پرنبي عليه السلام باندي د درود ويلو شرعي حيثيت:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51192
دارالافتاء ابوالفضل:
دخبریدو نیټه : 2012-08-27


فتوانمبر(۶۰۸)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:نجيب .

له محترم مفتي ابوالفضل صاحب څخه زماپوښتنه داده چي دنبي عليه السلام له نامه سره درود ويل شرعا څه حکم لري.

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه ! درود ويل پرنبي علیه الصلوة والسلام باندي په ټول عمر کښي يو وار فرض دئ ؛ ځکه چي الله پاک دامر په صيغه سره داسي فرمايلي دي :« إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (56)السجدة
اوله دې وروسته چي هر وخت مبارک نوم دنبي اکرم (عليه السلام) ذکرسي ، لکه محــــمد ، احمد وغيره  نودځيني فقهاوو په نزد درود ويل سنت دي.
او که څوواره په يوه ځائ کښي ذکر سي نو دټولو وارو دپاره يووار درود ويل کفايت کوي.
خو صحيح خبره داده چي هر وخت چي دنبي کريم (صلی الله عليه وسلم) نوم ذکر سي نو درود ويل واجب دئ ، يووار ويل دټولو وارو دپاره کفايت نکوي.[کذافي ردالمحتار].
خو کله چي دده مبارک نوم نه وي ذکرسوی نو درود ويل مستحب دئ.
په صحيحو احاديثو کښي راغلي دي چي که چا پر ما يووار درود ووايو ، الله جل جلاله به پر هغه سړي لس رحمته وکړي.
درود ويل پرآنحضرت (صلی الله عليه وسلم) سبب دنزديکت ګرځي وده ته په قيامت کښي لکه چي په حديث کښي راغلي دي چي ډېر نيږدې دخلګو وماته به دقيامت په ورځ هغه څوک وي چي په پرماباندي يې په دنيا کښي ډېردرودونه ويلي وي.
په روح البيان کښي دپورتني آيت په اړه داسي راغلي دي چي: تجربه کارو علماوواواولياوو څلور زره مختلف حديثونه جمع کړي دي دمختلفو مقصدو دپاره .
اوهريويې تېرهدف دئ په شرط داخلاص.

والسلام ومن الله التوفيق.