سيداحمد قانع د امريکايانو له خوا ونيول سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5197

دخبریدو نیټه : 2006-01-21

 

په کندهار ښار کي دنارنج خپرندويه ټولني مشر ، دکندهار ښار دکتاب پلورنکو دټولني وکيل او دافغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي مسوول ښاغلي سيد احمد قانع دسه شنبي په ورځ دلوي اختر په سهار دامريکايې پوځونو له خوا ونيول سو.

کله چي داختر په سهار ښاغلي قانع پخپل مسجد کي پر لمانځه ولاړ و نو مسجد د امريکايې پوځونو له خوا محاصره سو ، تر لمانځه وروسته ښاغلي قانع او نور ټول لمونځ کوونکي ونيول سول ، لاسونه او سترګي يې وتړل سوې ، وروسته ښاغلي قانع ، دهغه د کاکا زوي او څلور تنه نور موټر ته وخېژول سول او نور خلک خوشي سول .

ويل کيږي چي امريکايې پوځونه پرته له اجازې څخه دښاغلي قانع او نورو شا و خوا کورونوته ننوتل او په بي پر وايي سره يې تلاشي پيل کړه ، که به د کوټي کومه دروازه بنده وه ، نو دوى به يې کيليو ته انتظار نه کاوه او دلغتو په زور به يې د دروازو ټوټي دکوټو منځونو غورځولې اود کور هر څه به يې پر بل مخ اړول .

ويل کيږي چي دوي نور څه ونه ميندل دښاغلي قانع او دهغه دګاونډي يوه _ يوه پايه کمپيوټر يې ورسره واخيست او پرنامالوم لوري يې له شپږو تنو سره يو وړل .

ددغو کسانو دنيولو لامل تر اوسه څرګند نه دى او نه هم دولتي چارواکي تر اوسه له دى موضوع څخه خبر سوي دي .

دکندهار ليکوال او روڼاندي ددغه ناوړه خبر په اوريدو سخت خواشني دي دوي ديوي غونډي په ترڅ کي ځيني دولتي چارواکو ته دخبر ورکولو پر يکړه وکړه ، او په دغه بڼه يې دامريکايې پوځونو بېباکه تلاښۍ او نيوني د افغانستان د اساسي قانون او افغاني روحي ضد يو ناوړه عمل وګاڼه

دوي پريګړه وکړه چي که چيري امريکايې پوځونه دغه ډول ناقانونه کړنو ته دوام ورکړي او ښاغلي قانع په عزت سره خوشي نه کړي نو دوي به يې په وړاندي سخت غبرګون وښيي او دپراخو مظاهرو په تر سره کولو به لاس پوري کړي .

Qani

Qani

ښاغلی سيد احمد قانع د نارنج کتاب خپرولو د موسسې مشر