د دروازې له دوهم ټک ټک سره هم له انګړ نه کوم اواز وانه ورېدل شو، دشپې چوپتیا خپره وه ، یوازې دچرچریو اوازونه راتلل ، امریکايی سرتېري یو قدم شاته واخیست او خپله پښه یې دروازې ته برابره کړه چې له بېخه یې وغورځوي ، خو یوه دپاخه عمر افغان قومندان پرې وار وړاندې کړ، سرتېری یې په ټېله له دروازې وهلو منعه کړ .
- نه نه صبر یو بل ټک ټک هم کوم ، نیمه شپه ده ، په درانه خوب ویده دي ، څه ورځ خو نه ده چې زر دې راووځي ، امریکايي سرتېري په خپلو سترګو عینکې سمې کړې او دیوه ځوانکي ژباړن خولې ته یې غوږ ورنږدې کړ.
له همدې سره افغان قومندان دوازه په زوره ووهله او دشپې چوپتیا یې په شور واخیسته خو لا شېبه نه وه وتلې چې یو بل قهرجن او هډور امریکايي سرتېری را وړاندې شو، له دوو زورو لغتو سره یې وړوکې وسپنیزه خو زړه دروازه دانګړ خواته ور وغورځوله ، څو عسکر له دېوالونو اونور له دروازې نه کور ته ورننوتل .
په انګړ کې شور جوړ شو ، په کې ولاړ بوټي او نیالګي دتورو سیورو او بلاګانو غوندې ښکارېدل ، افغان قومندان هم له خپلو ملګرو سره په لوېدلې دروازه کورته ورننوت ،ده ته اوس دا کومه نوې خبره نه وه ، په دا ډول ډېرو شپنیو عملیاتو کې چې خلکو به چاپې بللې ؛ بلد شوی و ، اوس یې پوره تجربه درلوده او پوهېده چې په دا ډول حالاتو کې له تدبیر نه کار نه اخیستل کېږي .
ډېر لرې دچورلکو اوازونه تر غوږ کېدل ، بهرنیو سرتېرو په لوړ اواز ساګانې اېستلې او دیو بل سره غږېدل ، وړاندې مخ په کوټو ور روان و .
په همدې کې په برنډه یو تور سیوری را ښکاره شو، یوه سرتېري لاسي ګروپ ور رڼا کړ، یو دپاخه عمر خاوند را ښکاره شو ، دواړه لاس یې داعتراض په ډول اوچت کړل :
وه ظالمانو ! دا څه حال دی ، دا څوک یاست او څه غواړی ؟ ولې بې ... خو څو سرتېرو یې خبرې ورپرې کړې ، تر قنداغونو او لغتو لاندې یې راوست ، خو هغه همداسې نارې وهلې ..
وه ظالمانو ! .... زه طالب نه یم .... قسم خورم نه یم ... نه یم ، دهکاني کوم ، یوازې مېرمن او کونډه خور مې راسره دي ، وړاندې مه ځئ .... مه ځئ نور څوک نشته ...خدای ته وګورئ .... مه ځئ ... مه ځئ .....
افغان قومندان هم دچیغو په اورېدو ددېواله څنګ ته چمتو او ګوته په ماشه روان شو ،وړوکې بوټې او واښه یې تر پوځي درنو بوټونو لاندې ماتېدل ، له څه تګ وروسته یې پښه په څه کې بنده شوه ، پړمخې ولوېده ، پښه یې په یوه ژورغالي کې وه ، شېبه تم شو ، شا وخوا یې وکتل خو تله یې ګرمه شوه ، پوه شوه چې په مړه شوي اور یا تناره کې یې پښه اېښې او ایرې یې لا ګرمې دي .
پښه یې رابهر کړه ،ستړی و ، شاپه تخته څملاست ،ټوپک یې په سینه تکیه کړ ، اوږده ساه یې ویسته ، اسمان ته یې وکتل او ګرېدلې ګونډې یې دردونه کول خو وېرې یې درد کم کړی و ، دیوې ښځې اواز یې واورېد ، برنډې ته یې وکتل ، سرتور سر ولاړه وه نارې یې وهلې ، امریکايي سرتېرو ورته لاسي ګروپونه نیولي وو او دټوپکونو نښې یې پرې سمې کړې وې .ښځې همغسې نارې وهلې :
پرېږدئ .... پرېږدئ نورممد ورور مې بې ګناه دی ، وه ظالمانو خدای روی مې دروړی ....پرېږدی ... ازار مې مه اخلئ ..... خو غږ یې ورک شو
تر لغتو لاندې سړي پرې غږ کړ
ننوځه ... غوټۍ خورې .. ته مې راځه تاسې ته څه نه وايي ، دوی لکه چې دبل چا شک کړی ، خدای به خیر کړي ....
