حلال کسب اودهغه قسمونه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51253
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-09-01


فتوانمبر(۶۰۹)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:سرور.

السلام عليکم.... مفتي صاحب :
حلال کسب په شريعت کښي پرڅو قسمه دئ؟

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم


قدرمنه وروره! په شريعت کښي حلال کسب پردرې قسمه دئ:
(۱):فرض کسب دئ ، ، داهغه کسب دئ چي دده اودده دعيال ګذاره په کيږي .
ياپرده باندي پور باندي وي نودهغه داداکولو دپاره کسب کوي ، او يا دهغه چا نفقه په برابروي کوم چي دهغو نفقه پرده باندي فرض ده .په يوه حديث کښي له نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه روات دئ:«کفی بالمرء اثماان يحبس عمن يملک قوته».
(۲):مستحب کسب دئ ، داهغه کسب دئ چي يوڅوک دومره مال لري  چي خپله اودعيال يې بس وي ، خوبياهم کسب کوي ددې لپاره چي مسکنيان خوشحاله کړي اوله قريبانوسره صله رحمي  په وکړي.
(۳): دريم مباح کسب دئ ، داهغه کسب دي چي لپاره دډېروالي دمال اولپاره دپراخي پرعيال باندي وي ، خوپه دې شرط چي په دې کسب کښي به دده ودين ته هيڅ قسم تاوان نه رسيږي.اودفخراوغرورسبب ئې ونه ګرځوي،
[الموسوعة الکویتیة ص۲۳۵ج۳۴]

والسلام ومن الله التوفيق: