند)سيندپرغاړه ترنيمروز پوري استوګن ښودلي دي (۹۳)

غرغښت نامې او ګرشاسپ نامې :

۱ــ پښتوغرغښت نامه ددوست محمد کاکړ:
نوموړي (غرغښت نامه)موږ دمحمود هوتک بن داؤد(١١٠٠هجري) دپټي خزانې په مټ را پيژني په ، پټه خزانه ليکي :.......دبابړخان زوى ؤ،چي دکاکړ بابادزيارت دپاره په کال (۹۱۲)سنه هجري ولاړهرات ته ،اوبياچي راغي ږوب ته ،په کال(۹۲۹)سنه هجري يې يوکتاب په شعرنظم کړ،چي نوم يي دي (غرغښت نامه۹۴)داکتاب چي ماوليدي،شيرين بيتونه په مثنوي لري اودغرغښت بابا قدس الله ــ سره الکريم حکايات دي اوله رښتينوخلقويي روايات راجمع کړي دي،دغه کتاب زماپلار په توبه کي ميندلي ؤ اوزموږکهول کي موکوچنيواوزڼيو په سبق لوست .(۹۵)بل ځاي پټه خزانه دزرغون خان نورزي په اړکاږي :روايت کا:دوست محمد کاکړ چي په خپل کتاب غرغښت نامه)کي کښلي دي چي زرغون خان دنوزاداونورزي ؤپه کال(۸۹۱)سنه هجري مبارک ولاړهرات ته...
 حکايت له غرغښت نامي څخه:
دلته دبيلګي په توګه دکاکړبابا له غرغښت نامې څخه څو بيتونه رانقلوو :
له نيکانوروايت دي هسي توګه حکايت دي
هسي خوب يې وليدګرانه! چي (غرغښت )ښي ښهانه
وايي اي کاکړه زويه له تاخوښ يمه نيک خويه!
ستاقدم زماپرلاردئ ماسواکي دي قراردي (۹۶)
دغرغښت نامي څخه يوازي اوس يوشمير دپټي خزاني په مټ خوندي دي وګوري پټه خزانه دکابل چاپ ۴۴ــ۴۵ــ۴۶ــ مخونه)
 ۲ــ تذکره غرغښت:
دپټي خزاني ليکوال موږته بل کتاب هم د(تذکره غرغښت)په نامه داپيژني اوليکي :دوست محمدعليه الرحمه په خپل کتاب کښلي دي :چي زما پلار بابړخان هم يوکتاب په شعرکښي ؤ،چي نوم يي ؤ (تذکره غرغښت )هغه وخت چي بابړخان وفات سو،اوزه پرکورنه وم نوهغه کتاب ورک سوى ؤ،اوچا صنايع کړي و،زه چي راغلم دپلارپه ماتم هسي ويرجن سوم ،لکه چي کتاب ورک ؤ،ماخودهغه کتاب خبري اوريدلي اوپه واروارمي ويلي وې،اوهم مي يوڅه له هغه څخه په ياد وي نوماپرخداي توکل وکا اوهغه قصي اوروايات مي بيا په شعر وويل.(۹۷)
 ۳ــ ګرشاسپ نامه ابوالمؤيدبلخي:
نوموړي اثرنيمه حماسي،نيمه فلکوري،نيمه تاريخي ،نيمه جغرافيايي او د اريانا په اړه ډيرارزښتناک معلومات وړاندي کړي چي داسدي طوسي د(ګرشاسپ)نامي خميرمايه بلل کيږي
 څيړونکي داسلامي دورې نوموړى (۴ـ۵ـ)پيړي دقيقي بلخي اوابولمويد بلخي د(شاهنامي
)بنسټګرګڼي چي له پهلوي ژبي څخه يي دلومړي لاس دمتونوپه مټ لکه (ويدا)او
(اويستا)ګټه اخستې ده .۹۸ دنوموړي کتاب څخه اسدي خراساني دګرشاسپ(=غرغښت) بابا اودهغه دکورنۍ په هکله معلومات رانقل کړي دي ،دابوالمؤيدګرشاسپ نامه اوس په لاس کي نسته(۹۹)
 ۴ــ داسدي ګرشاسپ نامه:
دخوښي ځاي دي چي نن موږ دګرشاسپ ياغرغښت بابا په هکله کوم معلومات لرو ترډيره د(ابونصر علي بن احمد اسدي خراساني اثر )دى ،نوموړي حماسې چي وروسته دفردوسي ترشاهنامې ارزښتناکه حماسې دي ،شاعرپه کال(۴۵۸هجري )ديوي منثوري حماسي له مخي نظم کړي دي(۱۰۰)
 اسدي ددې منظومې انګيزه داسي ښيي : (( يوه ورځ دخپل سيمي له ددوتنومشرانوسره ناست وم چي يومحمدداسماعيل زوي اوبل يي ورور ابراهيم وو ددوي ترمنځ خبري پردې وې چي ددوى دښار اوسيدونکي فردوسي څنګه ښه شاهنامه په نظم واړول اوډيره په زړه پوري او وستايل سوه،دى(اسدي) هم بايد دفردوسي په څيرلرغونوداستانونوڅخه يويي په نظم واړوي ترڅوسرلوړي وواسي ،د دې خبرو په اورېدو سره اسدي هم لاس په کارکيږي اولکه خپله چي وايي:
 بکردارجهان اندرجهان
يکي نامه بد يادګا ر مهمان
پرازدانش ويندآموزګار
هم از راز چرخ وهم ازروزګار
زفرهنګ ونيرنګ ودادوستم
ز خوبي وزشتي وشادي وغم
که چون خواني ازهردري اندکي
بسي دانش افرايدازهريکي
زنخبيروګردنفرازي ورزم
زمهردل وکين وشادي وبزم
بشهنامه فردوسي نغزګوي
که ازګويندګان بردګوي(۱۰۱)
دغرغښت ياګرشاسپ بابامړينه:
دغرغښت بابا په هکله ډيرزيات داستاني روايتونه موجوددي.دځينوياداښتونو له مخي چي غرغښت په ټول ژوند دناروغي پربسترنه دى پريوتى اومړسوى هم په ناسته باندي دى،ځينو ياداښتونويې مړينه په اوسني کابل کي ښودلې ده.