یوه ځوان ترجمان په مخ څپیړه ورکړه او ویې خندل
هو شک کړی ، همدا غټ القایده ته یې ، موږ څه لونیان نه یو ، همدا ته یې ... همدا ته ...
او دګوزارونو سره یې خبرې پرې شوې .
افغان قومندان اوږده ساه ویسته ، دغوټۍ له نوم سره یو څه هیښ شو ، دردونه یې هېر شول ، ترڅنګ دېوال ته یې وکتل او په انګړکې یې سترګې وغړولې ، دونو سیوري وېرونکي و او ده هم په تندي لاس کېښود، یو ځل بیایې تناره ، وړاندې انګړ او دېوال له نظره تېر کړل ،لاس یې په تندي کېښود ، سر ورباندې وګرځېد، په سوچ کې ډوب شو او بیا په سوچونو کې نږدې دېرش پنځه دېرش کاله وړاندې زمانې ته ستون شو
+++++++
نوی زلمکی و ، غرمه مهال د ښار نه لرې پرتې دغه سیمې ته دخپل ماما کور ته له مودو وروسته له خپل کلي راغلی و ، لا ناست نه و چې دروازه وټکېده ، مامایې بهر ور ووت خو په منډه په ستړې ساه او ترهېدلی راغی ، په ده یې غږ کړ.
عبدالکریم خورینه ! ځان وباسه ، جلب دی ، عسکرۍ ته دې رانه ونه باسي ، بیا به دې له موره نه خلاصېږم ، هغوی راځي خو ماورته دښځو دلرې کولو بانه ( بهانه ) وکړه او له دې سره په ده هم له وېرې سر وګرځېده ، په انګړ کې یې هر خوا وکتل خو دپټې ځای نه و او په همدې وخت کې دروازه بیا ټک ټک شوه ، وار پار ترې خطا شو ، له مجبوریته یې دګاونډی په دېوال ورمنډې کړې په یوه ګام یې ځان لاندې ورګوزار کړ، پښو یې درد وکړ ، ځای په ځای کېښناست .
یو پراخه انګړ و ، یوې نجلۍ په همدې ګرمۍ کې تر څپره لاندې په تناره ډودۍ پخوله ،سر تور سر ناسته وه ، په مخ یې خولې راماتې وې ، دده دورلوېدو له درب سره یې چې ده ته پام شو ، چیغه کړه ، رپیده یې له لاسه پرېوته او سر تور سر یې دکوټې په لور منډه کړه ، نارې یې وهلې ..
ورورجانه... ورورجانه .. هله دا څوک دی ؟
شېبه پس یو ځوانکی په برنډه را ښکاره شو چې خوبولې سترګې موښلې ، دده په لیدو پوه شو چې جلب راغلی او دده دنیولو وېره هم ده ، په نجلۍ یې غږ وکړ.
وه لېونۍ ، دا بېچاره له جلب نه راتښی ، تلاشي ده ، ماته چا ویلي و چې په دې ورځو کې اتما ( حتما ) تالاشي راځي ، ښه شوه چې زه یې خبر کړم .
نجلۍ هم ورخطا شوه ، شاوخوا یې وکتل او بیا خپل ورور ته ورجوخته او په زارو شوه ، هله ورورجانه دهغې ګنې مالټې په مینځ کې مې ځای درته جوړ کړی ، زر ور وخېژه ، هله ورشه ، زر کوه او ځوانکی هم ور روان شو . خو دی همغسې زبون وهلی او حیران ولاړ و ، نجلۍ هم ده ته مخامخ کتل ، څه یې نه شوی ویلای ، په سترګو کې یې کرکه او نا اشنايي نه ښکارېده ، لکه ده ته یې چې هر کلی ویلی وي او لکه په دې چې خوشحاله وي چې ورور یې خبر کړ ، او شېبه پس ده زړه وکړ او پرې غږ یې کړ
خ ... خورې زه څه وکم ..... مممم .... ؟
نجلۍ په غوسه ناکه لهجه چې مهرباني هم په کې وه تر ژبه لاندې ځواب ورکړ
خورې .. خورې ، ډېر دډار بنده یې زه څه خبره یم ، که دپټې داسې ځای وی ؛ نو مابه مې نورممد لالا په کې پټ کړی و .
