هغه حيوان چي پزه يادتيانو سرونه يې پرې وي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51883
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-22


فتوانمبر(۶۲۶)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:رحيم الله وردګ .کابل
د قدر وړ مفتي صاحب ځما پوښتنه داده چي د کوم حيوان چي پزه يا د تيانو سرونه پرې سوي وي أضحيه کول څه حکم لري  ؟

الجواب ومنه الصواب.

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.  : 
  هغه حيوان چي پزه يا يې دغولانځي سرونه  پرې سويوي، دارنګه  هغه حيوان چي قدرت دتي ورکولوو اولاد ته نلري ، او  هغه حيوان چي غولانځه يې وچه سوې وي ، ددغو ټولو أضحيه کول  صحت نلري  .[عالمګيري/ص۲۹۸/ج۵].
والسلام ومن الله التوفيق.