هغه حيوان چي غوږ،لکۍ ياسترګه يې نه وي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51881
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-22


فتوانمبر(۶۲۴)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:علي محمد . لندن

محترم مولانا صاحب ځما سوال دادئ چي د کوم حيوان چي غوږ ، لکۍ يا سترګه نه وي په اختر کښي د هغه قرباني کول څنګ دي  ؟

الجواب  ومنه الصواب.

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.
په حيوان کښي چي لاندي عيبونه موجود وي نو د هغه أضحيه کول صحت نلري  : 
(۱): هغه حيوان چي نيم غوږ ياپوره غوږ يې پرې سوئ وي.
(۲): هغه حيوان چي دنيمي سترګي ديد يادټولی سترګي ديد يې ختم سوئ وي.
(۳): هغه پسه چي نيم لم ياټول لم يې پرې سوئ وي.
(۴):هغه حيوان چي نيمه لکئ ياټوله لکئ يې پرئ سوې وي.[شبلي پرکناره دزيلعي/ص۶/۶ ، بنايه ، ص۴۲/۱۱.
والسلام ومن الله التوفيق.