دحديث)من وقي شرلقلقه)تحقيق:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52097
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-11-10


فتوانمبر(۶۳۷)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي  دکتورعلي هند
ومحترم استاذ علامه ابوالفضل صاحب ددغه حديث په معني پوهيږم:«من وُقِي شرلقلقه وقبقبه وذبذبه فقدوجبت له الجنة»
اودارنګه داحديث په کوم کتاب کښي راغلئ دئ ؟

الجواب ومنه الصواب:

محترمه وروه معني دحديث خو په دې ډول ده :چي هرڅوک چي وساتل سي له شرڅخه دژبي اودنس اودفرج  نو په تحقيق سره واجب سوده لره جنت.
«لقلق»وژبي ته ويل کيږي ، او «قبقب» ونس ته ويل کيږي ، مأخوذدئ له «قبقبة» څخه چی په معني دهغه صوت دئ چي له نس څخه اورېدل کيږی .
او«ذبذب» وذکرته دنارينه ويل کيږي، مأخوذ دئ له «تذبذب» څخه چي په معني دتحرک دئ .
دغه حديث امام سيوطي (رحمه الله تعالی)  په جامع صغير کښي راوړئ دئ ، اوضعيف يې بللئ دئ.
[ جامع الصغیر مع فيض القدير/۳۰۸/ج۶].