فتوانمبر(۶۲۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:مجيب الرحمن .تاجکستان
و مولانا أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ،پس له سلامه ځما پوښتنه داده چي د کوم حيوان چي مورزاده يو تئ يا دواړه (پستانه) نه وي نو د هغه قرباني کول خو به کوم نقصان نلري ؟
الجواب :
که دغه حيوان ميږه يا بزه وي او پيدايشي يې د يوه تي سر پرې ؤ ياوروسته ديو آفت له وجی پري سوئ ؤ نو قرباني کول يې صحت نلري .
او که دغه حيوان غوا يا اوښه وي او د يوه تي سر نه يې نه ؤ (يا مورزاده يا د يو آفت له وجي) نو أضحيه کول يې صحيح دي ، اوکه يې دواړه تيان خلقتًا يا د يو آفت له وجي نه وه نو ددغسي حيوان أضحيه کول نه صحيح کيږي .[عالمګيري/ج۵/ص۲۹۸ ، خلاصة الفتاوي/ص۳۲۱/ج۴].