تازه خبر:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51611
عبدالمجید لبیب
دخبریدو نیټه : 2012-09-26

د شیطانانو سراسری شورا د غربی شیطانانو وړاندیز ومانه!

په اروپا کی موسقو خبری منابعو چی نه یی غوشتل نوم یی واخیستل شی زمونږ خبریال ته وویل چی د څوروځو را پدیخوا په اروپا که د هغه شیطانانو چی په امریکا او اروپا کی د سلګونو  کلونو راپدیخوا په انسانی ټولنه کی د فساد مسولیت په غاړه لری په ګډون یوه لویه  تخنیکی غونډه یا سیمینار رابلل شوی وو ترڅو د نویو تکتیکونو  او شیطانطونو او مهارتونو یوه نوی ټولګه د ځوانو شیطاناو د پوهولو لپاره چاپ کړی.

د بحثونو به ترڅ کی یوه پخوانی شیطان چی یو وخت په مصر کی وو  او یو څه موده یی په پاکستان کی تیره کړی وه پشنهاد وکړ چی ددوی پدی نوی ټولګه کی دی د ځینو انسانی شیطانانود ډیرو عالی تجربو څخه هم ګټه واخیستل شی او پدی لړ کی یی د خپل یوه دوست د لویو تجروبو یادونه وکړه. شیطان ساینس مانیتورد لیکی چی پدی وروستیوکی د ځینی انسانی شیطانانو کارونه چی  په مطبوعاتو کی یی ډیر سرلیکونه ځانته خپل کړی دی دستاینی وړدی او داکارونه یی د ټولو شیطانانوتر کار غوره وبلل.

پدی سره ځینو با تجربه شیطانانو او د منافقینو او شیطانانو د مشترکی کمیټی غړو د انسانی شیطانانو د غوره خدمتونو یادونه وکړه او ددوی د کارنامو نه یادول یی د انسانی  او شیطانی اسلام دشمنو سازمانونو د وحدت لپاره خطرناک وببل او وعده یی وکړه چی نور به هروخت ددوی د خدمتونو یادونه کوی. او ددوی د تجربو څخه به ګټه اخلی.

په پای کی ټولو ګډونوالو د انسانی شیطانانو دتجربو علاقه پیداکړه او پشنهاد یی وکړ چی دوی د په مختلفو ګروپونو افغانستان او ایران ته ولیږل شی ترڅودانوی او ډیر مغلق تخنیکونه د انسانی شیطانانوڅخه زده کړی. په نتیجه کی د شیطانانو سراسری شورا  دا پشنهاد ومانه خو دمنابعو څخه د موثری استفادی په منظور یی تنها هغه شیطانان په لومړی سرکی دی تریننګ ته معرفی کړل چی تجربه یی تر ۳۰۰ کالو زیاته او تر ۵۰ زیات مډالونه یی اخیستی وی، ترڅو یوڅه زده کړه وکړای شی.

دا تریننګ به به عین وخت کی په افغانستان او ایران کی په ځینو مهمو شیطانی اکادمیو کی ترسره کیږی. پتیل شوی چی لومړی دوره به یی ترټول لویو شیطانانو ته په کابل کی دایره شی اما داچی د کابل هوا خرابه ده  او دامیلمانه هم ډیر شاغلی دی نو د تریننګ ترڅنګ تفریح هم ورته په نظر کی نیول شویده. پدی خاطر به دا تریننګ هملته نیژدی په پغمان کی نیول کیږی ترڅو هم میلمانه خوشحاله او هم استادان ورته په آسانی سره رسیده ګی وکولای شی.