بیایې سوچ وکړ لکه ده ته یې چې زړه بد شوی وي ، بې له دې چې څه ورته ووايي دورتلو اشاره یې ورته وکړه او دی هم ورپسې روان شو . نجلۍ دانګړ په وړاندې کونج کې یوه لښتي ته اشاره وکړه :
په دې لښتي کې څمله ، زه به دا کبلې درباندې واچوم ،تازه دي سهار مې لالا رېبدلي دي ، هسې هم بله لاره ، نشته او بیایې همداسې وکړل ، شاپه تخته څملاست خو بیا ددې ویرې چې په خوله او سترګو کې یې خاورې ونه لوېږي نو ؛ پړمخې څملاست او نجلۍ پرې لپاسه شنه رېبدل شوې کبلې او واښه واچول ، په کې پټ یې کړ ، نجلۍ روانه شوه خو دهغې له تلو سره ده تشویش ور ورلوېد .
له عسکرو سره خو برچه دار ټوپک وي که ددې ځای دچک په مهال برچه په زوره ووهي خو دده له ملا به بوټه ووځي ، په همدې سوچونو کې و چې ددې کور دوازه هم ټک ټک شوه ، دنجلۍ دمنډې غږ یې واورېد چې ددروازې دماتېدو له وېرې دخلاصولو لپاره ور روانه شوه ، دده وېره هم په زیاتېدو وه . سوچ یې بدل کړ ، اوچت را پاڅېد ، دهمغه دېوال خواته لاړ له کوم ځای نه چې کور ته را لوېدلی و ، په تناره کې اور لمبې وهلې ، نجلۍ ددروازې شاته ولاړه وه ، دڅوک څوک یې نارې یې وهلې او په سترګو کې یې دده حرکتونه څارل ، ده هم لاندې باندې وکتل او بېرته یې له دېواله نه ځان دماما کور ته واچولو . ماما یې په خندا مخې ته راغی ، مخکې له دې چې کیسه ورته وکړي ، هغه پرې مخکې شو :
عبدالکریم خورینه ستا ملګری او ټولګیوال زابت فاروقی ورسره و ، ستا پوښتنه یې وکړه چې خورین دې څه غورو کې دی ، ویل یې خیر که موږ خلکیان یو او هغه مجاید خو خپله کلیوالي او ټولګیوالي نه شو هېرولی او ده هم تندي ته ټس ورکړ چې ولې یې بې ځایه وېره وکړه .
دضابط فاروق سره خو یې هرڅه کولای شوای ، اخر ټولګیوال یې و ، ده یې لا له ماما سره په همدې اړه خبرې کولې چې دګاونډ په کور کې یې شور واورېد او نورمحمد یې دمالټې په ونه کې پیدا کړ ، خندا ګانې او دوهلو شور سره ګډ و ، چېغې یې واورېد ه چې وای وای او وه ظالمانو نارې یې وهلې .
دی هم ماما ته ور وړاندې شو او دهغه د راخلاصېدو لپاره یې دورتلو ورته وویل ، خو ماما یې منع کولو چې ځان دبلا خولې ته مه ورکوه ، بېرته به یو وخت را خوشي شي خو صبر یې ونه شو ، په یوه منډه ددوازې په لور لاړ او بهر ته ووت ، دکوڅې په مینځ کې عسکرو ته مخامخ ودرېد ، دټولو برچه دار ټوپک په اوږو او دده په ناڅاپي ودرېدو ووېرېدل ، نورمحمد هم ورسره لاس تړلی روان و او سرتېرو سپکې سپورې ورته ویلې .خو ده وار پرې مخکې کړ :
وه فاروکیه دا چېرې وړې ، وه ظالمه دا خو ....
دوو عسکرو یې خبرې ورپرې کړې او په دې یې رامنډه کړه .
واه واه ، دوه برکت موږ له خدایه په اسمان غوښتې ، خو ده په ټول زور ځان ترې خلاص کړ ، دخپل ټولګیوال مخې ورغی .
