هغه حيوان چي غاښونه يې نه وي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51882
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-22


فتوانمبر(۶۲۵)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:حافظ نسيم  .
وعاليقدر مولوي صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، پوښتنه مي داده چي د قربانۍ د حيوان که غاښونه نه وه ايا قرباني يې صحت لري  ؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.   : 
  هغه حيوان چي بې غاښو وي په عربي کښي و دېته «هتمآء» ويل کيږي ، ددغسي حیوان حکم دادئ چي کې خوراک نسوائ  کولائ نو قرباني کول يې صحت نلري ، او کې خوراک کولائ سوائ  بيايې أضحيه کول  صحيح دي   په اصح قول.[عالمګيري/ص۲۹۸/ج۵].
والسلام ومن الله التوفيق.