هغه حيوان چي ژبه نلري؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51885
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-22


فتوانمبر(۶۲۸)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:رحمت الله . جرمن .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، بعد له سلامه ځما سوال  د قربانۍ په اړه دئ ، هغه دا چي که يو حيوان ژبه نلري نو ايا د هغه أضحيه کول صحت لري  ؟

الجواب   :
که دغه حیوان  غويئ وي او  ژبه يې پرې وي اضحيه يې نه صحيح کيږي  ، او که پسه ؤ نو پدې باره کښي بيا په کتابو کي د جواز او نه جواز دواړه قوله موجود دي  خواحتياط په دې کښي دئ چي کوم پسه چي ژبه يې پرې سوې وي په اضحيه کښي حلال نسي .[عالمګيري/ج۵/ص۲۹۸].والسلام