هغه حيوان چي ګندګي خوړل يې عادت وي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51886
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-22


فتوانمبر(۶۲۹)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:غلام محمد .
وعلامه أبوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، محترم مولوي صاحب بعضي حيوانان داسي دي چي د ګندګۍ د خوړلو عادي وي ، نو دغه خو به ددوۍ د أضحيه کولو دپاره مضر نه وي  ؟

الجواب   :


دغسي حيوان ته چي د ګندګۍ خوړلو عادتي وي  اوصرف مرداري خوري اوغوښه يي بدبویه سوئې وي په عربي کښي (جلاله) ويل کيږي ، پدې اړه تفصيل دادئ چي که دغه حيوان اوښ وي نو څلويښت شباروزه به له دغسي خوراک څخه رامنع کيږي ، مخکي له دې يې أضحيه کول نه صحيح کيږي ، او غويئ به شل شباروزه  او پسه به لس شباروزه رامنع کيږي  ، مخکي له دې يې قرباني صحت نلري .
[ردالمحتار /شبلي علی هامش زيلعي ] . والسلام ومن الله التوفيق.