فتوانمبر(۶۳۸)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي:محـــــمد انور/کناډا
جليل القدره عالم مولانا ابوالفضل ته دزړه له کومي سلامونه وايو،پس له سلامه زماپوښتنه داده چي که يوڅوک ووايي(خدائ شاهد دئ)نو داقسم دئ اوکه يا؟؟؟
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم:
څرنګه چي دا الفاظ په قسم کښي متعارف اومشهوردي نو له دې وجي داسي ويل چي (خداي ګواه ياشاهد دئ) قسم دئ.
قال الله تعالی :«ومن الناس من يعجبک قوله في الحياة الدنيا ويشهدالله علي مافي قلبه وهو الدالخصام».