 اسدي خراساني په ګرشاسپ نامه کي دګرشاسپ بابا دناروغي په اړ داسي بيت کښلى دى:
که ده روز اګربګذردبې زيان
زيدشاه باکام دل ساليان۱۰۲)
داهغه حالت دي چي ويل کيږي (غرغښت بابا) ناروغه دى اودخپلي ناروغۍ د راز موندلو لپاره بي ستورپيژندونکي (نجوميان)راوغوښتي ترڅوڅرګنده کړي چي له څه څخه ناروغه دى، ستورپيژندکو دانظرورکړ که په راتلونکو لسو ورځو غرغښت ته کوم خطر پيښ نه سو نو نوموړي به ډير کلونه خوشاله ژوند ولري.
 دګرشاسپ(=غرغښت )دناروغى لسمه ورځ راورسېدل يوڅه يي وخوړل،هيله ورته زياته سوه خوترڅه خوراک ورسته يې ساه ودريده او مړسو،اسدي خراساني يې دمړيني ترشپې مخکي دوصيت يادونه هم کوي خوهغه وصيت به بيله شکه (زال دستان)دنوموړي زوي ته وو:
 پايله:
دتيروڅرګندونو له مخي سړي په پوره باور ويلاي سي چي ګرشاسپ همدا غرغښت دي چي په اسلامي دوره کي يي هم دنوم څرک لګيږي،(( سام ،نريمان،ګرشاسپ،غرغښت غرشاسپ،ګرشاسف،نرمينو ))،ټول دهمدې غرغښت بابا نومونه اولقبونه دي (د البيروني له خولې )
 غرغښب بابا دژوند اوژواک څخه څرګنديږي چي نوموړى دهلمند دلرغوني حوزې استوګن وواودهمدې هلمند سيندپه اوبولوى سوى او دهمدې ځمکو له حاصلاتوڅخه يې دپهلوانى تربريده وده او نمو کړې ده اودخپل هيواد اريانا(= خراسان اوافغانستان ( په ساتلواوابادولو کي يې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي دي زماپه اند غرغښبت بابا دزينداوراوغور دغرنى سيمي اوسيدونکى دى ځکه يې نو دباغران ،بغني زينداور،غور،بست،زرنج اودهلمند سيندپرغاړو تر ده وروسته بې شميره نور پهلونان هم ږېږېدلي دي.
 غرغښت په هلمند کي ډيري ودانۍ جوړي کړي ،لښتي اوولې يې کښلي اودخپلوخلګو لپاره يې د روزۍ په پيداکولوکي زښت ډير زيار ګاللى،همداډول يې دلرغوني دورې په سياست کي پوره پوهه درلودل،ځني وختونه دسياسي مفاهمې اوځني وختونه دجګړي دريځ ددښمن په وړاندي خپلاوه .
 په اسلامي دوره کي هم دپښتنوله همدې نيکه څخه يوشميرغښتلوجهان پهلوانانو پښتنومستند تاريخ په لاس کي لرولکه:
 خرنک بابا،شنسپ بابا(=شين +اسپ= شين اس)درلودونکي ،اميرپولادبابا،اميرګروړجهان پهلوان اواميرناصرپهلوان يادولاى سوهمداسي په ديارلسمه هجري پيړۍ کي (ګړاب بابا پهلوان ) همداډول دواشير( پولادبابا )دخپلو نيکونوپه څيرددي سيمي زړه ورهوښياراوغښتلي پهلوانان تېرسوي او هيواد ته يې سترخدمتونه کړي دي چي تاريخ يي نه هيروي ،دغزنوي دورې دبست باتور(بايتوز=باتور) دسنګين(=سروان کلا) (زمرى بابا)همداسي داريايي دورې زرير(زړور)اوداسي نور...
