پکتیا: د عبدالحي ګردېزي د ژوند په هکله تحقیقي سمینار جوړ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51809
عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
دخبریدو نیټه : 2012-10-13

دپکتیا ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ، دپکتيا ولايت مقام ، درحيم ګرديزي شرکت ، دعبدالحی ګرديزي ټولنې ، دګرديزميشتو، پکتيا قومي مشرانو اودپکتيا فرهنګيانو په هڅه اوغوښتنه دعبدالحی ګرديزي ترنامه لاندې دغه سمينار ديوې ورځې لپاره جوړ شوی دی ، په دغه سمينار کې دسلاکار وزير اوپکتيا والي الحاج ډګر جنرال جمعه خان همدرد له اړخه دهيواد دجمهوريس پيعام واورول شو ، اوخپله يې هم دغه سمينار دپکتيا اوپکتيا کې دميشتو قومونو لپاره لويه لاسته راوړنه وګڼله ، ده ويل چې دالړۍ به دوام پيداکړي اوهمداډول نورې څيرې چې تراوسه يې نومونه پټ پاته دې روښانه به شي اوخپله يې هم ژمنه وکړه چې ددې ډول سمينارونو په جوړولو کې به مرسته وکړي ، همدرد وویل خوشحاله یم چی د ګردیز په لرغوني ښار کې د افغانستان د یوه پیاوړی مورخ د احوالو او آثارو، د څیړنی په منظور، یوه درنه غونډه جوړه شوې ده ، ده وويل چې عبدالحی ګردیزي ، دغزنوي عصر له وتلو او نومیالیو، مورخانو څخه وو، زین الاخبار یی په سیمه او ټوله اسلامي نړۍ کې خپور کړی وو، همدرد زیاته کړه ( د عبدالحی ګردیزی دا اثر د پخوانو مللو ، رسومو ، عاداتونو ، انصابو او تاریخ په باب ډیر د کار وړ مطالب لرل ، چې زمونږ د هیواد او سیمې په فرهنګي مطالعاتو کې د استفادې وړ ګڼل کیږي ، پکتیا والی دا هم وویل چی زمونږ هیواد کی په ژوند ستایل ډیر کم دی ، هغه مشهور متل دی چی په ژوندیو کی مو ښه نشته او په مړو کی مو بد، همدردزيته کړه، راځی د غه فرهنګ مات کړۍ د هغو مشرانو ، لیکوالو او سیاستوالو ستاینه هم وکړۍ چې لا ژوندي دي او دې ټولنې ته لا خدمت کوي، په وارسره دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ ريس محمد شفا مشفق بيا داطلاعاتو اوفرهنګ وزير پيعام واوروه ، پدغه پيعام کې ويل شوي وو چې ددغه سمينار دمقاله ويونکو مقالې به وزارت ټولې کړې اودبيهقی کتابخانې اومطبعې په واسطه به يې په کتابي بڼه چاپ کړي ، چې څو نور خلک هم دعبدالحی ګرديزي په اړه مالومات ترلاسه کړي اوددغه لوی عالم دژوند اوکړنو په اړه مالومات ولري ، همداډول دپکتيا دملي راډيو تلويزيون دآمر عاشق الله اخلاص يار لخوا دپکتيا ، دپکتيا په تاريخي بالاحصار اودعبدالحی ګرديزي په اړه لنډه مقاله واورول شوه چې خپلې خبرې يې دهيواد ديو تن ليکوال صديق الله بدر په يوه ليکنه پيل کړې ، ده وويل چې د پکتيا مرکز ګردېز دی ، د ګرديز بالاحصار د کابل شاهانو لپاره د يو ټينګ سنګر حیثیت درلود، د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو په وخت كې ګردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جګړه وكړه او له ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه. استاد علامه رشاد ليکلي، چې تر اسلام دمخه کابل شاهان، چې په کابل کې پاچايان وو، پکتيا يې هم تر تسلط لاندې و، کوم وخت، چې دوی د عربو له لښکرو په کابل کې ماتې وخوړه نو خپل پايتخت يا مرکز يې ګرديز ته نقل کړ او د کابل شاهانو دغه برخه، چې د اسلام له رتګ څخه وروسته وه، دا عموما په ګردیز کې وه، د ګرديز په فرهنګي څېرو کې عبدالحی ګرديزي د اوچت نوم څښتن و. هغه د زین الاخبار مولف و، دعلامه رشاد په وينا علامه عبدالحی ګرديزی يو لوی او مشهور مورخ دی، چې د غزنویانو په دوره کې يې زین الاخبار ليکلی و. زین الاخبار د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په تعليقاتو او تحشيه باندې په ایران کې چاپ شوی دی، استاد رشاد ليکي، چې د ګرديز د شهرت لپاره پخپله د زين الاخبار وجود او دعبدالحی ګرديزي نسبت ډېر مهم دی، پدغه سمينار کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت استازي محمد افسر رهبين ژمنه وکړه چې دپکتيا کلتور دپياوړتيا لپاره به داړوند وزارت په مټ کا رکوي اوهڅه به يې ددې سبب شي چې دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ رياست اودپکتيا راډيو تلويزيون ته ودانۍ جوړې کړي ، ده دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ رياست اودپکتياملي راډيوتلويزيون څخه هم مننه وکړه چې ددې سمينار په جوړولو کې يې مرسته کړې وه ، همدارنګه پدغه سمينار کې درحيم ګرديزي شرکت مسول حاجی محمد ګرديزي چې ددغه سمينار په جوړولو کې يې ډيره مرسته کړې وه اومالي امکانات هم ده ورته برابر کړي وو وويل چې دا دسمينارو پيل دی اوداډول سمينارونه به هم راتلونکی په لاره واچوي چې څو دهيواد شخصيتونه ښکاره شي ، په وار سره دپکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وويل چې پکتيا اتلې څيرې لري چې له شميره يې ببرک خان ځدران ،سنک زلمی، فيض محمد خان ، عبدالحی ګرديزي ، اونورې لري چې دوی نه تنها پکتيا بلکې دهيواد دازادۍ،سوکالۍ اودولسونو دهوساينې لپاره کارکړی دی ده دنوروخبرو ترڅنګ په دغه سمينار کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له استازو وغوښتل چې دپکتيا اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته دپوره کمپليکس وداني جوړه کړي ، اوددغه سمينا په اړه يې له جوړونکو مننه وکړه ، په دغه سمينار کې دعلومواکاډمي پيعام هم واورول شو ، اوددې اکاډمۍ غړيو خپلې مقالې دعبدالحی ګرديزي په اړه واورولې ، همدارنګه دهيواد اولويې پکتيا ليکوالانو ، څيړونکو اديبانو هم بيلابيلې مقالې ولوستلې ،ددوی مقالې دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ رياست پواسطه دليکوالانو څخه راټولې کړل شوې چې داړونده وزارت پواسطه ترې کتاب جوړ کړي ، ددغه سمينار پای کې په راغليو ميلمنو دعبدالحی ګرديز ي دتاريخ په نوم کتاب وويشل شو ، اود پښتني دود سره سم دپکتيا والو لخوا لونګۍ ورپسر کړل شوې ، اونورې تخفې هم پرې وويشل شوې ،