فتوانمبر(۶۱۴)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي: کبيري.
ومحترم مفتي صاحب اودبېنوا وټولو کارکونکو ته نيکي هيلي اوسلامونه وايم ، زما سوال دادئ چي په ولاړي بولي کول په شريعت کښي څه حکم لري، ستاسو دجواب په انتظار .
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه په ولاړي بولي کول په دې باره کښي څلور مسلکه دي :
اول مسلک دحضرت سعيد بن مسيب اود امام احمد(رحمه الله) دئ ، دوۍ وايي چي په ولاړو بولي کول که په عذر سره وي که بې عذره روا دي.
دوهم مسلک دځينو علماوو داهل الظاهر دئ هغه وايي چي په ولاړو سره بولي کول حرام اوناروا کاردئ.
دريم مسلک دجمهورو اواکثرو علماوو دئ هغه دادئ چي بې له عذره په ولاړي بولي کول مکروه تنزيهي دئ؛ ځکه چي دمنع په باره کښي يو صحيح السند حديث نه دئ ثابت.
څلورم :مسلک په احنافوکښي د انور شاه کشميري دئ هغه ويلي دي چي په ولاړي بولي کول په دې وجه چي دکفارو شعار ګرځېدلئ دئ نو داکار بې عذره مکروه تحريمي دئ .شروح البخاروالترمذي.
والسلام ومن الله التوفيق.