 اوس هم په هلمند کي دزينداور دسيمي خلګ له جسماني پلوغټ اودخپلونيکونوغرغښت(=ګرشاسپ )اواميرکروړجهان پهلوان په څېر دبدني ځواک اوغښتلومټوڅښتنان دي .
 ترغرغښت بابا مخکي يي پلار اتريت(=بيټ نيکه)ددې سيمي رښتني واکمن اوځواکمن پاته سوى دى چي په خپله په پنځمه هجري پيړي کي اسدي خراساني (شيخ بيټي )دهلمند دحوزې (=نيمروز،سيستان،غوراوفراه)پاچا ښودلى دى هغه چي له بابا غره څخه پيل تر هامون پوري دڅوارلس سوه کيلومتره په فاصله کي دهلمند سيند پرغاړه باندي همدې غرغښت بابا دزرګونوکلونو ددوام په پام کي نيولوسره نهرونه،کلاګاني اودکرهڼي ځمکي ؛ دده په غوښتنه دخلګو په ځواک چي ددي اباديوپه برخه کي له زرګونوتنو کابليانو څخه هم گټه اخيستې اوحتي انجينران يې له چين ،روم اوهند څخه ورته راغوښتي وه ،دادنوموړي مينه له خپل خلګو اوهيواد سره په ثبوت رسوي،په دي هيله چي نوردهيوادله چنګيزي ورانکارو شومي څېري دتل لپاره نابودي اوپه څنګ کي يې دغرغښت بابا په څير پر وطن مين دغښتلومټو لرونکي راپيداسي ترڅومعاصر افغانستان يوځل بيا دلرغوني اريانا په څير دروم،هند اوچين سره په سيالي پوره کړي.


اخځليک او لمنليک:
(۸۷)تاریخ سیستان،مخ۳.
(۸۸)احیاآلملوک،شاحسین سیستانی هلمندی ،۱۰۲۷،کال،مخ۲.
(۸۹)فرات:یونامتوسینددی چی په ختیځ ترکیه ،سوریه ،اوعراق،کی بهیږی اودپارس خلیج ته ځان رسوی اوږده یی (۱۰۷۷میله)دی،نوموړی سیند له دوڅانګوڅخه جوړدی ۱ــ(قرسو)۲(مرادچای)فرات سیند دجلی ته نیژدی کیږی اوورسته دپارس خلیج ته په رسيدوپه دجله ګډیږی؛ دادوه سیندونه (شطالعرب)په نامه یادیږی اوخلیج ته تویږی دادواړوسیندونوترمنځ مځکه (الجزیره=بين النهرين)بولی،بابل دفرات پرڅنډه ودان سوی دی،(پښتو،پښتوتشریحی قاموس دریم ټوک ۲۲۷۲ــــ۲۲۷۳مخونه.).
(۹۰)زین الخبار،عبدلحی بن ضحاک ګردیزی،پنځمه هجری پیړی،اهتمام دکتررحیم،۱۳۸۴مخ ۷۲.
(۹۱)ګرشاسپ نامه ،مخ ۲۶۷.
(۹۲)کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی،سیستان بعداز اسلام،دوهم ټوک،کال ۱۳۶۶،علوم اکاډمي ،مخ ۴۱۴.
(۹۳)سیستان بعدازاسلام مخکی اثر،مخ ۴۱۵.
(۹۴)پټه خزانه ،دمحمدهوتک بن داؤد،دعلامه حبيبي په سریزه،۱۳۵۶کال،مخ ۱۴۳
(۹۵)پټه خزانه مخکی اثر،مخ ۴۴.
(۹۶)پټه خزانه،دمحمدهوتک بن داودمخکنی اثر،مخ۴۵
(۹۷)پټه خزانه،مخکنی اثر،مخ۴۴.
(۹۸)استاد احمدعلی کهزاد،غرغښت یاګرشاسپ ،مخ ۳۱.
(۹۹)تاریخ سیستان ،ليکوال نامعلوم ،تالیف ۴۴۵هجری شاوخوا،دملک شعرابهارپه زیار کابل چاپ،مخ ۱.ه
 (۱۰۰)کاندیداکاډمیسين محمداعظم سیستانی،سیستان قبل ازاسلام علوم اکاډمی ،۱۳۶۴،مخ ۲۵۵.
(۱۰۱)ګرشاسپ نامه،اسدی خراساني ،مخ۲۶.
(۱۰۲)داسدی خرسانی ګرشاسپ نامه مخکنى اثر.

نورهم سته....