ضابط فاروق ورته موسک شو .
وه غله ، ته په کومه سوړه ننوتی وي ، بې غیرته او غېږه یې ورکړه خوکله چې ده بې له ځنډه دنورمحمد دخلاصون ورته وویل ؛ نو هغه جدي شو او خوله یې غوږ ته ورنږدې کړه اودل کریمه نه کېږي دا راسره استخباراتو واله دي ، وېرې ترې پکار ده او له مانه په رتبه کې اوچت دي ، خو خیر اممممممممم .. . له څه سوچ وروسته یې ورته وویل : دکوڅې تر وړاندې سر پورې راسره لاړ شه ، دوی بیا نور نیولي کسان وړي او موږ تالاشي کوو ، کله چې کوم کور ته ننوتو ؛ نو دواړه هلته پاتې شئ او زه به هم ځان ناګاره کړم اوس ملګری مې کنه زموږ کوانین سخت دي او بیا یې دده لاس ور وتړل، ورسره روان شو ، عسکرو هم له تعجبه خولې وازې نیولې وې خو اوس بېرته هغوی هم خوښ شول .
له وړاندې کور نه یې هم دوه درې زلمکیان راویستل ، بل کور ته چې ورتلل څو عسکر ورنه پاتې شول او له څه ځنډ وروسته چې راوتل نو په دوی یې غږ ونه کړ ، په تلو کې ضابط فاروق ورته سترګه ووهله او ده هم نور محمد ته وکتل چې سترګې یې سرې اوښتې وې ، چې ساعت تېرېده ؛ نو دی او نور محمد هم په بېغمه زړه راووتل ، یو بل ته یې په خوښۍ کتل او دغه کار ورته له معجزې نه کم نه و . دنورمحمد سره دهغه په غوښتنه دهغه کور ته ننوت ، دروازه خلاصه وه او غوټۍ دروازې ته نږدې په خاورو کې ضعف پرته وه، نورمحمد په ورخطايۍ په غېږ کې واخیسته ، وړاندې په برنډه یې د انګور دتاک سیوري ته واچوله او ده په منډه دتناره له غاړې یوه کوزه یخې اوبه را واخیستې ، دنجلۍ په تندي یې اچولې ،نور محمد پرې نارې وهلې :
وه غوټۍ ، غوټۍ خورې ، زه یې پرېښودم ، دادي راغلم ، دګاونډي مېلمه راسره مرسته وکړه ، پاڅه ، هله پاڅه په تاڅه وشول ...هله غوټۍ ګرانې ... خورې ....
او ورسره ده هم کله دغوټۍ په تندي خواره وربل او کله هم دنورمحمد سرو سترګو ته کتل دتناره له خوانه هم دکوم سوي دېګ بوی راته .
تر دې ځایه په سوچ کې تللی و چې په تیاره کې پرې یوه عسکر دپاسه پښه کېښوده ، لاسي ګروپ ورته رڼا شو او غږ یې پرې وکړ
وه قومندان صیب پاڅه ، هغوی همدا نارې وهي چې قومندان عبدالکریم څه شو ، خدای مه کړه څه خو به نه وي درباندې شوي ؟ هله پاڅه سړی مو ګیر کړ، نور نو په کور کې له دوو ښځو او دریو ماشومانو پرته پیشو هم نشته .
دی هم زر را اوچت شو ، سر یې وڅنډلو ، یو ځل بیایې هماغه ټیټ دېوال ، انګړ ، برنډه ، په سر یې ولاړ انګورو تاک او تنور له نظره تېر کړل ، خو د نورمحمد چیغو او په برنډه دولاړو ددوو ښځو شور یې نور دسوچونو لړۍ پرې کړه ، بېرته حال ته راستون شو ، عسکرو نور محمد ته یوه توره کڅوړه ور په سر کړې وه، په ګوزارونو او کشولو تر دروازې رسولی و ، ده هم خپله دریشي وڅنډله ، ټوپک یې اوږې ته کړ او په منډه ور ورسېد ، امریکايي عسکرو خندل ، دی هم ورته دزړه په زور موسک شو ، یو ځل بیا شاته وکتل او هلته وړاندې په تیاره کې یو ځل بیا کوم سیوری له اوچتې برنډې نه لاندې دانګورو دتاک بېخ ته را پرېوت .
۲۰۱۲ سپټمبر ۲۲